د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تړون ځنډ به، اختلافونه او کورنۍ جګړه راوپاروي!

سرلوڅ مرادزی 22.12.2013 11:36

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د مشورتې لويي جرګې له هوکړې روسته، د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډ به له امریکا او لویدیځ سره د افغانستان تازه او اومګړې دوستي او بلخوا د هیواد امنیت، ملي واکمني او نورې ملي ګټې چې اوس هم د سراښو ګاونډیانو تر پرلپسې ګوزارونو لاندې دي، په نه رغیدونکي توګه زیانمني کړي. همداراز دا ځنډ به د افغانستان، امریکا او لویديځ ترمنځ روانې ناندرۍ د ژورواختلافونو کچې ته لوړې کړي او په کوردننه به هم د تړون د لاسلیک غوښتونکو او د هغه د مخالفینو ترمنځ شتون واټن لازیات کړي چې لومړی به د نور تاوتریخوالي او روسته به د شخړې او کورنۍ جګړې په لور وغځیږي!
همداراز د امنیتي تړون ځنډ به د امریکا او د افغانستان د سیمه ییزه ګاونډیانو ترمنځ د ګټو ټکر رامنځته کړي چې داسې حالت به افغانستان ته هم د ګاونډیانو په غبرګون کې، له لوی خطر سره ملګری وي.
اوس د هرې ورځې په تیریدو سره د امنیتي تړون ځنډ د افغانستان او لویدیځ او په کور دننه د افغانانو او د ګاونډیانو ترمنځ په یوه لویه بوختسه بدلیږي او نه لاسلیک به يي د افغانستان او سیمې لپاره په یو لوی ناورین واوړي چې هغه مهال به د ولسمشر کرزي پر مشرۍ د اوسني واکمن ټيم ختا او تېروتنه، تر ټولو لومړی افغانانو ته چې له پخوا هم د ناکامو تګلارو په لامل زیانمن او ژوبل دی، نوي ننګونې او ګواښونه رامنځته کړي!
د مشورتي لويي جرګې له پریکړې او د روان کال ترپای پورې د امنیتي تړون پر لاسلیک د جرګې له ټینګار، یوازې څو اوونۍ تیریږي. خو په دغه څو اوونیو کې حالات، د افغانستان په دننه او سیمه کې د هیواد د ګټو په زیان په چټکۍ سره مخ په بدلېدو دی. لیدل کیږي په دغه لنډه موده کې لویدیځ سره د افغانستان د متقابلو اړیکو او دوستۍ مخالفین دلته او هلته سر راپورته کوي او تازه دا، هغه کسان چې پرون يي په لویه جرګه کې د تړون په پلوۍ رایه ورکړې له خپل هوډ او لارې اوړي او د مخالفینو په لیکو کې ښکاره دریږي!
بلخوا د کرزي په مشرۍ واکمن ټیم تر اوسه افغانانو ته د تړون د لاسلیک د ځنډ په اړه، اصلي خبره نه ده کړې!
هغه دوه یا دوه نیم شرطونه! چې ولسمشر کرزي يي خپله او یا يي د خپلو ویاندانو په خوله بیا بیا تکراروي او وايی چې د افغانانو پر کورونو دې د بهرنیو پوځیانو یرغلونه ودریږي، طالبانو سره دې د سولې بهیر پيل شي او له ګوانتنامو محبس دې طالب بندیان خوشې شي، تر اوسه پورې يي د تړون لاسلیک د ځنډ په تړاو، د افغانانو اندیښنه نه ده له منځه وړي!
افغانان دې ډول شرطونو ته د شک په سترګه ګوري او په دې اند دي چې کرزی اصلې خبره له ملت څخه پټه ساتي، ریښتیا نه وايي او هسې د بوسو لاندې اوبه تیروي!
