د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولټاکنو د نتایجو احترام باید وشی

عزیزالله (حقپال) 13.04.2014 13:45

زموږ ګران وطن د 1393 کال د وری د شپاړسمی نیتی د جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو ته د استازو د ټاکنو بهیر له پخوا په شه توګه تر سره شوي او همدارنګه زموږ هیوادوالو هم د تیر ځل بر خلاف په پراخ ګډون کولولو سره خپله راییه د خپلی خوشی نوماند په ګټه وکاروله . که څه هم یو شمیر درغلی او تیروتنی شوی دی خو د ټاکنو او او د ټاکنو شکایاتو کمسیونونه به حتمأ هغه څیړی او پاکی و سوچه رایه به له تقلبی رایو جلا او نتایج به د هیوادوالو د خبرتیا لپاره اعلانوي،
پدی کی شک نشته چه جمهوری ریاست ته ټول نوماندان زموږ د ټولنی د هغو شخصیتو څخه بلل کیږی چه ورباندی حساب کیږی او د هیواد د ترقی پلاره کی رول لوبولی شی دا زموږ د تولنی شخصیتونه دی او د تولو احترام وشی
خو خلکو او اولسونو ددوی ترمنځ د شه او کاری تیم دموندلو لپاره د ټولو نوماندانو کاری پلانونه کتل او د هغوی د کاری وړتیا له مخی د خپلی خوشی نوماند پیدا کوی او هغه ته خپله راییه ورکوی چه خوشبختانه په سږنی ټولټاکنو کی یی د دی اصل په پام کی نیولو سره راییه استعمال کړه
که څه هم د مخکنی دور (2009) د انتخاباتو په تناسب د درغلیو ګچه تیټه ده خو درغلی شوی تیروتنی شوی او تقلبی راییی کارول شوي دا د دریو زرو زیات شکایتونه ددی ثبوت دی ، ولی موږ باور لرو چه د ټولټاکنو خپلواک کمسیون او د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون به دا شکایتونه وڅیړی طبعی ده چه تقلبی راییی به له اصلی راییو جلا کوی او زموږ ارزو ده چه دا د شکایتونو د بررسی پروسه شفافه او بی پرې وی تر څو د خلکو او اولس د هغه راییو احترام شوی وی چه د دیرو سختو امنیتی ګواښونو سره سره ی راییی وکارولی
دادی نن او سبا د تولټاکنو قسمی او بیا ورسته نهایی نتجی د انتخاباتو د کمسیون لخوا اعلانيږي شکاره خبره ده چه یو به ګتونکی او نور پاته نوماندان به بایلونکی وی
ګرانو هیوادوالو زموږ هیواد چه د څو لسیزو جګړو له امله دیر خراب شوي کونډی او یتیمانو لشکر ورځ به ورځ لوی شوی خوانان مو شهیدان او معیوب شوی دیری خوندی وراری او دیری مندی بورې شوي دی ماشومان مو له تعلیم وتربیی پاته شوی پردی هیوادو ته په میلیونو افغانان مهاجر شوی ټول هیواد او ټول هیوادوال زخمی زخمی دی او له بله طرفه د مملکت چاری د مفسدینو لخوا ، د مافیایی تمونو او باندونو لخوا او د جنګسلار په قبضه کی د تولو ناخوالوته د پای دپیداکیدو او زخمونو ته د ملهمو د لګیدو په ارزو د انتخاباتو قسمی او وروسته نهایی نتجي د دموکراتیکو اصلو له مخی په پراخه تنډه ومنی . هغه کسان چه د تاکنو په نتیجه کی بریالیشوی ندی خپله او علاقمندان یی باید په دیره وطنی مینی سره و ګټونکو ته د بریالیتوب مبارکی ورکړی او ددی درند بار چه هیوادوالو ته دخدمتکولو بار دی دتوانمندی ارزو وکړی
هر کوم یو نوماند چه د خلکو په راییه بریالې راوځی باید مغرور نشی د رکیکو کلیماتو داستعمال حخه پرهیز وکړی چه زخم منځ ته راوړی ځکه چه خلکو د زخمو ته د ملهمو د ایشودلو پخاطر راییه ورکړی نه د زخم منځ راوړلو په منظور . دهغه ناکامو نوماندانو وړ او لایق کسان او د هغوی د تیمونو وړ کسان و خپلی همکاری ته راوبولی تر څو په ګډه د وطن په ابادی او شیرازی کی سره برخه واخلی دا تجربو ثابته کړی چه دا ویجاړ شوی وطن د یو تیم او یو حزب او یا دیو قوم په کار او پیکار نه ابادیږی او له بلیخوا دا هیواد نور د بیځایه اییتلاقو قربانی هم نشی بلکه د شه استعدادون او پاکو افغانانو په ګډه همکاری، لاس ورکولو او اوږه ورکولو سره د ترقی او پشرفت اوږده لاره ووهی
زه ډ رڼو تولټاکنو په نتیجه کی بریالی نوماند ته چه د هیواد راتلونکی ولسمشر به وی د زړه له کومی مبارکی وایم او د تولو هغو کاندیدانو او د هغوی د کمپاین کونکو له دوستانو غواړم چه د نوی منتخب خمهور ریس سره د وطن د ابادی پلاره کی براخه همکاری وکړی

دیو اباد افغانستان په امید
عزیزالله (حقپال)