د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داروپا اتحاديه

حضرت بريال 24.12.2013 11:01

له دوهمی نړیوالی جګړی وروسته یو څو اروپایی هیوادونو هیله درلودله ترڅویو بل سره مرسته او همکاری وکړی او د بلی جګړی مخه ونیسی. له دی امله شپږو اروپایی هیوادونو په 1952 کال کی د ډبرو سکرو او فولادو ګډه اتحادیه تاسیس کړه ، ځکه چی فولاد او د ډبرو سکاره د نظامی صنایع لپاره مهم خام مواد ول. دوی کوشش وکړ چی له دی لاری د یوه هیواد د نظامی زراد خانی مخه ونیسی. دا اتحادیه د اروپا د ټولنی د تاسیس نه مخکی لومړنی مهم اقدام وو، په 1958 کال کی دا ټولنه نوره هم پراخه شوه ، نور تجارتی اموال ، سرمایه او خدمات هم پکی شامل شول او له همدی کال وروسته د اروپا د ګډ بازار په نوم یاده شوه. د اروپا په ګډ بازار کی د ژوند د چاپیریال ، کرنی او ترانسپورت مسایل هم شامل شول او په 1993 کی د اروپا ګډ بازار رسما د اروپا د اتحادیی یا ټولنی په نوم تبدیله شوه. له دی وروسته دی ټولنی د اروپا د ګډ خارجی سیاست لپاره هم خپلی هڅی سره منسجمی کړی. له دی ټولنی سره نور 15 هیوادونه یوځای شول چی اوس یی ټول تعداد 28 هیوادونو ته رسیږی او هغه عبارت دی له :
آلمان ، اتریش، اسپانیا، استونیا، سلواکیا، انګلستان، سلوینیا، ایتالیا، ایرلیند، بلژیک ، بلغاریه، پرتګال ، چک ، دنمارک، رومانیا، سویدن، فرانسه ، فنلند، قبرس، کرویشیا، لاتویا، لیتوانیا، لوکزامبورګ ، پولند، مالتا، هنګری ، هالند او یونان.
باید ووایو چی د اروپایی ټولنی د عضویت لپاره 5 هیوادونه رسما نامزد او خپل غوښتنلیکونه یی وړاندی کړی دی چی هر یو ترکیه ، آیسلند، مونتنګرو، صربستان او مقدونیه دی.
د اروپا اتحادیه کوم رسمی پلازمینه یا پایتخت نه لری او د هغی ارګانونه تیت او پراګنده دی. اما عملی یا دفګتو پایتخت یی په بروکسل کی دی ځکه چی د اروپا کمیسیون او د وزیرانو شورا دلته واقع دی او دلته خپلی جلسی دایروی. له 2004 کال نه را پدیخوا د اروپا د پارلمان وړی غونډی هم په بروکسل کی جوړیږی. اما د اروپا د پارلمان رسمی مرکز د فرانسی په ستراسبورګ کی جوړیږی او 12 اونۍ دوام کوی. د اروپا د شورا او د بشر د حقوقو مرکز هم دلته په ستراسبورګ کی واقع دی. چی دا وروستی دوه یاد شوی سازمانونه د اروپا له اتحادیی نه جدا دی.
د اروپا د محکمی ، د پارلمان سکرتریت او د اروپایی سرمایه ګذاری بانک مرکزونه په لوکزامبورګ کی دی.
یورو د اروپا د ټولنی د اقتصادی وحدت او یوالی سمبول دی چی له 2002 کال راپدی خوا په 12 هیوادونو کی رسما په چلند کی ده چی د اروپا د سیاسی یوالی ته لاره هواروی. حضرت بریال