ډیری افغانان دا پوښتنه کوي، چې دا شرطونه د تړون په مسوده کې چې له یوه کاله زیات پرې د دواړو هیوادونو څانګپوهانو کار وکړ، ولي ځای پرځای نه شول؟
ولسمشر کرزي ولي هغه مهال پخپلو دغو دوو شرطونو ټینګار ونکړ؟
کرزي ولي امنیتي تړون لپاره چې امریکا سره د شوي ستراتيژیک تړون یوه برخه ده او ستراتیژیک تړون د لويي جرګې او ملي شورا لخوا منل شوی او د ولسمشر کرزي او د امریکا د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی، بیا مشورتي لویه جرګه راوغوښته او اوس ولي ددې جرګې هوکړه نه مني او د جرګې د پریکړې مخالف لوری يي نیولي دی؟
د امنیتي تړون پر مسودې هوکړه او د لويي جرګې پر پریکړه، اوس کرزی ولې هره ورځ نوي شرطونه وړاندې کوي، ایا دغه شرطونه د هیواد د ملي او سراسري ګټو پرځای، دده د شخصي ګټو له ورخه اوبه نه څښي؟
یوخوا ټول ملت امنیتي تړون سره د لاسلیک په ملاتړ او بلخوا کرزی په یوازې ځان تړون سره په غیږلوبه کې، افغانان او د هیواد راتلونکي کومې خواته بیايي؟
دا او په لسګونو نورې پوښتنې هره ورځ د افغان کارپوهانو، سیاستوالو، مشرانو او بېلا بیلو رسنیو له لارې له ولسمشر کرزي څخه کیږي، خو کرزي ځان د کڼو او ړندو په کوڅه سم کړی او تراوسه يي داسې پوښتنې بېځوابه پرییښې دي!
د ډیری افغانانو دا خبره چې ددې تړون ژر لاسلیک د افغانستان په ګټه دی، خو که کرزی يي ومني، هغه متل ته ورته دی چې وايي « کنز ښه وايي، خو ملا شاګل يي نه مني!»
دا خبره ورو ورو زور اخلي چې کرزی غواړي د تړون د لاسلیک په ځنډ سره د ځان په ګټه وخت سپما کړي او له دې وخت څخه په کور دننه او ګاونډ کې د تړون مخالف ځواکونه راوپاروي او د هغو پر مټ پر امریکا او لویدیځ خپلې شخصي او ځانګړې غوښتنې لکه د راتلونکي کال په ټاکنو کې د خپل زړه غوښت کس بریا، ډاډمنه کړي. بلخوا دا ګونګوسي هم پیاوړي کیږي چې کرزی غواړي د امریکا او لویديځ د مرستو پرځای د ګاونډیانو لخوا د جوړشوي خیالي جنت په حرام سرای کې دېره شي او هلته دی او ټيم يي له هغه حورو او غلمانو خوند واخلي چې د دوبۍ په بنګالو کې يي پرې خوا نه ده سړه شوې او یا د هغو پر خیالي ژمنو، ملاتړ او مرستو ډډه لګوي.
