د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرنې د کار پوهانو د ټولنې د خواخوږۍ پيغام

د کرنې د کارپوهانو ټولنه 12.03.2014 17:17

د پوهاند ډاکټر سیداميرشا حسنيار د مړينې له کبله د افغانستان د کرنې د کار پوهانو د ټولنې د خواخوږۍ پيغام

کابل – افغانستان
په ډېري خواشينۍ سره موخبرتر لاسه کړ چي د کابل پوهنتون د کرنې د پوهنځي استاد، پوهاند ډاکټرسید اميرشاه حسنيار وړمه ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٧٠ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړی. انا لله و انا اليه راجعون.

ارواښاد ډاکټر حسنیار یو له هغو متفکرو استادانو له ډلې څخه و، چې د کرنې په ډګر کې یې څو لسیزې د هیواد ځوان توکم د کرنې نوو علمی تخنیکونود ترویج د پرمختګ له پاره روزلي دی.
د افغانستان د کرنې د کار پوهانو ټولنه د ارواښاد پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار مړينه د هیواد، کابل پوهنتون او افغان ملت له پاره یوه ستره تشه بولي، چې په روان ګونګ بهیرکې یې بدیل ګران بریښي او تر ډیره بریده به د علمی تشې په توګه پرخپل ځای پاته وي. .

ټولنه ارواښاد سیداميرشاه حسنيار ته د فردوس جنت، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو اوخپلوانوته د لوی خدای ج له دربار څخه د زړه له تله صبر غواړي. د کرنې د کار پوهانو ټولنه د کرنې د کار پوهانو په استازيتوب، ، په دغه درانه غم کي د ارواښاد د کورنۍ سره ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندي کوي. .

په درنښت

دافغانستان د کرنې د کار پوهانو ټولنه