د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سفارت حق او یا د سیاسی نمایندګیو حق

بختیار احمدزی 13.02.2014 11:39

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

سفارت حق د سیاسی نمارېندگانو دلېږلو اوقباولوڅخه عبارت ذی چی دسیاسی نمایندگانو دلېږلو حق دمتعدې اوقبلولوحق لازمې کېږې

دېپلومات دېوې ېونانې کلېمې (Deplume ) څخه منشى اخلي او Deplume ديوي قات شو ي پاڼي معنى لري او هر هغه چاچې به داقات شوي پانه له حانه سره وړله ديپلومات ګڼل کيده د سفارت حق ازاد او مستقل هيوادونه لري ولي د يوه هيواد تر حمائي لاندي هيوادونو ته ددي حق په اړه اختلاف وجود لري .مګر ويلي شوه چې دا ډول هيوادونه د منلو حق لري يعني کولاي شي يو سفير په خپل هيواد کې ومني .مګر نه شي کولاي يو بل هيواد ته سفير وليږي د فعال او غير فعال سفارت د مفهوم په نطر کې نيولو سره بايده واويم چې سفيرانو د منلو اوليږلو په اړه د مستقل او غير مستقل (تحت الحمايه)هيوادونو په برخه کې د يادوني وړخبره داده . چې پدي اړه يوه استثناء وجود لري او هغه دا چې (نني رو مانيه) چې تر ١٨٧٨ کال پوري سره ددي چې د عثماني د امپراطوري هيوادونو له ډلي څخه ورسره هم فعال سفارت حق ئي درلود همدا راز Confederation که هر يو ئي خوا د دواړو صورتونو يعني د سفير د ليږلو اومنلو حق لري . دلته بايد يوه خبره پټه پاتي نه شي چې لومړي جنګ پوري د سياسي نمايندګانو ليږل او منل يواځي د لويو هيوادونو پوري منحصره ولي اوس پدي اړه انحصار وجود نلري لوي او کوچني هيوادو ته دا پورته څو شرايط درلودونکې وي ددي حق لري چې تر د خو سياسي غوښتنو سره سم د پين المللي روابطو د پراختيا لپاره سياسي نمايندګان هر هيواد ته چې و غواړي وى ليږي او د هر
هيواد چې ورته راوليږل شي وئى مني ددي پرخي په نتيجه کې بايد واويم چې د هيوادونو تر منځ د مراودي ټول قوانين ډپلوماسي بولي ددي قوانين زده کړه اوورباندي پوهيدل د دپلوماسي په صفت شهرت لري . د سولي وقايه او ساتنه د تولو دولتونو د منافعو تامين د دیپلوماسي موضوع تشکيلوي او ددي قوانينو رعايت د دولتونو د ښه ارتباط زمينه برابروي او په نتيجه کې د بين المللي معاهدو انعقاد لپاره لاره هواره وي او د ديپلوماسي په غاړه دا دروند بار اچول کيږي . بېن المللې معاشرت له مخې هرهېواد حق لرې کومه ژبه چې وغواړې استعمال اودهغې نه استفاده وکړي.
ولي ممکن په دوه اړخيزو خبرو او مذاکرو کې دا کار مشکلات توليد وي نو له دي امله ديپلوماسۍ ژبه تر ١٧ بيړي پوري لاتيني او وروسته تر دي د فرانسي دادبياتو د انکشاف له مخي فرانسوي ژپه او تر څنګه ئي انګليسي ژبي هم رواج ومند په ١٩ م پيړي کی د انګلوساکسون ممالکو په نفوذ سره انګليسي ژبي زيات انکشاف وموند. پدي موقع کې به بي څايه نه وي چې د ملګر ملتونو د موسسي د رسمي ژبو نه چې فرانسوي او انګليسي دي په عمومي ډول پنځه مهمي ژبي ،فرانسوي ، انګليسي ، روسي، چينائي او هسپانوي نوم واخلم .
دویمه برخه

