د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسی بزنس

نصرالله احمدزی 20.09.2014 13:42

سکاټلنډ کې څلوریشت ساعته وروسته د خپلې واکئ د ریفرنډم نتیجه اعلان شوه خو کابل کې خبره له شپږو میاشتو واوښته .
څوارلس کاله کیږي یوه شرمیدلۍ خونړۍ ،قاتله ،درواغجنه، پلیته او فاسده  ډیموکراسی افغانستان ته راغلې ، تر اوسه یوسل یوڅلویښت د بربنډو جنسي تیریو داسې پیښې له ځان سره لری چې کره شواهد او مستند تلویزونی او عینی شواهد يې ترمخ پراته دي خو مجرم ته سزا ورنکړل شو ، هغه نیکټايواله نړیوال غله او ماشیني بریتور جنرالان چې شپږ میاشتنې کورس نه روسته ورته ترفیع ورکړل شوې دي هم پکې شریک دي چې د دوي له ډیموکراسي (لوچکبازاریو) د مخه يې د استاد ربانی په حکومت کې د مکرویانو د مظلومۍ شهیدۍ ناهید دردونکې پیښه په شد او مد هره لیکنه کې په مجاهد او جهاد د نقد په خاطر  یادوله خو نن داسي  غلې دي چې ته به وايې افغانستان سویس ده هیڅ انقلاب دلته نشته.
ولسمشر کرزی په مډال او فرمان ورکولو کې نور محمد تره کی خو پریږده نړۍ کې سیال نلری  هر څه يې بې ارزښته کړل خو فرمان يې له دفتر باندې ناچله ده ،افغانستان نړیوال فساد  ترفیع  سر  په  سر  تر  لاسه کړه ،  په ځیني تلویزونونو کې لوچکبانډاري بس یوازې  دا پاتی ده چې د تلویزون په پرده  هغه خپل شئ  د هغۍ  په  هغه آغه کې ....... کړي  نور هرڅه شته ، د چوکیو خرڅلاؤ  عام  ده ، د لویو  لارو  چوکیئ او چوکونه  خرڅیږي ، امر او فرمانونه  وار  د مخه مارکیټ   ته  وړاندې  شوئ  وي ، پوځ  او  پولیس  په څو  ډلو ویشلي او  بیا  ویلډینګ  شوي خو د ضرورت په وخت کې به د ګنډیریو  په څیر  وفاداریانې ماتې کړي .
په نظامی کړنو او پیلان کې خو  له جنرالانو  د دوي مخالفین  ډیر  تیز او زیرک دي  رحیم وردک او کریمی خو چې جشن ته ځان جوړ کړي نو تیار  د بنوڅیو راکټ لاری ترینه جوړې شي او رحیم وردک خو داسی ستمي کوي چې ځان سم وړاي هم نشي ، بله خوا بریتور جنرالان هاها بګیلان  بیا آزمیښت کوي .
ټاکنې خو ماشاالله خپله همدغو وشرمولې چې دا دوه لسیزې اروپا کې ناست و او ډیموکراسی ډیموکراسی يې خوب کې هم لکه د قلبی غوایان چې شخوند وهي نارې وهلې ، شپږ میاشتی کې نتیجه نده راوتلې توبه خدایه توبه دا حکومت، دا ملګری دا شریکبڼاڼ يې ولی شرم نلرئ خدایه نور لعنت هم پرې راوله ، لقبونه ، تغمې په سینه مډالونه او ستارې دا کوم قیامت خو لیاقت يې بیا له ټر سره برابر.
د ټاکنو ډرامه کې حامد کرزی هم شریک ده او هم يې ملی مسؤلیت ادا‌ء نکړ ، خاموشي د ښه مدیریت ثبوت نده بلکه د تباهی سمبول و او ده ، اوس هم په چنو او معمیلو بوخت ده حیران یم څنګه ریس جمهور يې چې دغه وخت کې هم پټه خوله يې ؟ .
ددفاع وزیر وايې پوځ له سیاست ګوښه ده دې لعنتي ته وګورئ ولس ورته ماشوم بریښي که رښتیا بیطرف يې داسی یو ابتکار وکړه لکه د پاکستان پوځ يې چې د ولس او هیواد لپاره کوي سمدستی پوځ کوڅو ته راوباسه کمیسون ته ووایه نتیجه اعلان کړه ناکام ته ووایه د سړی زوي شه او کامیاب ته ووایه حکومت جوړ کړه پوځ نور دا خرکوس بازاري نشي زغملئ نو دې ته وایې بیطرفه پوځ .
شورای نظار وايې که پروسه خرابه هم شی بیا هم لومړی معاون قانونی ده ، دفاع وزیر زمونږ ، پولیس زمونږ ، ملی امنیت زمونږ او د ضرورت په وخت کې کوڅه ډب وسلوال زمونږ چې نیمه پوځي غیر رسمی او ثبت شوی پوځ هم ورته ویلې شو.
