د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استاد صدیق پسرلي د مړینې له امله د پوهنې د جلالتمآب وزیر د خواخوږۍ پیغام

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست 13.01.2014 11:55


په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د معاصر غزل سرلاری استاد صدیق پسرلی د ۸۵ کلونو په عمر له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

خدای بښلی پسرلی په غزني ولایت کې زېږېدلی او په کندز کې ستر شوی و. د هیواد د غمیزو له پیل سره سم یې پېښور ته هجرت کړی او په دې وروستیو کلونو کې په پوره مینه او لېوالتیا د خپل ټاټوبي په زړه کابل کې واوسېد.

هغه د خپل خواږه عمر اوږده کلونه پښتو شعر او ادب په تېره بیا غزل ته په خدمت کې تېر کړل، مطبوعاتو سره یې کار وکړ، مجلې یې چاپ کړې او د خپل عمر په هره مرحله کې یې خپل ولس ته معنوي خدمات وړاندې کړل.

مرحوم صدیق پسرلی له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې سخت ناروغ و، چې لومړی د شهید سردار محمد داود خان او بیا د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو.  نوموړی بالآخره تېره شپه د هند په پلازمېنه ډېلي کې ساه ورکړه او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې.

استاد پسرلي که څه هم په خپلو تلو سره د افغانستان په ادبي برخه کې یوه ستره تشه تر شا پرېښوده، خو ترڅنګ یې یوه بډایه علمي او ادبي پانګه هم پریښې، چې دده چاپ شوي او ناچاپه اثار او دده فرهنګي کورنۍ ده.

خدای بښلي پسرلي تر خپلې شا یوه داسې فرهنګۍ کورنۍ پرېښوده، چې نژدې ټول زامن یې په یوه نه یوه ډول دده لار تعقیبوي او انشالله د استاد یاد به تر اوږدو ژوندی ساتي.

موږ په داسې حال کې، چې د مرحوم پسرلي صېب وفات د هیواد ادبي برخې ته نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، له لوی خدای ج څخه ورته د جنت هیله کوو او خپلوانو او کورنۍ ته یې ستر صبر او جمیل اجر غواړو.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست