د ژوند نه انتظار
02.08.2014 13:36ښکلي بڼونه یي لا هم شته خو مالیار نه لري
لیلی هغه ده خو لا هغه شان سینګار نه لري
دغه طبیعي بېوفایي د ژوند ملګرې ده تل
ځکه پوه خلک پرې باور او اعتبار نه لري
د نن ځوانۍ کې د سبا ځړښت د نن نه پروت دی
د دې قانون همدغه کار دی بل هیڅ کار نه لري
ښیسته ماڼۍ ده پخوانۍ خو لا اوس هم پاتې ده
چې ده محصول د چا د لاس هغه معمار نه لري
هره شیبه لکه برېښنا د ژوند چټکه درومي
رابندول یي په هیڅ بڼه هیڅ مهار نه لري
د شګو بند د سیلاب مخه شي نیولی کله
که افلاطون شي هم د دې کار ابتکار نه لري
نو ښه به دا وي چې دا عمر په دوستۍ کې تېر شي
(اشنا) د ژوند نه بله هیله او انتظار نه لـري