ښايي کرزي او ټیم يي هېره کړې وي چې موجوده حالاتو کې د افغانستان د بودیجي لسمه برخه، له خپلو زیرمو په ډېر کړاو ترسره کیږي او د بودیجي د چټکتیا هیڅ کورنۍ زیرمه نه لیدل کیږي. د اوس لپاره د پوځي چارو ټول لګښت او پراختیايي بودیجه، د امریکا او لویدیځ پر مرستو ولاړه ده. ایران او پاکستان چې ولسونه یي نهر او په کور دننه له لوی مالي او اقتصادي بحران سره مخ دي او یا نورګاوڼدیان په داسې حالاتو کې افغانستان سره څه مرسته کولای شي؟
کرزی ولې په میړانه د لویدیځ د مرستو او ملاتړ بل بدیل افغانانو ته نه ورپيژني؟
بل پلو په داسې حالاتو کې ایران ته د ولسمشر کرزي سفر او هغه هیواد سره د ستراتیژیک تړون پر لاسلیک، شخصي او یو اړاخیز ټینګار چې لا د هغه هیواد د ډالري کڅوړو معامله د افغانانو پر ذهن د څټک ګوزار پشان فشار راوړي او یا امریکا سره د امنیتي تړون برخلیک ناڅرګند مهال او چاپیریال ته ورټېل وهل، د یوه پاروونکي او لمسونکي کړچار پرته بل څه ګڼل کېدای شي؟
پوښتنه دا ده، د داسې احساساتي او لنډپارو منډو ترړو او تګلارو تاوان په راتلونکې کې څوک پرې کوي، کرزی او که د افغان کړیدلی او هردم شهید ملت؟
ښايی پنجابي چارواکو هم کرزی ته امریکا سره د تړون د نه لاسلیک په صورت کې، غوړې وعدې ورکړې وي. دا چې ویل کیږي کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف له راتګ روسته، د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارۍ کلکه موافقه کړې ده، د کرزي لیږل په « نخود سیا» پسې، متل ته ورته پاتیږي!
د کرزي پر وړاندې د طالبانو په دریځ کې روستی نرمښت او د ګلبدین په مشرۍ د اسلامي ګوند لیکونه او اعلاميي، څرګندوي چې پنجاب ددغو توند لارو په مټ غواړي کرزي ته غر غوښه او سیند ښوروا وځلوي او په هره بڼه چې کیږي افغانستان، امریکا او لویدیځ سره د دوستۍ او نږدیوالي له غوره شوې تګلار څخه راوګرځوي او افغانستان بیا خپلې لکۍ پسې غوټه کړي!
دا چې کرزی د خپلې دولس کلنې واکمنۍ په اوږدو کې امریکا ، انګلستان، جرمني، ناروي، کاناډا، استرالیا او نورو لویو وړو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیکوي، نن په داسې حال کې چې د واک یوازې څو میاشتې يي پاتې دي، د هغه دا خبره چې وايي امریکا د استعمارګرو هیوادو پشان چلن کوي، د ماشومتوب او بي سنجشه خبرې پرته بل څه ګڼل کېدای شي؟
ایا داسې خبرې د ناکامو تګلارو څخه د ځان سپیناوۍ او د افغانانو د تېرایستلو لپاره نه کیږي؟!
د کرزي دا بله خبره هم چې وايي په امنیتي موافقه کې له خپلو شرطونو نه تیریږم، پریږده هرڅه چې کیږي ودې شي، د هیواد د ملي او سراسري ګټو په وړاندې د یوه ځانمرګې له چاودیدونکي واسکټ څخه کمه نه ده!
افغانان له کرزي پوښتنه کوي، د خپلې واکمنۍ په تېرو ۱۲ کلونو کې ولې د فساد په وړاندې کلک ونه دریدلې او په مشرۍ دې واکمن ټيم په نړۍ کې د لومړنی فاسد ټيم جایزه ترګوته کړه!
د قانون په پلیتوب کې کې دې ولې یو ګام پرمخ وانخیست او هرڅه دې د زیانمنو او ملي ضد مصلحتونو څخه قربان کړل!
ناکام دولت، بدنام ټيم، بي کفایته او سرسام ولسمشر د ولس په وړاندې د یوې خبرې د ځواب ویلو جوګه نه وي!
د خپل بام واورې د نورو پر بامونو اچول، نور پړ او ګناګار ګڼل او ځان او خپل ټیم سپين چرګان راایستل، د یوې ستونزې دوا نه شي کېدای او نن پرې یو ساده زړی افغان هم نه تېروځي!
افغانان باید په دې حساس پير کې هوښیار او بیدار اوسي او پرینږدي چې د هیواد ملي او سراسري ګټې د کرزي او د هغه د بدنام او فاسد ټيم د شخصي ګټو قرباني شي!
پای

سرپاڼه