د سياسي نمايندگانو اقسام او د سفارت خانو اجزاء


لکه چه دمخه مو هم ترې ېادونه وکړه په ننې مفهوم په نولسمه پېړې کې په دېپلوماتېکوموسساتوا نکشاف موندلې دې دوېانا اېکس لاشاپل کنفرانسونوکی پدې باب موافقې وشوې چې ددېپلو ماسې تشکېلات په ټوله نړې کې په ېوه شکل کړې .
په یو خارجې ېوهېواد کې دېوه دولت نماېنده دهېوادنماینوگی په غاړه لری چې په رسمې توګه ددغه کار لپاره ټاکل شوي دي او سياسي نماينده ګان ګڼل کيږي په عمومي ډول سياسي نمايندګان په عادي او غير عادي(فوق العاده) ډولو ويشل شوي دي.
عادي سياسي مامورين چي د متبوعه هيواد څخه په دويم دولت کي نماينده ګي کوي او په يو بهرني هيواد کي وظيفه اجراکوي په داسي حال کي چي غير عادي يا فوق العاده سياسي مامورين چي د يوه خاص کار لپاره بهر ته ليږل کيږي او د خاص کار تر اجرا او يا عدم اجرا وروسته بيرته خپل هيواد
ته راګرځي مګر درتبي او مقام له حيثه سياسي نماينه ګان په مجموعي ډول دويانا د کنفرانس(١٩) مارچ (١٨١٥) د تصميم او فيصلي له مخي په دري برخو ويشل شوي.
١. لوي سفير Ambassador
٢. مختار وزير Minster Plenipotents
٣. شازر دافر Charged affairs
مگر دايکس لاشاپل د کانگري (٢١نومبر ١٨١٨) د فيصلي له مخي يو بل مقام هم په دغو درييو پورتنيو تصنيفونو علاون شو او هغه د مقيم وزير Minster President څخه عبارت دي.
پورتني تصنيفونه د هغوي د رتبي او مقام له حيثه ددوي ترمنځ په فرق باندي بنا دي ځيني ‌يي کله چي هغه هيواد ته چي دهغوي ماموريت تعين شوي دي داخل شي خپل باور ليک Des Letters Creance او ځيني يي بيا ايکسکواتور Exequatur وړاندي کوي او هم ددوي د صلاحيت له حيثه يو تر بله فرق لري، پخوا تردي چي د سياسي نماينده ګانو سره ددوي په اړه دمقيم هيواد تلنه وڅيړو او هم يي په صلاحيتونو رڼا واچوو يو موضوع بايد ددوي تر منڅه وڅيړل شي او هغه دا چي څيني وخت ديو هيواد ددولت د رئيس ديو خاص کار لپاره يو خاص او فوق العاده نماينده ليږي، چي بايد واضح ووايو چي دده قدرت او صلاحيت په ټاکلي کار کي د پورته څلوروواړو ډلو څخه لوړ دي او هم زيات واک لري .
لوی سفير ديو دولت د رئيس او يا (پاپ) له خوا په حقيقت کي په يوه خارجي هيواد کي د خپل دولت او هيواد له خوا نماينده ګي کوي او په خپلو ملګرو کي د لوي صلاحيت او واک درلودونکي دي او معمولا د هغه هيواد ددولت د رئيس سره مخ کیری او هغه ليک چي له ځانه سره ئي وړي او د خاصو مراسمو په ترڅ کي ئي ددولت رئيس ته وړاندي کوي چه Des Letters de creance په نوم يادیږي

او کارونه ئي معمولا سياسي دي او هم د پاپ د سفير Nonce په اړه بايد وويل شي چي هغه عموماً د مذهبي امورو لپاره د پاپ لخوا ديوه هيواد دربار ته استول کيږي .
مختار وزير د لوی سفير نه وروسته ددي واک درلودونکي وي چي په يوه خارجي هيواد کي مربوطي چاري ترسره کوي.
محتاروزیر هم د یوه د هېوادددولت د ریس نه نمایندګې کوې ولی شارزدافیردېوه هېواددخارجه وزیر دنماینده حیثت لرې اوحتما شارزدافیر خپل ایکسکواتورexquatur دمقیم هیواد ریس ته نه بلکې دهغه هیواد خارجه وزیرته وړاندې کوې . بایدوویل شی.
څرنگه چه ضرور وه دمقيم وزیرپه اړه هم معلومات وړاندې شوې واې ؟وراندی نه شول حکه چی او س مقیم وزیر خپل اهمیت له لا سه ورکړې دې اوپه پورتنی تصنیف کی او س وجود نلرې .لوې سفیرهروخت چی وغواړې کولاې شی ددولت له رئس سره وگورې باید وویل شی چی شارزدافرمستقیما نه شی کولاې ددولت له رئيس سره وگورې يا په بل عبارت د شارز دافر ارتباط او ليدني کتني ديوه هيواد د خارجه وزير سره وي شارز دافر په دوه ډوله دي يا داچي په خارجي هيواد کي د يو سياسي نمايندگي رياست کوي اويا داچي د مختار وزير په غياب د هغه وظايف ترسره کولی . په لومړي صورت تر دوهم صورت نه د شارز د افر مقام او صلاحيت لوړوي.
د سفارت خانو يا د سياسي نمايندگي اجزا د رسمي يا غير رسمي چي رسمي يي(مستشار) اتشه سکرتر، مترجم، دفتر چي او په اسلامي هيوادونو کي د سفارت ملاامام او يا د ځينو نورو ممالکو مذهبي روحانيون او غير رسمي (لکه کورني غړی او مستخدمين او د سفير شخصي سکرتر) او نورو څخه عبارت دي .
په خاص ډول د سياسي نماينده گانو پرته کميساران او اجنټان هم خارجي هيوادو ته ليږل کيږي او د خپلي وظيفي په ارتباط مربوطي چاري پر مخ بيايي.
دریمه برخه


