د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنې کوم لور ته روانې دي؟

استاد شهسوارسنګروال 23.02.2014 13:34

 کله مې چې تلويزون ولګوه سترګې مې په يوې هسکې شملې ولګېدې چې په يوې نيغې ټوپۍ ځړيدلې وه . يوه اشنا څيره راته تر سترګو شوه ، خو نا اشنا برېښېده. ښه ورته ځير شوم چې ګورم عبدالله عبدالله دی،په ګوډه ماته پښتو يې د امان الله خان د هدېرې ماڼۍ لړزوله. د ۳ شنبې ورځ (۱۸/۲/۲۰۱۴) يادوم چې د جلال آباد په تاريخي او لرغوني ښار کې د ولسمشرۍ يوه نوماند ته په زرګونه ننګرهاريان راټول دی او د هغه وينا په شوروزوږاو چيچکو بدرګه کوي.

ددې غونډې دب دبې نه يوازې په ټول ننګرهارټولټاکنې کوم لور ته روانې دي؟!

 کله مې چې تلويزون ولګوه سترګې مې په يوې هسکې شملې ولګېدې چې په يوې نيغې ټوپۍ ځړيدلې وه . يوه اشنا څيره راته تر سترګو شوه ، خو نا اشنا برېښېده. ښه ورته ځير شوم چې ګورم عبدالله عبدالله دی،په ګوډه ماته پښتو يې د امان الله خان د هدېرې ماڼۍ لړزوله. د ۳ شنبې ورځ (۱۸/۲/۲۰۱۴) يادوم چې د جلال آباد په تاريځي او لرغوني ښار کې د ولسمشرۍ يوی نوماند ته په زرګونه ننګرهاريان راټول دی او د هغه وينا په شور و زوږ او چيچکو بدرګه کوي.

ددې غونډې دب دبې نه يوازې په ټول ننګرهار کې انګازې خورې کړې بلکې د ارګ دب دبه یې هم وګواښله چې

(ګني په ګوشته کې هم ځوانان شته)

د باوري سرچينوله مخې داسې آوازې دی چې ولسمشر حامد کرزي په همدې ماښام د ټيلفون په کرښه له زلمي رسول

 سره اړيکه ټينګه کړه او غوږ په غوږ شول.

د تيلفون کرښې لا دمه نه وه جوړه کړې چې د قيوم کرزي تيلفون په کرښه شو او پخپلې ځانګړې نغمې يې د

 حامد کرزي غوږونه څک کړل او هغه هم ډير زر د تيلفون غوږی راپورته کړ، له روغبړ نه وروسته ورته قيوم خان

 ووېل: جلال آباد دی وليد؟ جلال آباد خو داسې نه وه !؟ دا ولې د پلو لاندې مولۍ راووته؟

 هو ومې ليده قيوم خانه ! کله کله داسې شي او دا خو د ګل آغا شيرزي ګلان دی چې موږ ته يې کرلي دي.

دواړه ورونه دې پايلې ته ورسېدل چې غوره به وي چې زلمي رسول سره يوه ګډه ژبه پيدا شي.

ويل کېږي پدا سبا قيوم کرزي يو په يو د رسول په کور کې يو بل سره وليدل او د اوږدو خبرو په لړ کې ورته داسې وړانديز وکړ: که چېرې تاسو زما په ګټه له نوماندۍ تير شې نو بيا به تاسو د تېر په څېر د بهرنېو چارو وزير وټاکل شی.

پاتې شوه ستا د دوه مرستيالانو خبره ، لومړۍ مرستيال به دی د کورنيو چارو وزير وټاکل شي او دويم مرستيل به دی د ښوونې او روزنې وزارت کې په دنده وګمارم. دوئ پخپلو کې دا خبره هم راپورته کړی چې د عبدالله عبدالله او ګل آغا شيرزي تر مينځ هم ورته خبرې روانې دي نو که چېرې موږ کومې پايلې ته ونه رسيږو نو د نوماندۍ ناکامي به زمونږ د کلا ور راوټکوي.

زلمي رسول هم قيوم کرزي ته ورته وړانديز درلود. خو تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسيدلي.

 

هلته د سرچوک اوازې او انګازې هم بې څه ندي، ديوالونه غوږونه لري او لوړې ماڼۍ سترګې ... د ولس انګېرنی هم د پام وړ دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ، ګل آغا شيرزي ته په غوږ کې څڅولې ده چې د کورنيو چارو وزارت او د کندهار ولايت خو ستا په ټيکه ده او مرستيالان به دې هم د وزارت په کورسو ونازوم ... شيرزې دغه ګونګسې نه مني او په کلکه یې ردوي.

راځو يو بل وتلي نوماند ډاکټر اشرف غني ته ، دی هم د فيل په غوږ کې ويده ندی!؟ ده هم په هغه غونډه کې له دی يوه ورځ وروسته برخه واخيسته چې د هيواد په شمال کې زرګونو کسانو پکې ګډړن کړی وه.

دی انګېري چې د ازبک او ترکټبارو پړی خو د جنرال دوستم په لاس کې دی . ددغه ټبر ټولې رايې خو ٬ګنې د ده تر ګوروت ، لاندې دي. يو شمېر ګوندونو او ټولنيزو شخصيتونو هم د ده له نوماندۍ نه ملاتړ کړيدی.

