د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځوان نسل کانديد

خليل کمال 08.03.2014 10:20

د ځوان نسل کانديد 

خلیل کمال

د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې هم کاندیدانو د ځوانانو د ژوند د ښه کولو ژمنې کولې، دادی اوس هم کاندیدان د ټولنې د همدغه متحرک قشر د جلبولو لپاره غوړې غوړې ژمنې کوي، څو د دوی په احساساتو راولي او په مټو قدرت ترلاسه کړي. خو یوه خبره باید یاد وساتو چې زموږ د اوسنيو ځوانانو په افکارو او له سیاست نه دهغو په انګېرنو کې تر پخوا ډېر لوی بدلون راغلی دی. دوی اوس د کاندیدانو برنامې څارې، په خواله رسنیو کې پرې بحث، نقد او انتقاد کوي. دوی اوس په تشو وعدو نه غولیږي هغې برنامې او کاندید ته ترجیع ورکوي چې د دوی په ژوند کې د بدلون لپاره عملي پروګرام او قوي اراده ولري.  ولسمشرۍ ته په اوسنیو ولاړو کاندیدانو کې ډاکتر اشرف غني احمدزی هغه څوک دی چې تر نورو زیات يې د ځوانانو پام ځان ته ور اړولی دی. دده انتخاباتي برنامو او تېرو کاري تجربو ته په کتو دا مهال په ټولنه کې د ځوان نسل د کاندید په نامه شهرت لري.

 ښاغلي غني ویلي و، چې په راتلونكو پنځو كلو كې بايد دولتي اداره ۵۰ په سلوكې نوي نسل ته انتقال شي. يوه لويه پانګونه  به يې په پوهنتونونو باندې وي، د هغه په باور زموږ پوهنتونونه بايد د انسانانو په فاريكو بدل شي. ددې په خوا کې د یو میلیون کاري فرصتونو د رامنځته کولو ژمنه يې هم کړې ده. ممکن دغسې ژمنې نور هم وکړي، خو زموږ لوستي ځوانان په دې پوهېږي چې دا کار څوک؟ څنګه؟ او په کومې امکاناتو کولای شي؟

 ډاکټر غني په يوې غونډې کې ویلي و: دی ویاړې چې د ځوان نسل په کاندید مشهور دی، د ډاکټر غني په باور ځوانان هغه اكثريت دى چې په سياسي او اقتصادي اقلیت بدل شوي دي، تر هغو چې دوى په يو سياسي او اقتصادي اكثريت بدل نشي، په دې خاوره كې نه ثبات راځي او نه هم سوکالي.

 

ډاکتر اشرف غني د یو وګړ پيژندونکي یا انټروپولوجیست په توګه تر بل هر چا دغې مسالې ته په ژوره نظر کتلی شي، د ټولنیزو علوم ماهران په دې باور دي چې په محرومو اقشارو کې تر بل هر چا د جرم او جنایت کچه لوړه وي، همدا اوس چې کوم جرمونه  او جنایتونه کېږي، یا هم د مخالفو ډلو سره څوک ملګري کېږي د پولیسو او نورو شمېرو له مخې اکثره په کې له اوزګار او د لري پرتو سیمو له محرومو ځوانانو استفاده کېږي. دا هغه ځواک دی، چې د یو ښه پلان او حکومتي مدیریت په اساس کولای شي چې مثبت لوري ته سوق شي، کله چې دوی په کارونو وګمارل شی، د زده کړو فرصتونه ورته چمتو شي او د روښانه راتلونکي زیری ورکول شي، ښکاره خبره ده چې په سولې او ثبات به يې اغېزه مثبته وي.

 

 د یو اټکل له مخې د افغانستان ټول نفوس شاوخوا دیرشو ميليونو تنو ته رسيږي، چې په دې کې اويا سلنه ځوانان جوړوي، د افغانستان د سر شمېرنې د مرکزي ادارې د ارزونې له مخې ويل کېږي چې د پنځوس سلنې زيات وګړي د دیرش کلنو ښکته عمر لري.

