د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشوکا،‌ ملاعمر او ابوذر - وجدان به چیرې وي؟

اکمل داوی 21.04.2014 11:34

دا ما څه کړي؟ دا که بریا ده، نو ماتې څه شی وي؟ دا بریا ده که ماتې؟ دا انصاف دی که بې انصافي؟ آیا دا میړانه ده که تارومار کبدل؟ آیا د بیګناوو ماشومانو او ښځو وژل بهادري ده؟ آیا ما دا هر څه د امپراطورۍ او د سوکالۍ د پراختیا لپاره وکړل که مې د نورو د پاچاهې او واکمنې د ورانولو لپاره؟ چا خپل د ژوند شریک له لاسه ورکړې، چا پلار، چا اولاد، چا نه زیږیدلی ماشوم...دا د مړو خرمندونه څه دي؟ آیا دا د بریا څرګندوې دي که د ماتې؟ آیا دا لاښخورونه، کاغان، بازان د مرګ او وباوو پیغمبران دي؟

دا د ستر اشوکا د پښیمانۍ هغې نارې سورې وې چې له نن شاوخوا ۲۳۰۰ کاله وړاندې د کالینګا له جګړې وروسته یې تر خولې راووتې. اشوکا د کالینګا (د هند د اوسني اودیشا ایالت) د ګټلو په جګړه کې تر ۱۰۰ زره کسان ووژل او څه باندې ۱۵۰ زره نور یې بې کوره کړل. له جګړې وروسته، امپراطور اشوکا د کالینګا ښار ته ووت او د خپلې بریا پایلې یې له نږدو ولیدې - د مړو خرمندونه، ویجاړ کورونه او سوې کروندې.

دغې منظرې د اشوکا پر روان ډیر دروند تاثیر پریښود او له هغه نه، له  ورانکاره امپراطور نه، یې یو ستر بشرپال او مهربان انسان جوړ کړ. د کالینګا له غمیزې وروسته اشوکا نه یواځې له جګړو لاس واخیست بلکه واکمني یې انساني خیرښیګڼو ته وقف کړه او آن د امپراطور په پخلنځي کې بیا غوښه پخه نشوه.

د کالینګا له جګړې څو کاله وروسته امپراطور اشوکا هم له نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. د هغه ستر عقلاني میراث، د ځینو تاریخپوهانو له انده، د جګړې او انساني وینې-تویدنې پوچوالې وه.

په اشوکا کې ژور بدلون هغه مهال رامنځته شو چې وجدان یې د جګړې پایلو ته مخامخ ودرید - مړي یې ولیدل، د کونډ او یتیمانو ژړاوي یې واوریدې، او د سوځل سویو کورونو لوګی یې تر پوزه شو.

د کالینګا له غمیزې وروسته د هند نیمه قارې او شاوخوا سیمو یې ګڼې نورې سترې جګړې  او د انسان په لاس جوړې شوې ناخوالې ولیدې خو باچاهانو او ولسمشرانو کې د اشوکا په څیر وجداني هیښتیا د چا په برخه نشوه.‌

د دغه ډول جګړه مارو واکمنو په کتار کې یو هم ښايي ملامحمد عمر آخند وي چې آن خپل مخ ولس ته نه ښیي خو د انسان وژولو او د ورانیو فتواوي ورکوي.

د ملاعمر له انده، خداې ده ته امر کړی چې د جهاد په نامه بیشماره انسانان ووژني. د دغه ډول آسماني او الهي ماموریت دعوا، د تاریخ په اوږدو کې ګڼو نورو واکمنو هم د واک د ترلاسه کولو یا د واکمنۍ د پراخلو لپاره کړې.

ښايي نه له ملاعمر او نه له بل چا سره د هغو قربانیانو کره شمیره وي چې د افغانستان په سیاسي او پوځي منډوتړلو کې د ملاعمر د ورګډیدو راهیسې وژل شوي دي.  

خو د ملاعمر د جګړو د ځینو قربانیانو تراژیدي د افغانستان د اوږدې غمیزې داسي بیسارې بیلګې شي چې د نړۍ په هره لویشت کې له هر رنګه، هر دین او هرې ژبې خلک ځوروي.

همدې لړ کې، دوه کلن ابوذر تیره اوونۍ له اوږدې او خورا پیچلې درملنې وروسته له روغتون نه رخصت شو.‌ ابوذر د خداې بخښلې سردار احمد او خداې بخښلي نیلوفر هغه دوه کلن ماشوم دی چې تنکی وجود یې  د دریو مردکیو ښکار شو خو خداې ژوندې وساته. ابوذر د نوې لمریز کال په شپه له خپلې مور،‌ پلار، خور او ورور سره په سرینا هوټل کې ډوډې خوړه چې ټوپکوالو ورباندې ډزې وکړې. ابوذر نه پلار لري،‌ مور، نه خور او نه هم ورور.‌

که چیرې ملاعمر دغه خونړۍ جګړه وګټي نو هرومرو به د خپلې باچاهۍ د بیا ترلاسه کولو لپاره ډبر خوشحاله شي خو که همدغه باچاهي ټوله ابوذر ته ورکړي، ابوذر به یې ښايي د مور او پلار د یوې شیبې غیږي لپاره پریږدي. د ملاعمر دغه باچاهي چې د یوه ماشوم پر شونډو موسکا رانولي، څومره ارزښت لري؟

او که یوه ورځ ملاعمر له ابوذر سره "سترګه" په سترګو شي نو د اشوکا په څیر که نه وي نو آیا د یوه عادي انسان په توګه به یې د وجدان په نامه یو څه وځوروي؟