داخیله وزیر وایې : د کابل کوڅه ډبو وسلوالو په ضد مو ځکه اقدام ونکړ چې تر اوسه پدې هکله کومه پالیسی موجوده نه وه هاهاهاه څومره شرم یعنی قانون د دوي د مخنوی حکم نکولو ، غلا ، قتل ، ټولنیز امنیت ګواښل ، د ریس جمهور عکس څیرول ، قومونو او نورو سیاسی ګوندونو ته ښکنځل کول تر اوسه جرم نه وو خو لدې روسته يې نشو منلي ، موږ به یو کال نور هم صبر وکړو چې د شورای نظار او د حامد کرزی د سیاسی شریکباڼو او معمیلګریو د مرګ تاریخ بیا راشي چې وزیر داخیله خپل مسؤلیت وپیژنی زه خو وایم ښه به وه چې ویلی دې وايې له شورای نظار ډاریدم ټول پولیس او خپله کوڅه ډب د همدوي دی چې د خدای ج زور پرې بر نه وی زما خو هیڅ د لاسه نه کیږي.
ولسمشر له امریکا غواړی چې د ټاکنو پایلو کې مرسته وکړی .
سیاسی نبوغ ته د ولسمشر ناکامه هڅه : ارګ کې ودانی جوړه شوه نوم يې ورکړ ولسمشر خپل کور د ارګ میلمستون ته ډالۍ کړ ته به وايې د پلار او نیکه جایداد يې و ملت ته يې ور وبښلو له دې بورته اداری فساد به څه شی وي دشتې خو دې ټولې سیاسی رشوت کې د فرمانونو په بڼه لیلام کړې اوس په ارګ کې هم غصب ؟ طرفداران یې به شد او مد داسی تعریفوي ته به وايې په لاس ګټلې يې ملت ته ډالئ کړه اي نادانو شرم ده پټه خوله ونیسی دا اداری فساد ده ، غصب ده ، چور ده ، مالی فساد ده ، زه خو وایم ارګ کې دوه کورونه(قصرونه) نور هم جوړ کړئ او د شاهشجاع او ببرک کارمل په نومونو يې ونوموئ .
ښاغلی شپون ۱۴ کاله روسته په تلو تلو کې نازوي چې اصلآ  یوه جعلی لورینه ده چې بیا به ولسمشر پخپل راتلونکی چاپ کیدونکی کتاب کې دا رنګین عکسونه چاپ کړې فکر کوي تاریخ او ملت ړوند دی ، خو بوش او ټومی فرانکس او.... ۱۱کاله د مخه ونازول ، هغه اسدالله دانش ،زبیر شفیقی او ګلبدین حکمتیار خو هم د فرهنګی خدمت غرونه ودرول چې افغانستان وي څوک به يې انشاالله ونه نړوې پکار خو وه چې لږ ناز او پیاز.
تیرو شپږو میاشتو کې څه د پاسه دیارلس (۱۳) ملیارده افغانی افغانستان ته صدمه ورسیده او ۸۰٪ سرمایه ګذاري کمه شوه ، نن خبر نشر شو چې په ایتلافی حکومت او د قدرت په ویشه  درې  واړو  ډلو (غنی ، عبدالله او کرزی) ګروپونو توافق وکړ خو په جنرال دوستم می زړه خوږ شو چې د شورای نظار مقابل کې  یو خنډ  ده ، ډیموکراسی ، ټاکنو، اساسی قانون ، ازادې ، ملی روحیه ، ملې ګټو ، روشنفکرانو او صاحب کمالاتو، سوله شورا،علماء شورا ، دواړو جرګو،ستره محکمه ، مصلحتی او یو طرف ته کګږۍ  کابینې ، جنرالانو،  سیاسی مداریانو او ملی امنیت او... له ټولو پرتوګونه ووتل خوند یې  وکړ اوس یو نوئ تلویزون ضرورت ده چې دوي پسې ډرامې جوړې او نشر کړی .
دوی به ویل حکمتیار او ملاعمر دي اساسی قانون ومنی ، احترام دي ورته وکړې بالا را دي شي خدای دې راولي سړکان مو راجوړ شول جونه مو مکتبونو ته ځئ تلویزونو کې مو شکر ده تقریبآ نیمه سیکس نشریږی ، بهرنیان پخپل سر افغانستان ته ځئ او راځئ ویزه ته هم ضرورت نشته روابط مو دونه حسنۍ حسنه دي .
خو چې د شمال ټلوالې او حامد کرزی مرموز او څرګند واک وننګول شو نو خپله يې اساسی قانون مات کړ.
پرتوګ دي راوړ سوړې سوړې چې هره سوړه دي ګنډم خندا راځینه.
خدای ج دي دا ایتلافی رژیم پخیر ټینګ کړی نور خو د ګاونډیو او نړۍ کې افغان تبعه دومره سپک ګڼل کیږي چې اوس په سرحدونو کې پرې ایرانیان خپل جنسی او شهوانی قوت سړوی ، په نوي حکومت له پخوانی خوښ یم چې نسبتآ لږ به ښه وي مخکې خو هر څه شورای نظار  و زما خو د ددولت مینه پرې نه راتله.
به اخر کې یو ځل  خپل رب ته د دعا لاسونه لپه کوم چې خدایه دروند او با وقاره شخصیت حکمتیار صیب ته اوږد عمر او برکت  ورکړې که د شمال ټلوالې زور يې نه وايې اوبه کړئ اوس به مو سه  بد  حال و .
طالبان ۳۵٪ او حزب اسلامی ۱۵٪ د تیرو څوارلس کلونو غمیزې مسؤلیت په غاړه لري په احترام

۲۰/۰۹/۲۰۱۴