د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې د ملي جبهې طرحه

د سولې ملي جبهه 17.12.2013 13:50

بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې ملي جبهه
لومړی د جبهې اړتيا:
زمونږ په هيواد کښې د سياسي- پوځی پيښو اوسنی مسير د افغانستان خلک د پيچلې او نامعلومې راتلونکې سره مخامخ کړيدي.
سره له دې چې د روان بحران د پای موندلو لپاره عملي لاره نه تر سترګو کيږې،  داسې نوې پيښې د ظهور په حال کښې دي چې د افغانستان جغرافیوي وجود او ملي يووالی ته نوي ګواښونه او نوي خطرونه رامنځته کوي.
د پرون او نن په رڼا کښې د هيواد سباوون ته په پام دا جګړه او را روان را تلونکي خطرونه تر هغه پورې پای نه مومی تر څو په خپله افغانان د خپل وطن په سياسي برخليک کښې د ټاکونکې ونډی درلودونکي نه وي.
ستونزه دا نه ده چې څوک يا کومه ډله د قدرت په ګدۍ کيښنول شي، بلکه مشکل د سولې نشتوالی دی. خلک سوله غواړي سوله د نن ورځې ملي مبرم ضرورت دی. په سوله پورې د افغانستان شتون او د افغانانو ژوند تړلی دی.
پرله پسې تجربو دا وښودله چې سوله د ټوپک - ثروت پر معيار د سياسي قدرت پر ويش نه شي راتلای. د قدرت د قبضه کولو، ساتلو او انحصارولو ملي ضد سياستونو خو د افغانستان په بيه هم هیواد کښې سوله را منځته ته نه کړه. دا چې مونږ وايو د دې هيواد اصلي يا رښتیني خاوندان دا ولس او دا خلک دي نو سوله بيا د خلکو په اراده، ونډه، بيدارۍ، هوښيارۍ، انسجام او يووالي پورې اړه لري. ملي يووالی په جګړو او منصبونو په ویش لاس ته نه راځي. د ملي پيوستون لپاره ملي هدفونه، ملي شعارونه، ملي سياستونه، ملي فکرونه، ملي عملونه او ملي شخصيتونه ضروري دي.
زمونږ ملت د وحدت خپلواکۍ او سولې په خاطر ټول هغه څه قرباني کړل چې په لاس کښې يې درلودل، مګر په بدل کښې ورته بحرانونه جګړې او داسې حکومتونه ورکړل شول چې د بحران په پیل کښې واکداره او پای کښې بيواکه دي. نور نو د دسيسو او جګړو د ورکړل شوي بدل په مقابل کښې هغه بديل ته اړتيا ده چې سوله رامنځته کړي.
سوله زمونږ د خلکو ژوند او د ژوند لپاره مبارزه زمونږ د خلکو حق دی. همدغه ستر ارمان ته د رسيدو په هيله د افغانستان دازادی ملي يووالي حرکت، د خپلواک افغانستان ملي حرکت، د افغاني سياسي حلقو غړي، دينی، مسلکي شخصيتونه او د ټولنيزو  قشرونو مشران د ملي سراسري جبهې د پلاتفورم د بشپړيدو لپاره دغه پيشنهادي طرحه افغان ولس او د نظر خاوندانو ته د سمون او ګډون لپاره وړاندې کوي.
جبهه د افغانستان د پيښو روان بهير ګام په ګام څاري. په اوسنیو حالاتو کښې د افغاني ټولنې د ټولو پرګنو او د بحران د شاملو اړخونو له مناسبو استازو سره د يوه جبهه ايز پلاتفورم لاندې په پراخه يووالي او د يو واحد مشروع مرکزیت په جوړيدو کار کوي تر څو هغه سوله ايز چاپیريال منځ ته راشي چې د بحران د پای او سولې د پيل لپاره د مؤقتي انتقالي ادارې د ملي اړتياو د پوره کولو وړتيا ورسره وي.
مګر د اضطراري حالاتو د پيښیدو په صورت کښې به د جبهې مرکزی شورا د وخت د تقاضا سره سم داسې تصميم نيسي چې د ملي غوښتنو، جبهه ایزو اهدافو او  سملاسي انتقالي ادارې د جوړښت سره اړخ ولګوي.
                دوهم د جبهې جوړښت
جبهه د افغاني ټولنې د هر اړخيز  تحليل، عيني واقعیتونو او ملي غوښتونو پر اساس منځ ته راغلې او په جوړښت کښې يې ټول سوله پلوي قوتونه ونډه لري.
