نظم
11.08.2014 11:45همیش یو ستا دلاسه در په در او خوارو زاره
نور له مونږه څه غواړی ظالمه ستمګاره
څلور لسیزی کیږي ستا شر موږ ته رسیږي
نور موږه لږ پریږده په ارام د خدای لپاره
قاتل د ټول بنګال یی ظالم ته بی مثال یی
د ظلم او وحشت دی همیشه نیولې لاره
دوه مخی دی سیاست دی ټول ډک له رزالت دی
بی رحمه منافقه بد عمله تخریب کاره
کشمیر دی ټول تباه کړ په غم دی مبتلا کړ
دا ټوله منطقه ده ستا دلاسه ناقراره
په نوم تش مسلمان یې دښمن دهر افغان یې
رالیږې تالي څټی وران کارۍ ته دوام داره
پښتون وینی څښی ته بلوڅ له منځه وړی ته
هم سند دی پنجا بیه ډیر له تا ځنی بیزاره
انګریز مکاراولاد یې ته ډوب ټول په فساد یې
خدای دی دا نړې کړي نوره تا ځنې وزګاره
د بل په وینو پایی هر چا ته کربلا یی
بی ننګه بی غیرته ټول اسلام دی کړو داغداره
ستا شتون نور نه د زغم دی خاص موږ لپاره غم دی
بدل به درنه اخلو تا پریږدو کله لنګ ماره
نوی زره عسکر ستا بی ننګه وو لښکر ستا
هندوانو ته تسلیم شول بی له جنګ له خپله ډاره
وطن می ورانوی ته ځوانان می قتلوی ته
زموږ په بد حالت ولی خوښی کوی مکاره
ساپي د قام قاتل یی دښمن زموږ اول یی
نژدې ده نه ده لری سر به خپله خورې مرداره