د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی حکومت، ستونزې او فرصتونه

محمد عارف رسولي 04.10.2014 12:24

سریزه
د نوي حکومت د بریا او خدای مکړه پاتې راتلو دواړو چانسونه شته. د بریا چانس ځکه شته چې که په احتیاط، هوښیارۍ او ریښتینولۍ سره لمړيتوبونه ښه وټاکل شي، دغوره پالیسیو او تګلارو په مرسته ګام په ګام په ټینګه پلي شي او د افغانستان د خلکو تائید ترلاسه شي نو خلک به د اصلاحاتو ترشا ودریږي. په دې ځاي کې دیوه ښه ټیم جوړول چې په رښتیا دخپلو ګټو پرځای د هیواد اوخلکو ملي ګټو ته ژمن وي خورا اړین فکتور ګڼل کیږي.
زموږ روڼ اندو ته اړینه ده چې د خپلو چارواکو په کړنو او تګلارو سم بحث وکړي، ښې لارې او ستونزمنې پریکړې ورپه ګوته کړي او د ښو کارونو یې ننګه او تیروتنو ته یې ګوته ونیسي.
له همدې کبله په دې لیکنه کې زه غواړم چې زموږ په ملک کې د ملي وحدت ترنامه لاندې دنوې حکومت د بریالي کیدو او یا خدای مکړه د پاتې راتلو په ځینو احتمالي لاملونو، ورته شتو فرصتونو او ننګونو باندې خپل نظر وړاندې کړم. دلته زما موخه دا ده چې د خپل هیوادپه دې ملي پروسه کې برخه واخلم. زه هیله لرم چې زموږ لیکوالان او رسنۍ، مدني ټولنې او پوهان دې کار ته پوره پاملرنه وکړي. خو اړینه بولم چې دا کار خامخا په بې پرې، مسلکي، ریښتینيولۍ او د هیواد د ګټو سره سم د ستونزمنو او سمو لارو د بیلولو او عامه پوهاوي په خاطر وشي.
 په دې بحثونو کې یوازې په خپله خبره ټینګیدل او هم  یوازې تور او سپین لیدل موثر نه وي بلکه د ټولو نظرونو ته په سړه سینه غوږ نیول اړین کار دئ. د سرتمبه توب په ځای خلک یو دبل خبرو او وړاندیزونو ته غوږ نیسي، داصولو په بنا د عامه ګټو لپاره وړاندیزونه کوي او د نورو خلکو پام ورته را اړوي. په داسې بحثونو کې خلک یو بل ته کنځلې نه کوي بلکه هرڅوک هڅه کوي چې ښې طرحې او وړاندیزونه ورکړي او عامه ذهنیت روښانه کړي.
بله موخه داده چې له نوو چارواکو سره مرسته وکړو چې له فرصتونو ګټه واخلي او ستونزو ته ښه ځیر او ورڅخه ځان او ملک وساتي. همدارنګه داسې بحثونه له شنونکو په تیره ځوانانو سره مرسته کوي چې ورڅخه ګټه واخلي او په یوه سم چوکاټ کې د نظریاتو تبادله وکړي. دلته دملي وحدت د حکومت لپاره په شته ستونزو او فرصتونو بحث کوو.
ستونزې
باید پوه شو چې په اوس وخت کې زموږ د ټولنې مهمې ستونزې چې دا نوې حکومت ورسره مقابله وکړي هغه نا امني، د قانون نه حاکمیت او په ټولنه او دولت کې فساد او داسې نور دي. دا ټول په لنډ مهالو او احساساتي شیانو نه شي حل کیدای او اوږدمهاله او علمي پالیسیو او تګلارو ته اړتیا لري. دا حالت له کلونو راپدې خوا شرایطو راباندې راوستلئ دئ. باید ددې ستونزو لاملونه ښه وپیژنو او ورسره په کلکه نه ستړې کیدونکې مبارزه وکړو. ځینې ریښه اي لاملونه او ستونزې دادي:
زموږ په غریبه ټولنه کې دځینو خلکوپه شاهانه ژوند او زیاتو مصرفونو او مادي ګټو روږدي کیدل، د ملي او دیني ارزشونو کمزورتیا، دیوه ملي او اسلامي احساس کمزورتیا او زموږ د هیواد دملي نهادونو لکه د قانون پلي کول او نور ټول زموږ ستونزې دي. دې ستونزو یوه عجیبه د سیالۍ او همچشمۍ مسابقه رامنځته کړې ده. ډېر فکر کوی چې که ته په ټولنه کې دسیالانو سیال وې نو باید د شتمنو په څیر امکانات ولري که له هر ځایه اوپه هر ترتیب یې پیداکوې.
