د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان میشتو قومونو د اصلاح او عمل مدنی ټولنه

د افغانستان میشتو قومونو د اصلاح او عمل مدنی ټولنه 18.02.2014 12:10

بسم الله الرحمن الرحیم
خبرتیا
د تیرو څو میاشتو په ترځ کی د ۳۱۳۱لمریز کال په ولسمشریزو ټاکنو کی د ګډون لپاره یو تعدادعالمان ، روحانیون ، قومی مخور ، مدنی او سیاسی جوړوښتونه ، روڼ اندی ، دولتی متقاعد او اغیزمن شخصیتونه د ګډ پوهاوی د رامنځته کولو لپاره د افغانستان له بیلابیلو ولایتونورابلل شوی وو. له دی ډلی څخه یو زیات تعداد دی نتیجه ته ورسیدل چی یو ګډ دریځ رامنځته کړی، چی په هغه کی قوت د رایو په بنیاد تعریف، غوښتنی یی تشخیص او توحید شی. همدارنګه یو واحد جوړښت چی نه یواځی په روانو ټولټاکنو کی له رامنځته شوی دریځ ځخه برخه واخلی بلکی د ۳۱۳۱لمریز کال په پارلمانی ټولټاکنو ته هم تیاری ولری . نن دجمعی په مبارکه ورځ د ۳۱۳۱لمریز کال د سلواغی په ۱۲ نیټه په کابل ښار کی د پورته ذکر شوی اجتماعی ډلو استازو ، غونډه وکړه . په دی غونډه کی چی له څه باندی شپاړس ولایتونو څخه (کابل، کاپیسا، نورستان، جوزجان، هرات، هلمند، قندهار، تخار، پکتیکا ، دایکندی، پروان، غزنی، میدان وردګ، خوست، کنړ، بادغیس، ننګرهار ، نورستان ... او اهل هنودو) د پورته ذکر شوی بنسټونو او اغیز منو متنفذینو ګډون کړی وو.( او له دوی سره د اغیزمنو قومی بنسټونو ، جوړښتونو او انفرادی شخصیتونو یوځای
کیدل دوام لری ) خپل مدنی جوړښت ”دافغانستان میشتوقومونو د اصلاح او عمل مدنی ټولنه“ په نامه ونوماوو. او خپل لارښود او مشرتابه هییت یي وټاکه. دا
جوړښت دسیمی ، ژبی ، مذهب او هر ډول توپیر پرته د یوموټی افغانستان په نوم د پښتون ،تاجک ،هزاره ، اوزبک ، نورستانی ، اهل هنود.... او نورو قومی لیږکیوګډ جوړښت ده.
په دی غونډه کی په پورته نورمونواو معیارونو برسیره وپتییل شوه، چی په راتلونکی لس ورځو کی به د خپلی مدنی ټولنی د کمی او کیفی لاپیاوړتیا لپاره له نورو عالمانو، روحانیونو سیاسی، قومی اوټولنیزوبنسټونو سره لازیات پوهاوی را منځته کړی، چی د ولسمشری نوماندانو د انتخاباتی کمپاینونو د اوسنیو پایلو او نورو معیارونو په نظرکی نیولو سره له یو مساعد نوماند څخه ، چی د وطن او خلکو په مخ کی د شته ستونزو د
حل جوګه و اوسی ، د خپل ملاتړ په هکله یوی پریکړی ته ځان ورسوی.
آدرس و راه ارتباط: RACART2014@gmail.com 93770281050+
د افغانستان میشتو قومونو د اصلاح او عمل مدنی ټولنه انجمن مدنی اصلاح و عمل اقوام ساکن افغانستان
ټاکل شوی رهبری په یواځی ډول د داسی مراجعی صلاحیت نه لری، بلکی دوی به د مساعد نوماند په هکله ګډ نظر ته رسیږی او هغه به ددی غونډی د برخه والو مشرانو له توافق ورسته عملی کوی.
ومن الله توفیق