د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا سره دامنيتي تړون په سر اختلاف

عبدالکریم رحیم 16.01.2014 16:36

د امریکا سره د امنیتي تړون دلاسلیک په سر اختلاف کې د کرزی دریځ د ملاتړ وړ دی

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتی موافقی په سر چی کوم اختلاف موجود دی او د ځینو افغان سیاسیون په ګډون د کابل یو شمیر رسنیو د سیاسی اغراضو او یا د هغه پیسو د حلالولودپاره چې دوی ته ورکول کیږي ورڅخه د امریکا سره د کرزی د شخصی اختلاف موضوع جوړه کړی ډیره مهمه موضوع ده چې ورسره سطحی برخورد ملی ګټو ته ستر تاوان رسوي. د کرزی په وینا اختلاف پر دری موضوعګانو دی: افغانستان کی د سولی د استقرار د پاره د خبرو پیل او طالبان/پاکستان د خبرو میز ته راکاږل، طالبانو ته د ځینو سیمو پريښودل او د افغانانو په کورونو د بهرنیو ځواکونو چاپی نه وهل.
سره ددی چی افغانستان ته د ناټو د پوځونو د راتګ هدف ظاهرا د تروریزم او القاعدی سره مبارزه وه خو ددی پوځی مداخلی نه د افغانانو هیله داوه چی دوی به د طالبانو د استبدادی او په ارعاب ولاړ رژیم نه وژغورل شی او په عزت او وقار د ژوند زمینه به ورته برابره شی. د نظامی مداخلی د لومړیو دوه دری کلونو په بهیر کی د نسبی امنیت وروسته اوس افغانستان کی ارامی نشته او عام خلک په دی عقیده دی چی نن سبا به بیا طالبان په دی هیواد حاکمیږی. عجیبه خو لا داده چی تقریبا د دری رزه امریکایی او شپږ سوه برتانوی ځوانانو د وژل کیدو سره سره عام خلک دا دوه هیوادونه د طالبانو په ملاتړ تورنوی. هلمند کی عام خلک ادعا کوی چی دی ولایت ته د برتانوی عسکرو د راتګ سره سم هلته طالبان زیات شو او د هری باوړی په څنګ کی د هیرويینو کارخانه را څرګنده شوه. ممکن دا هغه څه وي چی په لویدیځ کی ورته د دسیسی تیوری ویل کیږی خو دا لاندی واقعیتونه دسیسه نشی بلل کیدی. د افغانستان شمالی ګاونډیان په دی عقیده دی چی په افغانستان کی په کال کی د ۵۰ ملیارد ډالرو په بیه مخدر مواد تولیدیږی او ادعا کوی چی د بهرنیانو د جګړی لګښت د همدی درکه پوره کیږی. د افغانستان او ممکن د امریکا د خوښی پرته د سیمپل په نامه د ملګرو ملتونو د یو برتانوی الاصله ډپلومات او طالبانو خبری او د هغه له خوا دی ډلی ته په هلمند کی د مرکزونو د جوړولو او د هغوی د تمویل او تسلیح کولو وعده هسی دسیسه بلل کیدلی نشی. سیمپل وروسته کرزی د افغانستان نه وویست. دا مو د کرزی دوهمی خبری ته راولی.
کرزی ادعا کوی چی بهرنیان غواړی چی افغانستان کی دوه دولتونه جوړ کړی: یو په کابل کی یو بی سیکه دولت او بل د افغانستان په ځینو برخو کی د طالبانو په نامه حکومت. ددی معنی به په عملی توګه د افغانستان ویشل وی. د افغانستان څخه د شورویانو د وتلو نه وروسته دا نظریه په امریکا او برتانیه کی به دوامداره توګه پالل شوی او اوس هم دا نظر د دی هیوادونو د سیاسیونو په کړیو کی پلویان لری. هیره دې نه وي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر جوړول او پر دغه دفتر د طالبانو د بیرغ پورته کول د پاکستان او امریکا تر منځ د موافقې په اساس شوي وو نه د افغانستان او طالبانو/پاکستان تر منځ د خبرو په نتیجه کې. د کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت دې کار سره مخالفت وکړ او هغه کار یې د هیواد د تجزیې پیل وګاڼه.
دریمه موضوع د افغانانو په کورونو د بهرنیو خاصو ځواکونو چاپی دی چی په کی نه یوازی افغان وژل کیږی بلکه په خپلو کورونو کی بی عزته کیږی هم. په ناروی کی د دعوت په نامه افغانی ورځپاڼی څه موده مخکی د ناروی د یوی مجلی نه یو انځور راخیستی و چی یو زابلی نارینه یی ښوده چی بهرنیو عسکرو د خپلی کورنی د ښځینه غړو په مخکی ورڅخه کالی ویستلی او لوڅ لوغړ یی ودرولی و. ښځې یې هلته ناستې وې او مخونه یې په پلونو پټ کړي وو.
