د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه ښایی په یوې سپږې، پوستین ته اور واچول شي!

سرلوڅ مرادزی 27.02.2014 11:42

د BBC راپور له مخې د فبرورۍ په ۲۵ مه، د سه شنبه په ورځ د امریکا ولسمشر اوباما د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته تېلفېون وکړ او هغه سره يي په افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو، د افغانانو په مشرتوب د سولې او پوخلاینې د بهیر او د افغانستان او امریکا ترمنځ پرامنیتي او دفاعي تړون خبرې اترې وکړي.
د راپور له مخې په دې تېلېفوني خبرو کې اوباما ویلي چې د امریکا متحده ایالاتونه به په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو په امنیت کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. هغه دا خبره بیا تکرار کړې چې امریکا به د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ ونه کړي او ویلي يي دي چې دا انتخاب د افغانانو دی.
همداراز اوباما ویلي موږ غواړو امنیتي تړون ولرو او غواړو چې د افغان حکومت د یوه ژمن ملګري په توګه پاتي شو، خو که تړون لاسلیک شي له ۲۰۱۴ کال وروسته به زموږ د ماموریت تمرکز د افغان ځواکونو پر روزنې، هغوی ته پر مشورې ورکولو او د القاعده شبکې د پاتې شونو پر ځپلو راغونډ وي.
د امریکا ولسمشراوباما تېرځل هم، د مشورتي لويي جرګې د پیل په درشل کې هغه مهال چې د افغان او امریکا څانګپوهانو ګډ پلاوی، امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون په اوملیک د زیات وخت او پوره زیار روسته موافقې ته ورسېدل، د امنیتي تړون د متن په اړه، د کرزي د اوتو بوتو او نويو شرطونو په اړه، په یوه لیک کې کرزي ته ډاډ ورکړی وو.
د هغه لیک د متن په یوه برخه کې داسې لولو:
« خوښ يم چې د دوه اړخيز امنيتي قرارداد د متن په اړه موافقې ته ورسيدلو چې دا قرارداد د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د تحقق لپاره زمينه برابروي. دا قرارداد د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو پياوړي توافق ښکارندوی دی چې د افغانستان لپاره د يوې غوره راتلونکې د رامنځته کولو لپاره د همکاريو د دوام په خاطر بنسټ ږدي. د دې نوي فصل په پېل سره، د امريکا رول به د يو همکار په توګه ستاسو د ملاتړ لپاره دوام ولري. له دې قرارداد سره سم، مونږ به ستاسو د ځواکونو د روزنې، مشورې او د مرستې په برخه کې مرسته وکړو او د ترورېزم پرخلاف د مبارزې پر يو دقيق او کوچني ماموريت به په داسې حال کې متمرکز واوسو چې د افغانستان د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د مخ په ودې قابليتونو د پياوړتيا په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوو. څرنګه چې دې نوي قرارداد کې چې په اړه يې يادونه شوې، د فوق العاده خاصو مواردو په استثنا، د متحده ايالاتو ځواکونه د افغانانو کورونو ته د پوځي عملياتو د ترسره کولو په منظور نه داخليږي او د دوی داخلېدل به يوازې په هغو حالاتو کې صورت مومي چې د امريکايي اتباعو ژوند ته جدي خطر پېښ وي.
هغسې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په موافقتنامې کې ورڅخه يادونه شوې، د امريکا متحده ايالات د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي په وړاندې پرخپل تعهد ولاړ دی او د افغانستان ملي حاکميت ته احترام لري »
د امریکا د ولسمشر اوباما د تېر ډاډلیک او اوسنیو تېلېفوني ژمنو سربېره، امریکا يي نورو جګپوړو چارواکو، د هغه هيواد د ولسي او مشرانو جرګو واکمنو غړو، د اروپايي هیوادو بېلا بېلو مشرانو او د افغانستان نورو دوستانو لکه هندوستان، دعراق لومړي وزیر او نورو له ډاډ سره سره، ولسمشر کرزی تر اوسه نه دی چمتو شوی چې امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
همداراز په کور دننه، مشورتي لويي جرګې چې کرزي يي په جوړیدو او رابلنه ټینګار کاوه، د ولسي او مشرانو جرګو استازو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او سازمانونو، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره زیاتره ولاړو نوماندانو او په ټوله کې افغان ولس، کرزي ته په وارونو وارونو مشوره ورکړې چې په دې شرایطو کې نوموړی تړون د افغانستان په ګټه دی اوهغه دې لاسلیک کړي، خو « مرغ کرزی یک لنګ دارد» او ترننه کرزي د تړون په اړه پریکړه نه ده کړې او له دې ټولو سره سره بیا هم پرلپسې پلمې کوي او په شرط پسې بل شرط وړاندې کوي!
خو دا ځل ولسمشر اوباما پخپلو روستۍ تېلېفوني خبرو کې د تړون د ښېګڼو او د هغه پرلاسلیک د ټینګار تر څنګ دا هم ویلي چې ولسمشر کرزی د امنیتي تړون لاسلیک کولو ته لا نه دی چمتو، نو د امریکا متحده ایالاتونه له احتمالي پلانونو سره مخ په وړاندې ګام ږدي او په ځانګړې توګه يي د امریکا دفاع له وزارته غوښتنه کړې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره پلانونه جوړ کړي چې له مخې به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې نه وي.
هغه دا هم ویلي، موږ له افغانستان سره د امنیتي تړون دا پرانیستی امکان د روان کال تر پایه پرېږدو او زیاته کړې یي ده چې د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډ به، ننګونې ډېرې کړي.
خو بلخوا په تېلېفونې خبرو کې د ولسمشر اوباما له غوڅو څرګندونو سره سره، کرزی د پخوا پشان د امریکايي ځواکونو په تکتیکونو، په تیره بیا د شپې لخوا په بریدونو اعتراض کړی او له امریکا يي غوښتي چې طالبانو سره دې د سولې د خبرو د پيلیدو په برخه کې مرسته وکړي او د تړون لاسلیک يي د سولې له بشپړ پلیتابه سره چې هغه په حقیقت کې یو څو اړخیز او اوږد بهیر دی، یرغمل ساتلی دی.
د ډیری افغانانو په اند د مشورتي لويي جرګې له مشورې روسته، که د ولسمشر کرزي خپلې شخصي او ځانګړې ګټې او موخې لکه په راتلونکو ټاکنو کې دده د خوښې له نومانده د امریکا او لویدیځ ملاتړ، د مخکیني شرط پتوګه په پام کې نه وای او امریکا سره يي امنیتي تړون پخپل وخت لاسلیک کړی وای، اوس به نه په کابل کې د لبناني هوټل پېښه، نه به د کونړ روستۍ غمیزه او نه به د فبرورۍ په ۲۵ مه، د سه شنبه په ورځ، په یوه ځانمرګي برید کې د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ لږترلږه ۸ تنه شهیدان او ۴۱ نور ټپیان وای او نه به نورې دا شان غمیزې وای چې افغانان به يي په نږدې راتلونکې کې یو په بل پسې وویني !
دا چې ولسمشر اوباما وايی، « د امنیتي تړون لاسلیک ځنډ به، ننګونې ډېرې کړي.»، دا وړاندوینه موږ تیار په پورته یادو شویو بېلګو او راتلونکو غمیزو کې وینو!!
اوس چې افغان مشورتي لويي جرګې او ټولو افغانانو په پوره او بشپړ اکثریت سره ددغه تړون چې امریکا سره د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون جز او برخه ده، د لاسلیک ننګه کړېده، امریکا ته نه ښايي یوازې د کرزي له کبله، د ټولو افغانانو پریکړې ته شا کړي!
دا چې کرزی کاڼي اخلې، ځان پرې ولي ملامت څوک دی!
هیله ده چې له داسې بې تدبیره، وچ مغزه او یک لنګه ولسمشره ژر خلاص شو. امین
پای