د سياسي نماينده گانو مقرري او د ماموريت ددوري اختتام ئي:

تر هرڅه لومړي بايد ووايم چي ديوي سياسي نماينده گي افتتاح کول او درلودل ئي په يوه بهرني هيواد کي حتمي کار نه دي او هم ددي روابطو په ادامي باندي کوم مکلفيت ديوه هيواد په غاړه نشته مگر بايد اعتراف وکړو چي ددولتونو تر منځ درابطي د ټينګښت ښه وسيله ده او پدي باندي تقويه او انکشاف مومي.
ديو سياسي نماينده مقرري د هر دولت دداخلي قوانينو په روح اود هر دولت خپلي خوښي او انتخاب په مطابق د پورته تصنيفونو( لوي سفير، مختار وزير، شارز دافر ) په نظرکی نيولو سره په هره سويه چي وغواړي روابط قايموي او د خپلو اتباعو د جملي څخه يو تن چي پدي برخه کي پوره مهارت ولري او ددغي درندي وظيفي د اجراکولو کفايت ولري ددغه کار لپاره غوره کوي او هغه هيواد ته چي هدف يي دي ورمعرفي کوي.
دا هيواد کولاي شي ددي شخص له منلو نه ځان وژغوري او که وغواړي وه یی مني نو هر هيواد کله چي پورتني کار ته اقدام کوي دسياسي نماينده د
قبولي Agreement غوښتنه کوي. بايد ووايو چې د يوه نماينده په ليږلو تر ډيره حده بايد کوښښ وشي چې په عين سويه يوه نمايندگي تاسيس او په عين سويه يو نماينده وروليږلى شي

