د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټرغنی د امید اواندیښنو په تله کی

ډاکټرحا مد 23.09.2014 11:55

دنظارډلګي لنډه غروپه ډیره سپین سترګۍ اوشوروماشوروکولای شول چې د تیرپه څیریولړامیازات ترګوتوکړي خوپدې توپیر چې داځل به نوي ولسمشرته ځواب ویونکي وي اودخپلې هرې کړنې یو یو حساب به ملت ته ورکوي یا به نورپه ځان کې بدلون راولي سړیتوب به زده کوي اوقا نون ته به درناوی کوي اویابه له حکومته وځي ځکه چي د اپوزیشن خیمي به یی انتظارکوی اوهمدا بی باوري چي دعبدالله ډلګۍ یی په ځان لري داغوره بولي چي د اپوزیشن پنوم دشاتګ لارولري.
اوس دولس داندیښنې ټکی په غیری قانوني ډول ددي ډلګۍ لخوا دامتیازاتواخیستل دي ځکه ملت په ولسواکي باورلري  اونورله زورواکۍ په رښتیا ستړی شویدي ، که ښه ځیرشوهمدا نقطه دخلکوداندیښنو دثقل مرکزجوړوي ؛ ځکه دنړۍ په سیاسي ادبیا توکی ولسواکي اوزورواکي یود بل متضاد مفا هیم دي اوهیڅکله تریوه چت لاندي نشي ځایدای ؛ د نظارډلګۍ همدې  په غم لړلي عادت پرون هم ملت ځورولی وواوپه لسګونوزره بیګناه ا فغا نان یی په شهادت ورسول ځکه دا ډله په هیڅ ډول په ولسواکۍ باورنلري اودولس له هغه نفرت څخه چي ددوي په وړاندې یی لري ښه خبردي اوله بلې خوادایراني اخوندانوفرما یشات هم له پا مه نشي غورځولی  .
له بده مرغه ډاکټرغنی ته به لوی سرخوږی همدا ډله وي اوله هرې ممکنه لارې به هڅه کوي ترڅوداصلاحاتولاره ډب کړي ؛ دفساد په مخنیوي کې خنډونه وزیږوي ، خپلي په زرګونه وسله والې ډلي یا همداسې ژوندۍ وسا تي اویا یی د محلي پولیسوپه کتارونوکې راونغاړي ؛ د نشه ایزوتوکو په وړاندي مبارزه له ستونزوسره مخ کړي ځکه دوي یی په میلیاردونوډالرله انتقا ل څخه ترلاسه کوي ، ددولتي غصب شویوځمکوپه بیا لاسته راوړنه کې به جدي ستونزي جوړوي ، دسولي راوستل به له ستونزوسره مخ کوي ځکه پدي ډول به دوي ځیني امتیازات بیا له لاسه ورکوي ، دخپلو مفسدو چاوراکوپه ګوښه کیدوبه لانجي جوړوي شنه نارنجي اوداسې نورحرکات به پیلوي ؛ دکا نونوپه رایسنته کې به خپله برخه غواړي ، دولایا توپه ویش کې به ستونزی زیږوي لنډه داچې دولسواکۍ ستونی به مروړي اوهڅه به کوي ترڅوزورواکي وسا تي او دا غوړه مړۍ له لاسه ورنکړي .
اوس مهمه پوښتنه داده چې آیا ډاکټرغنی به داانډول څنګه وسا تي ترڅوهم دولس هیلي تریوه بریده سرته ورسیږي اوله بل لوري ورو ورو ددي لنډه غروزوراوبه شي هغه څه چې کرزي ونه شوکړائ؟!
ما ته دیوه افغان پتوګه د امید یواځینی څرک د ډاکټرغنی وړتیا ، ښه مدیریت ، جدیت ، پا کي ، ښه پلان ، اودرښتوني ارادي شتون دی اوهمدا لاملونه وو چې ولس په پراخه توګه باورپرې وکړ ؛ اوزه دهغودوستانوله توندو اوتیزوخبرو اوغبرګونونوسره موافق نه یم چې لري یی ، اوس نوباید ډاکټرغنی ته وخت ورکړو چې خپله وړتیا ثا بته کړي اوله وخته وړاندې قضا وتونو څخه ډده وکړو اوباید هڅه وکړوچي هرڅه دحقیقت په زره بین کې ووینواوپه نیږدي راتلونکي کې د معجزي تمه ونلرواونه هم له اجرایوی پسته ببوجوړکړوځکه داجرایوی پست ریس به دولسمشرترنیغی څارني لاندي خپلي ټولي دندي پرمخ وړي اوله قانون څخه پورته دڅه کولوحق نلري ؛ نو ټول باید په هغه توګه چې دټاکنوپه مهال مو د مسولیت احساس وکړهمداسي له حکومت سره دمرستي په روحیه راولاړشوترڅوپه راتلونکوټولټاکنوکې ددي لنډه غروله شره دا هیواد وژغورواوثا بته کړوچي موږدډیرو مثبتو بدلونونووړتیا لرو .