د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نقیب الرحمن لکڼول 04.04.2014 11:49

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په هسکه څوکه مې شمله پاتې شوه
اشنا په خوله کې مې ټپه پاتې شوه

ما چې راتګ ته يې کلونه تير کړل
ها کبر جنه يوه شپه پاتې شوه

ډيرو رنګونه په ځانو وشيندل
هغه تر اؤسه پښتنه پاتې شوه

ماسره بخت سمه ياري ونکړه
زما دژوند نوي نقشه پاتې شوه

وخت يې په خوله باندې لاسونه کېښول
د نقيب سوي زړه ناره پاتې شوه