سره له دي چی د دې بر عکس هم يو نماينده د احترام وړ بولي لکه چی دا وضعه په اکثرو هيوادونو کی ليدل کيږي د مثال په ډول په د فرانسه کی د سويس د دولت مختار وزير شته مگر د فرانسي له خوا لوي سفير سويس ته ليږل کيږي په هر حال دا حالت د ټولو دولتونو د احترام وړ دي . چی بايد په عين رديف واقع سياسي نمايندگان بايد وليږل شي کله چی د يوه نماينده په اړه موافق نظر لاس ته راوړی يعنى نوموړي شخص مطلوب Personegerate ورکول کيږي هغه وخت د يوه سياسي نماينده مقام رسمي شکل پيدا کيږي. چی يو نماينده خپل باور ليک يا اکسيکواتور د دولت رئيس او يا خارجه وزير ته د هغه هيواد د معمولو تشريفاتو سره سم وړاندي کړي او په حقيفت کی د يوه سياسي نماينده ماموريت رسمي شکل د همدي حالت نه پيل کيږي. بايد وويل شي چی په ١٦ مه پيړۍ کی د Agreement تر رسيدلو د مخه سياسي نمايندگان ليږل کيدل مگر په دې وخت کی داسي حالت ډير واقع کيری چی مطلوب شخص د متبوعه هيواد له خوا انتخاب شي ولی د هغه هيواد لخوا چی نماينده په کی د وظیفه سر ته رسول غواری، نوموړى شخص غير مطلوب وګڼل شي . تر ١٨٨٥ کال پوري اتازونی له پورتني تعامل نه پيروي کوله، مگر کله چی په ١٨٨٥ کال په روم کی داتازوني د هيواد لخوا د کايل Keiley يه نوم يو سياسي نماينده انتخاب شو د روم د هيواد لخوا قبول نه شو نوموړي نماينده يي بيا د همدغه تعامل نه په پيروي ويا نا ته او هلته د (استريا یا هنگري) د دولت لخوا ونه منل شو همدا علت شو چی وروسته تر دغی پیښې اتازوني دا وضعه ترک کړه او اوس دا وضعه مروجه ده چی بايد تر هر څه د مخه د يوه سياسي نماينده د مقرري او انتخاب په اړه د يوه هيواد مقاماتو څخه موافقه وغوښتل شي او هر هغه هيواد چی
خپل يو نماينده تعين کوي د هغه په اړه بايد پوره معلومات په دغه پاڼه کی
درج شي تر څو مقابل هيواد د نوموړي په اړه د پوره معلوماتو درلودونکى شي.
د يوي نمايندگي آمر معمولاً يو نارينه وي خو په دې وختونو کې ښځو ته هم ددې کار د جرا کولو حق ورکړل شوي د مثال په توگه دسيلون يوه نماينده ښځه ده.
منل شوي نماينده د متبوعه هيواد نه له ځانه سره يوه پاڼه وړي چی په فرانسوي ژبه ورته Letterde creeancen او په انگليسي ژبه ورته Credentiole ويل کيږي هر کله چه يو سياسي نماينده خارجي هيواد ته
چی هلته يي ماموريت تعين شوي دي ور ورسيږي د خپل باور ليک يو نقل خارجه وزارت ته سپاري او يو نقل يي د دولت رئيس ته سپاري معمولاً شا زردافر خپل باور ليک (ايسکواتور) خارجه وزير ته سپاري.
ډير حل داسي امکان لري يو نماينده په دوه يا تر دوو هم زياتو هيوادونو کی د يوه هيواد نه نمايندگي وکړي چی په يوه هيواد کی د مقيم نماينده او په نورو هيوادونو کی د غير مقيم نماينده حيثيت لري. او په مربوطه هيواد کی د نمايندگي اومربوطه چارې اجرا کړي د مثال په توگه افغانستان په ناروى کي نمايندگي نه لري مگر کوم نماينده يي چی په بن کی د مقيم سفير په حيث وظيفه اجرا کوي په عين حال کی په (اسلو) ناروى کي هم د افغانستان غير مقیم سفير ګڼل کيږي د موضوع سره په ارتباط بايد ووايم چی په ځينو هيوادونو کی د جنگ او يا په غير نورمال حال کی يو نوع بله استفاده ليدل کيږي په يوه هيواد کی چی هلته غری د يوه بل هيواد سره مستقيم ارتباط موجود دي نو د يوه بل هيواد د سفارت او سياسي نماينده گان د نموری هيواد د منافعو حمايه په هغه هيواد کی چی هلته اوضاع خرابه وي او يا يي مناسبات شليدلي د ي په غاړه اخلي مثلاً کله چی د افغانستان او پاکستان اوضاع غير عادي او روابط يي شليدلي و په کراچي کی افغاني لوي سفارت وجود درلود ولي د هند سفارت د افغاسنان د افرادو او منافعو حمايه کوله.

په لاندنيو حالاتو کی ديوه سياسي نماينده وظيفه اختتام مومي

تر هر څه د مخه بايدد خاص او فوق العاده نماينده د ماموريت د اختتام په اړه وغږيږم ځکه کله چی د عنوان په اصلی موضوع باندي وغږيږو او مغالطه پيښه نه شي د يوه دولت د خاص او فوق العاده نماينده د ماموريت د دورې اختتام د هغه کارپه اختتام پورې اړه لري نو هغه کار چی دې يي د انجام مامور شوى دي سرته ورسيږي د فعتاً د هغه ماموريت هم سرته رسيږي او هم بايد وويل شي چی د هغو شرايطو سره هم د يوه فوق العاده او خاص نماينده د ماموريت دوره اختتام مومي.
چی د سياسي نمايندگانو لپاره په نظر کی نيول شوى دى او په لاندي کرښو کی به د هغه نه يادونه وکړو.
ځکه داسي ډول نمايندگان معمولاً د يوي خاص مشوري او کار لپاره او يا د تعنيت او تسليت په مراسمو کی د ګډون لپاره يوه خارجي هيواد ته سفر کوي .
د سياسي نمايندگانو د ماموريت د دورې اختتام يا په منظم ډول وي او يا په غير منظم ډول چی منظم حالات يي عبارت دي له


1-د سياسي نماينده مرګ
٢- د سياسي نماينده احضار
٣- د سياسي نماينده ترفيع يو لوړ مقام ته
٤- د متبوعه دولت د رئيس د خلع کيدلو او يا استحضا په صورت کی.

د ماموريت د دورې د غير منظم اختتام حالات

کله چه د دواړو هيوادونو تر منځ علايق او روابط قطع شي او یا د دواړو هيوادونو تر منځ د جنگ اعلان صورت ونيسي.
که چيري د سياسي نمانيده متبوعه هيواد له منځه ولاړ شي اویا که چيري د مقيم هيواد دولت له منځه ولاړ شي.