د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ کانديد ولې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي؟!

علی تراب 21.02.2014 00:31

ټاکل شوې، چې د راتلونکي ۱۳۹۳ کال په حمل کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې په ټول هېواد کې ترسره شي، د ولايتي شوراګانو لپاره په هر ولايت ولې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره کېږي.

دا به د هېواد په تاريخ کې لومړی پړاو وي، چې د يو ټاکل شوي ولسمشر ټاکلې دوره پای ته رسېږي او هغه اشخاص چې ځان دې څوکۍ ته مناسب بولي ځانونه نوماند کړي، او په بربنډ ډول د اوسنۍ دولت خلاف خبرې وکړي.

د ۱۳۹۳کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۱ تنه نوماند دي، ( ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټرزلمی رسول، ډاکټراشرف غني احمدزی هدايت امين ارسلاء، محمدشفيق ګل آغا شیرزی، داودسلطانزوی، محمدسردار نعيم، پروفيسور عبدالرب رسول سياف، عبدالقيوم کرزی، انجينرقطب الدين هلال او عبدالرحیم وردگ ).

په پورته ذکر شوي ليست کې چې اوسمهال د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نوماند دي زيات يې هغه څوک دي، چې په تېرو ۱۳کالونو کې يې کمه يا ډېره موده رسمي دندې درلودې، ولې کله يې چې ځانونه نوماند کړل د قانون له مخې دوی بايد تېرې دندې پرېښې وای او بيا يې ځانونه نوماند کړی واي، چې همداسې وشول، هغه چا چې رسمي دندې درلودې، له دندو يې استعفاء وکړه او بيا يې ځانونه نوماندان کړل، دوی د قانون يوه ماده تطبيق کړه ولې د قانون بله ماده، چي وايي، هېڅ نوماند نشي کولای د دولتي امکاناتو څخه په ټاکنيزو مبارزو کې کار واخلي او د دولت هېڅ رسمي مامور نشي کولای چې د کوم کاندي په پلوی کار وکړي، دې مادې ته پکې پام ندی شوی او تر پښو لاندې شوې.

له تېرو درييو اونيو څخه چې د کابل په ټاکنيزو دفترونو کې وګرځېدم، له خلکو سره مې خبرې وکړې او د دوی نظرونه مې واخيستل، البته دا نظرونه په رسمي ډول نه و او نه ماته په رسمي ډول سپارل شوي و، ولې ما دا کار د خپل ژوندي افغاني احساس له مخې کړی دی، د هر يو نوماند خواته ورغلی یم او له هغوئ سره مې خبرې کړي، له هغوئ مې د بريا په اړه پوښتې، دا چې هر يو يې پدې هدف نوماند شوی چې بريا به د ده په برخه وي، هر يو به يې د بريا خبره کوله، خو اصلي مطلب دلته و، چې د ټولو ۱۱ نوماندانو په ډله کې د ډاکټرصاحب زلمی رسول د اوسنۍ ادارې رسمي مامورينو له لوري په ښکاره ډول حمايه کېږي.

کله چې د ډاکټرصاحب رسول لور ته ولاړم او هلته مې د حکومتي موټرونو او مامورينو جوش وليده، فکر مې وکړ چې شايد دوی به نن راغلي وسي او نور به دلته نه وي، ولې خبر برعکس وه، زه څو ځل پرله پسې د ډاکټرصاحب رسول لور ته ولاړم او هر ځل مې همداء رسمي مامورين پر مخ راتلل، او په ښکاره به یې د دوی د ملاتړۍ اعلانونه کول، پدې ډله کې د بهرنيو چارو اوسني وزیر ضراراحمدعثماني، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسيون مشر ډاکټراحمدمشاهد، د وزیرانو شوراء د دارالنشاء رئيس ډاکټرصادق مدبر او ځني نور ول، چې د ډاکټرصاحب سره ولاړ ول او په ښکاره يې ټول حکومتي امکانات د ډاکټررسول په خدمت کې ورکړي ول، دوی هغه څوک دي، چې په تېرو کالونو کې چې په اوسنۍ دولت کې يې کار کاوه، د سرو او سپينو خاوندان شول.