بله ستونزه داده چې زموږ په ټولنه کې منفي ګرا خلک ډېر زیات دي. په خواشینۍ سره هغوي په خپله دې ناروغۍ نه پوهیږي. هغوي د دې په ځاي چې دستونزو کومه عملي او منطقی د حل لاره وړاندې کړی د هر چا نظر ردوي. کیدای شي هغوي د ښه شخصیت لرونکي او زړه سواندي وي خو که یې ژوند ته ښه ځیر شئ نو دوي د ستونزو دحل تجربه کمه لري، د کوم پام وړ پروګرام مشرتوب یې نه وي کړئ، او هغوي ته موکه په لاس نه وي ورغلې چې په ملي مسئلو کې کله ملت ته ځواب ووایي او یا دخپلو بیوزلو خلکو د ستونزو، بیوزلۍ او له تورتم څخه د را ایستو زمینه نه وي ورته برابره شوې. نو منفي تصور او هر څه ته په کرکه کتل تر ډېره بریده شخصی ستونزه نه بلکه د کلتور ستونزه او یوه ټولنیزه کمي ده چې یوازې کم خلک ورباندې پوهیږي او ورڅخه ځان ساتلئ شي.  
له بلې خوا ډار شته چې د ملي وحدت د حکومت په دواړو ټیمونو کې به داسې خلک وي چې اوبه به خړوي او کبان به نیسي او زموږ د مثبت فکر کوونکي کدرونه او خلک به د هغوي مخه نشی نیولای. کیدای شي د دې منفي ګرا خلکو شتون سبب شي چې هغه تاریخي چانس چې الله تعالی دوي او دې ملت ورکړئ په ناکامۍ بدل شي. ملی زعامت او داټیمونه باید ښه ځیر شی چې په دې الهی ازموینه کې بریالي کیدل او پاته راتلل ترډېره د دې منفي ګراخلکواو شر اچوونکو په ښه مدیریت او یا خپل سرۍ پورې اړه لري. که ښه مدیریت نشي ملي اجندا له ځنډ او خنډونو سره مخ کولئ شي.   
یوه بله ممکنه اوتر اوسه ناڅرګنده خطره هم شته چې زموږ ملي زعامت ورته باید ښه ځیر وي چې هغه د اصلاحاتو او بدلون په اجندا کې د عجولانه  او طلب الکل فوت الکل له کړو وړو څخه ځان ساتنه وکړي. بیخي اړینه ده چې له خپله تاریخه زده کړو او قدم په قدم د خپلو دیني او کلتوري روایاتو په رڼا کې لمړيتوبونه په غور سره وټاکل شي او وربانې په عقلاني توګه عمل وشي. موږ که هرڅومره شه نیت ولرو او که هرڅومره دخپلو بیوزلو او څپل شووخلکو په ګټه ښه اجندا ولرو خو که مو ښه د ملت لپاره د هضم وړنکړه نو په کمین کې ناست دښمنان به ورته باد ورکړي اوزموږ پاک زړي او بیسواده پرګنې به یې د ځان غوښتونکو کړو په لمسون و نه مني.