ډېری افغان ځوانان او ماشومان داسې دي، چې ډيرو لږو يې ددې چانس موندلی دی چې د جګړو په کلونو کې کوم امن ځای کې ژوند وکړي، پاتې نور يې د جګړو په کړکيچنو دورو کې رالوی شوي دي چې لا يې هم په څيرو کې د جګړو او تاوتريخوالي نښې نښانې ښکاري.

که څه هم د پخوا په پرتله ګڼ شمېر ځوانانو ته يو شمېر حقونه لکه ښوونه او روزنه، کاري فرصتونه او د نوې ټکنالوجۍ سره د بلدتیا شرایط چمتو شوي دي، خو دا ددې مانا نه لري چې ځوانان دې په اوسني وضعيت راضي وي، نوي حالات نوې ستونزې او چلنجونه لري چې دغه ستونزې تر بل هر ټولنيز قشر ځوانان ګواښي، په تېرو لسو کالو کې حکومت او سیاستونه يې داسې و، چې د ځوانانو ته يې ډېر لږ نقش هغه هم په خدماتي برخه کې ورکړی دی، یعنې په لویو سیاسي پریکړو او مدیریتي برخو کې دوی ته پام نه دی شوی، ځکه په تېرو دولسو کالو کې زموږ د حکومتونو ماهیت داسې و، چې زاړه پالو، قومي او تنظمي ټیکه دارانو خبره په کې پریکنده ګڼل کېده او قدرت هم د همدغو کانالونو له لارې ویشل کېده او کېږي چې ځوانان ورځ تر بلې څنډې ته کېدل او دادی اوس ټولنه له یو لښکر تعلیم یافته اوزګارو ځوانانو سره مخ ده، هغه چې کسب او کمال نه لري د هغو شمېر خو له حسابه وتلی بوله.

 

په هيواد كې روانه جګړه، كورني او ټولنيز تاوتريخوالی، لوږه ، بد امني او بېوزلي، هغه ستونزې دي، چې افغانان يې د ګڼو ستونزو تر څنګ له رواني فشارونو سره هم مخ كړي دي. په دې كې بېوزله او په جګړيزه سيمو كې مېشتې كورنۍ او ځوانان تر نورو ډېر زیان لیدلی دی.

په دې څو ورستيو كلونو كې چې كومې څيړنې د ملې او نړوالو موسساتو لخوا د روغتيا په دګر كې ترسره شوې دي، د هغو پر بڼـست دا ښودل شوې چې ۶۶ % افغانان د روانې اختلالاتو او ټولنيزو ستونزو له وجې نه رنځ وړي.  

كه چيري دغه نړيوالې او په هيواد كې ترسره شوي زړې سروګانې له اوسني وخت سره چې د د جنګ جګړو له او يو لړ ټولنيزو ستونزو له امله وضعيت تر پخوا لا پسي د خرابيدو په خوا روان دى پرتله شي ښايې دا كچه تر دې هم زياته وي.

په څه دپاسه دیارلس کاله مصلحتي حکومت کې، دومره غیر مصلحتي کارونه وشول چی اکثره ملي پروکرامونه یوبل سره په ټکر کې ول، چی له امله يې د افغانستان حکومت په دنیا کی د مالي، اقتصادي، فرهنګي او حتا په کانکوري درغلیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ، چې ددې ټولو ناکامیو دروند بار په ټولنې او د ځوانانو په اوږو پرېوت.

 

  لکه مخکې مو چې يادونه وکړه تقريبا د افغانستان ټول ځوانان د مهاجرت او جګړو کلونو پر مهال رالوی شوي دي، په سختو شرایطو کې يې زده کړې کړي، دوی ته د بحران او جګړې نسل ويل کېږي، ځکه دوی په جګړو او بيوزلۍ کې ځانونه تر دې ځايه رارسولي دي، له اقتصادي، ټولنيزو او نورو ستونزو علاوه ددوی رواني ستونزې هم تر بلې هرې ټولنې او قشر زياتې دي. له همدې امله یو داسې کاندید ته اړتیا لري چې ددوی له هیلو سره سم پلانونه ولري او دوی تر نورو ښه درک کولای شي. چې تر دې مهاله ډاکتر اشرف غني احمدزی په دې توانیدلی دی چې د دوی ملاتړ له ځان سره ولري.