دی اوس په دې لټه کې دی چې څرنګه کولی شي پاتې نوماندان ځان پسې راکاږي.

دی په دې پوهيږي چې استاد عبدلرب رسول سياف چې له عبدالله عبدالله سره يو ځای نشي د بل چا په دام کې د ښکېل وړ نه ښکاري نو ځکه خو وخت پرې نه ضايعه کوي.

ښايي قطب الدين هلال هم ديته ګومارل شوی وي چې پرونۍ دښمن د اسلامي ګوند د يوې ډ لګۍ اوسنۍ دوست ډاکټر عبدالله عبدالله څنګه له پښو وغورځوي؟ کنه دی په دې پوهيږي چې په هيڅ صورت ګټونکی ندی .

ډاکټر اشرف غني احمدزی اوس په دې هلو ځلو کې دی چې عبدلرحيم وردک ، امين ارسلا او نادر نعيم څرنګه ځان پسې روان کړي . نوموړی تر اوسه څو وارې له امين ارسلا سره اړيکه ټينګه کړېده.

فاروق وردک دیته هڅول شوی دی چې له خپل  وردګ سره سترګه په سترګه شي که څه هم د فاروق وردګ او د ده د پخواني مرستيال پتمن تر مينځ اړيکې خړې پړې دي او خوسي يې سره نه څري ولې بيا يې هم اشرف غني ته سينه ډبولې ده چې ٬٬ وردګ د وردګ په ژبه ډېر ښه پوهېږي ،،

 د سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار محمد نعيم خان لمسۍ نادر نعيم که څه هم د ډیر واک او ځواک څښتن ندۍ ولې بيا هم د يو شمېر زړو يارانو کورنۍ ورنه راتاوې دي او اوس هم ترې ملاتړ کوي.

ولې بيا هم يو شمېر دوستان ورنه سر ټکوي چې موږ کله د پکتيا ، کندهار او يا د نورو سيمو پښتانه مشران ورته راوغواړو دی لکه د زلمي رسول په څېر په  پاړسو ورته ګډ وي په پښتو نشي ګړېدلی.

ولې بيا هم ده ته نږدی يو شمېر کسان له ډاکټرغني سره اړيکې لري. ښايې د دوئ تر مينځ مينځګړيتوب ته بډې را ووهي.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې کومه وينا د جلال آباد ښاريانو ته وکړه د پام وړ ځکه وه چې خلکو په وار وار له حکومت نه غوښتي دي چې د بهسود پل او د ننګرهار کانال له سره ورغوي خو د حامد کرزي دولت ورته کومه پاملرنه نده کړې او غوږونه يې پرې کاڼه کړي دی .

ولې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ورته سينه ډبولې ده که چېری دی ولسمشر شي د بهسودو د پله رغونه به د ده په لومړيتوبونو کې وي او همدا ډول د ننګرهار کانال هم . که چېرې يادو څرګندونو ته تم شو ښایي دې پايلې ته ورسېږو چې د نوماندۍ لوری به د اوس په پرتله په بشپړه توګه بدلون ومومي . که چېرې داسې شی نو زه بيا په دغو ټکو ټينګار کووم :

 

۱- د حامد کرزي په منځګړيتوب که چېرې زلمی رسول او قيوم کرزی د نوماندۍ له يوه ګرېوان سرونه راوباسي د دوی د بري شونتيا د تېر په پرتله زياتېږي

۲- که چېرې عبدالله عبدالله د ګل آغا شيرزي سره ګډه ژبه پيدا کړي او شېرزی د کندهاريتوب له ،، درشېي ٬٬ او پولې نه پښه واړوي نو عبدالله به پياوړی شي. او که د سياف لومړی مرستيال اسماعيل خان نوموړی ديته وهڅوي چې زمونږ د ،، مقاومت !؟ ٬٬ ملګری ډاکټر عبدالله له نورو غوره دی  راځۍ چې د ده ملا وتړو . لا به ځواکمن شي. که داسې شي نو عبدالله عبدالله به د نوماندانو په لومړئ ډله کې خپل ځای ومومي.

۳- ډاکټراشرف غني احمدزۍ د همدې وتلو نوماندانو په لړ کې يو دی چې غواړي دی هم د يو شمېر نوماندانو ملاتړ خپل کړي. که چېرې پدې بريالی شي نو د برياليتوب چانس به يې څو برابره شي

په پای کې بيا هم دې پاېلې ته رسيږو چې ښايي ټاکنې دويم پړاو ته ورسيږي. دا چې په دويم پړاو کې به څوک د چا سيال شي ... ؟ قيوم کرزی که ډاکټر عبدالله عبدالله ؟ ، ډاکټر اشرف غني که قيوم کرزی؟

او که  ډاکټر عبدالله عبدالله  او  ډاکټراشرف غني ؟  کوم يو ... وخت به دې پوښتنو ته سم ځواب ووايي ولې داهم باید هېره نه کړو که چېرې د حامد کرزي او یو شمېر مشرانو په منځګړتوب زلمی رسول او قیوم کرزی یو دبل په ګټه تیر شي , دا به هم ناشونې نه وي چې عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني دې يوه جورجاري ته ورسیږي.