له بله پلوه په ټولنه کې د خپل ځان او خپلوګټو غوښتونکي تراوسه په خورا زور کې دي. هغوي به هرې موقع ته سترګې په لاره وي ترڅو دځان د ګټو لپاره یې وکاروي. همدارنګه  د ډېرو ښو کدرونو د لرلو سره سره بیا هم زموږ په مدني ټولنه، شنونکو، لیکوالانو او روڼ اندو کې تراوسه په کافی اندازه یو موثر ځواک او ژمن کدرونه نه دي رامنځته شوي چې ستونزه ښه درک کړي، د اوږده وخت لپاره ژمن پاته شي، په ګډه مبارزه وکړي او د اړینو اصلاحاتو لپاره سمه فضا برابره کړی. زموږ دهیواد ستونزه خورا اوږدې ریښې لري اوسم سمکئ راوستل ډېرو اوږدو ښو هڅو او قربانیو ته اړتیا لری. خو زموږ ډېر ځوانان تراوسه لا ندي خبر چې دا دپټي سر دئ او پټئ کښته سورور دئ. دمثال په توګه زموږ ځینو خلکو او ځوانانو چې په تیرو ټاکنو کې رایه ورکړه په خپله دې ورانه ټولنه کې یې نور هرڅه ګل او ګلزار وبلل هیلې او توقعات یې ډېر لوړ شول او د حکومت پاته راتلل، داخلي ناندرۍ او کمې لاسته راوړنې په هغوي ناهیلي کړي. پوهان وایي چې غلطې لوړې هیلې او نه پوره کیدل یې خورا اوږد مهاله ناهیلۍ او کمزورتیا رامنځ ته کوي اوموږ ورته باید ښه ځیر وو.
مانا داچې د یوه شخړو وهلي او په بحران کې هیواد د ستونزو حلول دټولو خلکو په تیره روڼ اندو زغم، صبر، دوام لرونکي او نه ستړي کیدونکو هڅو او هاند او د دولت ښو پالیسیو او تګلارو او نورو ته اړتیا لري. خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ ځینې روڼ اندي ډېر زر خپل، رنګ، فکر او سوچ بدلوي او ثبات نلري. لامل یې دا هم کیدای شي چې ډېر دا خلک ټولنیز درد نلري او په خپلو لنډمهاله ګټو پسې ګرځي. له بلې خوا زموږ ټولنه د پاکو روڼ اندو رول ته په درنه سترګه نه ګوري، قدر یې کم کوي، موږ دمال او متاع ډېر تابع یونو په موږ کې هم ښه قرباني ورکوونکي او د لوړو انګیزو او موخو لرونکي خلک لږ رامنځ ته کیږي.
بله خبره داده چې زموږ هغه ځوانان چې ځان ته روڼ اندي وایي هم په دې ټولنه کې رالوی شوي او له دې کلتور څخه تغذیه شوي او خپلو ځانو ته د وړو وړو پادشاهیو جوړولو په فکر کې دی. تراوسه د غوره او با ثباته روښانه خلکو د ودې او پنځولو یوه ښه فضا نده رامنځ ته شوې چې ګڼ شمیر کدرونه او روڼ اندي پکې راپورته شي. دا ستونزه په مدني ټولنه کې، خصوصي سکتور کې، او همدارنګه د ملت په کور او نورو کې شته. یوه ښه نمونه یې داده چې په خواشینۍ سره زموږ ځینې په نامه روڼ اندي وکیلان په دې نه دي خوښ چې دوي د وزارتونو ته سبا او بیګا نه ورځي. بلکه د دې پرځای د د یوه سم قرار داد له مخې په نوبتي توګه د وزراتونو او مستقلو ادارو سره د حساب او کتاب سیستم جوړ کړي. د حکومت په کارونو نظارت او له خلکو نمایندګي کول باید د اصولو په یوه منظم چوکاټ اود پارلمان په خونو کې په ګډه وشي نه په ځان ځانۍ او د معینانو او وزیرانو په دفترونوکې. دا کار په ټولو هغو ملکونوکې چې ښه حکومتولي لري کیږي او دهیچ چا وخت بیځایه نه ضایع کیږي، د فساد لپاره زمینه نه برابریږي، د قانون سپکاوئ نکیږي، او زمو په څیر یې د پارلمان چوکۍ تشې نه پاته کیږي. ټول ښه پوهیږو چې دا فرهنګ موږ ته له کومه راغلي او دا کار زموږ د نظام په ګټه ندئ. ټولو لیدلې چې په فاسدو ملکونو کې وکیلان په ټاکنو کې خرچې کوي، خلکو ته وعدې ورکوي، خووروسته له سترو دولتي چارواکو سره ګډې پروژې باسې او نیم په خپله خوري او نیم نور په بیعدالتۍ سره هلته او دلته د خپل اقتدار د ټینوګولو لپاره په کار اچوي. دا یومهم لامل دئ چې هلته غریب نور هم بیوزله کیږی او مالدار نورهم پرسیږي. زموږ مدني ټولنه چې پکار ده د دولت او ملت ترمنځ یو  د تړاو پل شي، پوره بې پرې او مدني خوځښت وي، په اړونده نهادونو اړین نظارت او سمې نیوکې وکړي او دخلکوستونزې له چارواکو سره شریکې کړی. هغوي هم نه په یوه خوله دي او نه پکې روڼوالئ شته او په تاسف سره د نورې ټولنې په څیر په قومي او سمتي لومو کې راګیر دي.   
