د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملت ملي مترقي ګوند لخوا د ډاکټر اشرف غني احمد زي ملاتړ

عبدالمالک 21.03.2014 13:17

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د افغان ملت ملي مترقي ګوندلخوا د ډاکټر اشرف غني احمد زي په ملاتړ غونډه
پرون دچارشنبې په ورځ د ۱۳۹۲ لمریز کال دکب په ۲۸ مه د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوه . د یادونې وړ  ده چې دې ګوند نږدې یوه  نیمه میاشت وړاندې  په رسمي توګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي  نه خپل ملاتړ اعلان کړی او انتخاباتي کمپاین یې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې دوام لري . 

په یاده غونډه کې د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشرتابه او غړو سربیره د کامې ولسوالۍ په سلګونو قومي مشرانو ، ځوانانو ، د مدني او فرهنګي ټولنو استازو او په ګڼ شمیر کې نورو عامو وګړو ګډون درلود . غونډه د قران مجید د مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه . د افغان ملت ملي مترقي ګوند کدري غړي استاد رحیم الله  د غونډې ګډون والو ته هرکلی وییلو او د غونډې اهداف یې بیان کړل .

د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر دیپلوم انجینیر اجمل شمس  د تیرو پنځوس کالو راهیسې د ملي ګټو د ساتنې لپاره  د  دې ګوند په نه ستړی کیدونکو هلو ځلو رڼا واچوله . ښاغلي شمس وویل چې راتلونکې ټاکنې د هیواد لپاره سرنوشت ټاکونکي دي  ځکه چې راتلونکي کلونه د تیرې لسیزې نه ډیر توپیر لري او زیاتې ننګونې به ولري نو په دې اساس هیواد وال باید د ولسمشر په انتخاب کې ډیر دقت وکړي . ده زیاته کړه چې  افغان ملت ملي مترقي ګوند د لوړو ملي ګټو او دیو نیکمرغه افغانستان په خاطر  د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړی او د دې ګوند هر اړخیز کمپاین دوام لري . شمس وویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د نړۍ په کچه دویم مفکر نومول شوی چې د ټول هیواد لپاره یو ویاړ دی . ده وییل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر ټولو غوره نوماند دی او دوی پوره باور لري چې افغانستان به د ډاکټر اشرف غني احمدزی په مشرۍ کې د یو روښانه راتلونکي خاوند شي .

دیپلوم انجینیر اجمل شمس  وویل چې دی ډاکټر اشرف غني احمدزی د ده او دګوند لپاره يې د ورور او مشر حیثیت لري او د ده د سلاکار په صفت ورسره نږدې پاتې شوی او د ده شخصیت ، پوهه ، اسلامیت او وطنپالنه ورته ثابته شوې . ښاغلي شمس په پای کې په ټولو هیوادوالو او په خاصه توګه د ننګرهار او کامې په اوسیدونکو غږ وکړ چې  راتلونکو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی ته رای ورکړي .

ورورسته د ګوند منشي وصلي خان ملاخیل د ډاکټر اشرف غني احمدزي په هراړخیز شخصیت او د ده په ملي خدماتو رڼا واچوله او د ده مفصل ژوندلیک یې د غونډې ګډون والو ته  بیان کړ . پدې سربیره نورو فرهنګپا لانو او ځوانانو هم  د راتلونکو ټاکنو په اهمیت او د ډاکټر اشرف غني احمدزی په شخصیت خبرې وکړې . غونډه د قران مجید د مبارکو آیتونو په لوستلو پای ته ورسیده او د ډاکټر اشرف غني احمدزی د بریالیتوب لپاره پکې د لوی خدای له درباره دعا وغوښتل شوه .