ما چې څومره له دوی سره خبرې وکړې او د دوی نظرونه مې واخيستل دوی پر يوې منظمې او جوړې شوې طرحې کار کړی، چې عمده ټکي يې په لاندې ډول وړاندې کوم.

لومړی: دوی په ګډه هڅه کوي، چې ولسمشر قانع وساتلی شي، ترڅو د ډاکټررسول څخه خپل حمايت ته دوام ورکړي، پدې سره د ټولو فکر ښاغلي رسول طرف ته واوړي، له دې چارې سره به سم په راتلونکي کې هم د دوی ګټې خوندې وساتل شي، سره له دې چې ډاکټر رسول نه يوازې چې په نورو قومونو کې پلوي نه لرې بلکه خپل قوم کې هم ورته څوک په درنه سترګه نه ګوري.

دوهم: همدې ډله چې د ډاکټررسول سره ولاړه ده، د ټاکنو خپلواک کمېسيون ۹۰سلنه کارکوونکي کې يې په اعتماد کې نيولي، د دوی له لوري ورته هدايت ورکول کېږي، سر له اوسه يې يو زیات شمېر ټاکنيزو حوزو بکسونه په نښه کړي، چې د ټاکنو پر مهال يې ډک کړي او د ډاکټر رسول په نفعه يې وکاروي، پدې برخه کې ورسره د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم برخه لري.

دريم: دوی کوښښ کوي، چې هغه مبارز اشخاص چې نورو نوماندانو ته کار کوي، خپل ځان ته مات کړي، او بيا له دوی سره په ټاکنيزو مبارزو کې مرسته وکړي او که چيرته يې خبر و نه منل شي بيا پسې پوچ تبليغات کوي او د عامه خلکو ذهنونه يې په مقابل کې اړوي.

څلورم: دوی کوښښ کوي چې د ولسمشر له نامه استفاده وکړي، چې ولسمشر له دوی څخه حمايت اعلان کړی، يو دليل یې هم دا دی چې له دولتي امکاناتو ګټه پورته کوي، او په همدې اساس له ملي تاجرانو او نړيوالو څخه ښې ډېرې مرستې ترلاسه کوي.

پنځم: دوی رسنۍ په انحصار کې نيسي، کوښښ يې دا دی چې د پیسو په مقابل کې خپل وړې جلسې ته ډېر انعکاس ورکړي او د نورو لويې جلسې په رسنيو کې کم رنګه کړي، که رسنۍ دوی سره لار وانخلي هغوئ بلک میل کوی، پدې لار د ځينو نوماندانو په اړه د عامه خلکو ذهنونه خرابوي.

شپږم: دوی کوښښ کوي چې پروفيسور عبدالرب رسول سياف ته قناعت ورکړي، چې د ګټې په صورت کې به نوموړي ته د سترې محکمې څوکۍ ورکوي خو چې د ښاغلي رسول په نفعه تېر شي، له ښاغلي عبدالقيوم کرزي سره يې د واک د وېشلو په خاطر خبرې روانې دي، غواړي چې ښاغلی ع، ق، کرزی هم د دوی پلوی شي، او ځينو نورو سره یې درنې خبرې روانې کړي.

دوی پداسې يوې ټاکل شوې برنامې کار پر مخ بيا يې چې د خلکو مخ ته خاورې وشيندې، د پورته ذکر شویو لارو چارو کار واخلي واک ته ورسي او بيا همداء خلک د راتلونکو ۵ يا ۱۰ کالونو لپاره د واک په ګدۍ کښېنې، ولې دوی دا له ذهنه ويستي، چې په دې پيړۍ کې هر څوک له خپل فکر څخه کار اخلي، له کوچني نه نيولې تر سپین ږيري.

زه په ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول په تعليم يافته قشر غږ کوم، چې هېڅکله د داسې تبليغاتو ښکار نشئ چې هېواد مو د ترقۍ او تحول پر ځای له ستونزو سره مخ کوي، او له ولسمشر څخه مو هيله دا ده، چې لومړی بې پلوی وسې او که د چا پلوی هم کوي د هغه چا سره دې ودرېږي، چې کولای شي، هېواد د يو ژور تحول لور ته بوځي، هر قشر پکې خوندي ژوند وکړي او راتلونکی یې روښانه وسي.