فرصتونه
موږ به له لمړي سره دا دخپل نوي حکومت رامنځ ته کیدل په نیک پال نیسو او د الله درسول په هغه حدیث په عمل کوو چې فرمایي: تنفرنه بشارت وکړئ او سختي نه بلکه آساني وکړئ. خو غفلت به هم نه کوو او تیروتنو ته به ښه ځیر او قلم په لاس تیار وو ترڅو په علمي توګه په خپلو ځایونو کې بریاليو او ناکامو لارو او روشونو ته ګوته و نیسو او عامه اذهان روښانه کړو.
داسې نښې شته چې زموږ جمهور رئیس دا وړتیا، پوهه او تجربه لری چې په ستونزو بریا ومومي، ستر ستر ایدیالونه او موخې ولري او ملت په یوه ټغر راټول کړي. زموږ د تیرو دیارلسو کلونو ترخې او خوږې خاطرې او تجربې بلکه د وروستیو اویا اتیا کلونو تجربې ټول موږ ته ښه فرصت برابروي ترڅوخپل ملک په سمه روان کړو.
انشا الله تعاله دا فرصت شته دئ او بیخي ممکنه ده چې زموږ مشران هم د نړئ د سترو مشرانو په پله روان شي او ستر ایدیالونه، روښانه لورئ لید او سترې موخې یې له وړاندې ځان او ملت ته ټاکلې او ځکه نو امید شته چې دا سخت مزل به ورته آسان شي. ستر مشران کولای شی چې ستونزې په فرصتونو او حریفان په ملګرو بدل کړي. موږ یې نښې سر له اوسه ګورو. داسې مشران د ډول ډول خلکو، ګروپونو او خوځښتونو ډول ډول ځواکونه او انرژيګانې راغونډوي اوپه مرکب ځواک او انرژي (سنرژي) یې بدلوي. لوی سړي عقده نه پالي، کینه نه لري د چاسره دښمني نه کوي ځکه هغوي انسان، د هغه مجبوریتونه او معذرتونه پیژني او د کارکولو لاره ورسره مومي. موږ له دې نه یو ناهیلې چې زموږ جمهور رئیس او نور مشران به دا کار په بریاليتوب وکړي.
موږ هیل من یو او ښه فرصت هم لرو چې زموږ مشران به د ځان لپاره لورئ لید او موخې په ریښتیني او علمي توګه داسې وټاکي چې د خپلو بیوزلو خلکو چوپړ وکړي، هغوي له فقر او تورتم را وباسي، د خپل ملک د حکومتولۍ  په نظام او اداره کې موثر او ستر مثبت بدلونونه راولي، ښه سیستم رامنځ ته کړي اود خپل ملک د تاریخ لورئ بدل کړي نو بیا حوصله، کول، له مخکیني حریف سره ګډ کارکول او نور به ورته خورا آسانه شي. زه یقین لرم چې دا فرصت او امکان موږ اوس لرو که ګټه ورڅخه واخلو.
