د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که دچا هغه ورځې په یاد وی

عبدالرووف لیوال 07.06.2014 12:27

د۱۳۷۱م کال دچنګاښ میاشت کله چې د (شفیع دیوانه) ډله په دریمه کارته کې یوه کورته ننوځی ، دکورټول اوسیدونکی دراکټونو او ګولیودباران له کبله کور پرایښی اوبلې خواته تښتیدلی  ، یوه بوډۍ انا چې دنوی کلونو په منګ به وه له دې کبله چې تلی نشی ،په کور پاتې ده دکورنورکهول کله چې هغه بیوله ، ډیرې زارۍ اوننواتې یې ورته کړی ( موږ تا په شا باندې وړو) خوهغې نه ده منلې (که مرم همدلته به مرم ، بچیانو تاسوځان باسی ) بوډۍ ته دومره یو څورئ نږدې ایښول شوی ، چې څوورځې پرې ګذاره وکړی ، څو تنه چې کلشینکوفونه اوراکټ لانچریې پر اوږو دی ددیوال له سرنه ، انګړ ته راټوپ وهی اوسیده دبوډۍ خونې ته راننوځی ، لمړی بکسونه لټوی ، بیا وروسته بوډۍ ته وایی چې (قروت کجا یه؟) بوډۍ ورته وایی زمنو ! (موږکورت نه لرو ).
وسلوال خپل مینځ کې کټ،کټ په خندا وایی ( خودش یه ) هغوی دبوډۍ پرمخ په یوه بوتل کې اوبلن شیان چې ځان سره یې راوړی ، پاشی ، څو شیبې وروسته بوډۍ سورې نارې وهی ،(اوه !خدایه مخ مې اورواخیست ) بوډۍ ترسبا سهاره په یوه کریکه او چیغه شپه سبا کوی .
سباته دهغې یو خپلوان راځی ، که ګوری چې کورتالا اوبوډۍ انا په کریغو ده ، هغه ژر په نریو لارو اوکوڅو پر خپله غیږ اوشا باندې انا ترجمهوریت روغتون رسوی ، خو په خواشینۍ سره چې دبوډۍ انا ټول مخ د تیزابو له کبله شړیدلی اوسترګې یې هم څه نه وینی .
دادهغوورځو یوه لنډه یادونه وه ، چې خلک یې باید په یا د ولری