دا دری واړه موضوعګانی ډیری مهمی دی او د کرزی د شخصی ګټو په نامه ردیدلی نه شی او نه د ملی ګټو پرته بل نوم پری ایښودل کیدلی شی. د امنیتی موافقتنامی لاسلیک کیدل زمونږ په هیواد کی د سولی تضمین کوی خو امضا کول یی د یو اړخ په مطلقه ګته او د افغانستان په تاوان نشی کیدلی. امریکا ته د شپیتو کلونو زیار وروسته اوس په افغانستان کی د نظامی موجودیت زمینه برابره شوی ده چی افغانان ورسره مخالف نه ښکاری. خو څه چی افغان یې په بدله کی غواړی هغه سوله او د خپل هیواد د زمکنی تمامیت تضمین دی. امریکا په جنوبي اسیا کې د خپل غټ متحد نه چاته یې چې د خپلو درې زره ځوانو عسکرو وینه بخښلې ده دا غوښتنه کولی شي چې افغانستان کې خپلې لاسوهنې ودروي او د طالبانو چې د پاکستان د ګټو د پاره جنګیږي د ملاتړ نه لاس واخلي. هیره دې نه شي چې پاکستان طالبان په هغه پنځه سوه ملیون ډالرو تمویلوی کوم چې دوی ته هر کال امریکا د تروریزم سره د مبارزې د پاره ورکوي. دا غوښتنه نه نا معقوله او نه د کوم چا د شخصی ګټو د پاره ده. د کرزی حکومت او حکومتداری د عیبو ډکه وه او ده خو په دی مورد کی دی د ملاتړ وړدی. په افغانستان کی د پاتی کیدلو په بدل کې امریکا باید په افغانستان کی سوله تضمین کړی، د زمکې تمامیت ته یی په درنه سترګه وګوری او پاکستان په دی پوه کړی چی دومره زور په کی نشته چی امپراتوری جوړه کړی. ددې ژمنې د نه شتون سره سره د امریکا سره د امنیتي تړون پر لاسلیک ټینګار کول د افغانستان د ملي کټو پر ضد دریځ بلل کیږي نو د منلو وړ نه دی.
د افغانستان د تجزیه کولو اوحتی د نړۍ د سیاسی نقشې نه زمونږ د هیواد محو کول تازه خبره نه ده او په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان او برتانیا تر منځ د نیغ تماس را پدې خوا روانه ده. حتی د ۱۹۴۳ او ۱۹۴۷ ترمنځ د هند وایسرای ارچیبالد ویویل ویلی چې افغانستان دې قاش په قاش د نړۍ د نقشې نه محوه شي (د مرحوم غلام محمد زرملوال په وینا). دا خبره یو ځل بیا د افغانستان نه د روسانو د وتلو په درشل کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د پاره نړیوال انستیتیوت را منځ ته کړه. دې انستیتیوت ویلي وو چې د افغانستان نه د روسانو د وتلو وروسته به دې هیواد کې یو ضعیف مرکزي حکومت جوړ شي د ولایتونوسره به یې ارتباط تش په نامه وي او ولایتونه به د خود مختاره حکاموله خوا اداره کیږی. داسې نه بریښي چې په دې مورد کې دې د لویدیځو هیوادونو دریځ کې کوم غټ بدلون راغلی وي. که کرزی وایې چې دا خبره د منلو نه ده نو دی د افغانستان د ولسمشر په توګه په حقه دی.
د ملکي خلکووژل کیدل او د هغو بیعزتي په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده خو که په یو هیواد کې په زرهاو بهرني عسکر پراته وي د ځینو پېښو کیدل حتمي دي خو ناحقه وژل کیدل او د خلکو بیعزته کول د نړیوالو اصولو ضد کار دی او باید ودرول شي.
په داسې حال کې چې امریکا چمتو ده چې دا دریمه خبره ومني داسې نه ښکاري چې دې ته حاضره ده چې په پاکستان زور راوړي چې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې بندې کړي. ددې معنا په افغانستان کې د جګړې دوام دی. نو افغانان باید په دې مورد کې د کرزي د ټینګار نه چې د افغانستان د لوړوګټو سره سمون لری ملاتړ وکړي. د وروستیو افشا ګریو نه وروسته اوس دا څرګنده خبره ده چې د کرزي او امریکا ترمنځ شدید اختلافونه شته او د پښتون په توګه ممکن دی د امریکا نه د غچ اخستلو په لټه کې وي. خو سوله زمونږ دپاره یوه ملي مساله ده او ددې مسالې نه د کرزي او امریکا د اختلاف موضوع جوړول د افغانستان د ګټو ضد کار دی.
(لیکوال پخوا په بی بی سی مانیټورنګ کې ژورنالیست و او اوس په یوبهرني شرکت کې کلتوری مشاور دی)