زموږ ملي مشران اوس له ملي تهدیدونو سره مخ دي او ځکه نو یو تر بله د لاس ورکولو پرته بله چاره نلري. تهدیدونه هم کله خلک سمې لارې ته اړ باسي. همدارنګه باید پوه وی چې د دوي بیوزله خلک په آخر کې د خپل ژوند ښه کولو ته اهمیت ورکوي نه د مشرانو سیالیو او ناندریو ته. همدارنګه تاریخ هم دهغو په وړو وړو سیالیو نه بلکه دهغوي په لاسته راوړنو او د کار په پایلو قضاوت کوي. موږ باور کولای شو چې اوس زموږ په مشرتابه او ځینو کدرونو کې دا وړتیا شته چې له دې او ورته فرصتونو څخه ګټه واخلي.
زه یقین لرم چې زموږ ځینی مشران ښه پوهیږي چې د ستونزو دحل یوازې یوه لاره نه وي. که ښه ځیر شو د سترې وړتیا لرونکي مشران ستونزې په متبادلو ممکنه لارو حل کوي. نن په نړۍ کې حالات دومره بدلیدونکي او پیچلي دي چې په عنعنوي توګه نه رهبري کیږي او د یوې نوې او معاصرې رهبرۍ طرز فکر چې عیاریدونکئ مدیریت او رهبري (Adaptive Management and leadership)  ورته وایي اړین کوي. دا مشران اړباسي چې هغوي د ډول ډول او د وړاندوینو څخه پورته ستونزو لپاره باید تیار وي او خپل خلک او ملتونه باید د بري په لور رهبري کړي. زموږ هیله داده چې زموږ مشران هم همداسې وکړی ځکه بله چاره او بدیل نلري.
همدارنګه اوس موږ دا فرصت لرو چې زموږ سیاستوال او رهبران نور پوه وي چې کله د یوه ملک نهادونه وران شي څومره زیانونه لري او لسیزې وخت غواړي چې د نورو هیوادنو په کاروان پسې هغه ملک ورسیږي. نو اړینه ده چې موږ اوسني بحرانونه ختم کړو اونوي راپیدا نکړو. دا نو بیا مثبت فکر، ګډ کار، غوره سیاست، یو بل منلو او ښو نوښتونو ته اړتیالري. زموږ هیله ده چې زموږ ددولت مسؤلین ښه فرصت لري او باید نور نو هیواد په خپلو پښو ودروي،  تیر عظمت یې راژوندئ کړي او د سیمي شغالان او کارغان په خپلو ځايونو کینوي نو ورته اړینه ده چې خپل خلک په یوه ټغر راټول کړی. سوله راولي، مرور پخلا کړي. دوی فرصت لري چې خپل منځي شخړې د ټوپک په ځاي په سیاست او زغم سره حل کړي او ځوانانو ته په خپل منځي شخړو کې د کاریدونکئ ټوپک په ځای قلم، کتاب او کمپیوتر ورکړي نو تواضع به ورته آسانه شي، د صبر، یو بل منلو او زغم کچه او د کار حوصله به ېې لوړه شي.
پایله
باور لرو چې زموږ سیاسي مشران بله چاره نلري مګر چې د ملي وحدت د حکومت نوې تجربه زموږ په هیواد کې بریالۍ کړي، له یو بل سره د لوړو مرامونو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي، په وړو مسئلو پسې ونه ګرځي، دخپلوځاني، او ګروپي ګټو پرځاي ملي ګټې لوړې وبولي او ملي نهادونه تقویه کړي نو به الله تعالی په دنیا او آخرت کې اجر ورکړي. همدارنګه ملت به ورته په درنښت وګوري، تاریخ به يې په نیکو یاد کړي، دنورو په بحران کې هیوادونو دنجات لپاره به ښه نمونه اوالګووي او نړیوال به هم ورته په غټ پرستیژ او عزت قایل شي.