د سولې ملي جبهه د وطن پر وړاندې د ملي او سياسي ذمه واريو د سرته رسولو لپاره د شريکو هڅو افغاني مرکز دی، چې په جبهه ايزو معيارونو د ټولنو، حلقو، سازمانونو او شخصيتونو تر منځ پيوستون غواړي.
 ملي يووالی زمونږ د اوسني وخت اړتيا ده. د افغانستان خلک هغه وخت د دې اړتيا د پوره کولو وړتيا تر لاسه کولی شي چې په يوه ملي پلاتفورم سره هغه مصنوعی مفکوروي ديوالونه ونړوې چې د پرديو د لاس وهنو(مداخلو)، جګړو او خپل منځي تضادونو د پيدايښت لپاره د تيرې زمانې ميراث بلل کيږي.
زمونږ د هيواد روانه ستونزه په قومي، مذهبي، عنعنوي او کلتوری جوړښتونو ځکه نه حل کيږي چې داخلي، سيمه ايز او نړیوال اړخونه يې د يادو حلقو د فکري او عملي قوت څخه ډیر پياوړي او پراخه دي.
د تاريخ، تجربې او ټولنيز جوړښت پر بنسټ اسلاميت او افغانيت د هر څه په انډول هغه پراخه پرانستل شوې غيږه ده چې د ډيرو څخه لا ډیر افغانان په کښې د ملي ارمان لپاره هڅې کولی شي.
پر همدی اصل جبهه د هغو افغانانو متشکل ملي مرکزيت دی چې په بيله بيله کچه او خپل خپل ځای يې حقونه غصب شوي او په ډول ډول فکرونو د هغو تر لاسه کولو ته مبازره کوي.
مفکوروي او تشکيلاتی استقلال د يوه جبهه ايز اصل په توګه د درناوي وړ دی، خو تر هغه چې د جبهې  اصول او تشکيلات يې و زغملی شي.
له همدې امله په جبهه کښې ټول شامل اړخونه اړ دي چې په خپلو فکري او عملي تګلارو کښې د جبهې ملي اهداف پر قومي، ګوندي او مذهبي اهدافو مقدم وګڼي.
هره ټولنه او فرد چې د وطن د استقلال معاملګر او د خپلو خلکو د سر او مال پوروړی نه وي او د جبهې د غوره شوو هدفونو لپاره مسئولانه هلې ځلې کوي، د جبهې غړي بلل کيږي.
        دريم  د جبهې هدفونه
په او سني پړاو کښې جبهه د افغانستان د استقلال، ملي وحدت او ملي واکمنۍ د تثبيت او ساتنی پر بنسټ د لاندې اهدافو لپاره مبارزه کوي:  
۱ـ عادلانه سوله
۲ـ ملي يووالی
۳ـ د اسلام د سپيڅلی دين او د ملت د ارادې پر بنسټ د سياسي نظام جوړښت
۴ـ ټولنيز عدالت
۵ـ متوازن هر اړخيز پرمختګ
۶ـ پر خپلو خلکو او خاوره د خپل ولس غوره شوی حاکميت
۷ـ د واحد او متحد هيواد څخه په ګډه دفاع
۸ـ د افغانستان په سياسي، اجتماعي او فرهنګي ژوندانه کښې د ټولنې ټولو خلکو ته د رښتينې او عادلانه ونډې د اخستلو شرایط برابرول
۹ـ د هر ډول ترهګرۍ او استبداد پر ضد غوڅه مبارزه
۱۰ـ د افغاني ټولنې د ټولو اقشارو د حقه حقوقو ساتنه
۱۱ـ د ملګرو ملتو د منشور سره سم د منل شوو قوانينو درناوی
سملاسي يا بيړني هدف
د سولې ملي جبهه په داسې حالاتو کښې جوړه شوې چې له يوې خوا جګړې او له بله پلوه د ټاکنو هلې ځلې روانې دي.
دا شونې ښکاري چې نا امنه وضعه او بې باوره ټاکنې روان بحران ته دومره ژورتيا او پراختيا ورکړې چې افغانستان په ځانګړو حالاتو کښې واقع شي. پدغه ډول شرايطو کښې به د جبهې مرکزي شورا د وخت د اړتيا سره سم فوق العاده غونډه را غواړي تر څو د ولس له استازو او په شخړه (کشاله) کښې د شاملو لورو سره د مشورې پر بنسټ د مؤقتي انتقالي ادارې جوړولو ته اقدام وکړي.
د اړوندی ادارې په جوړښت او کاري شخصيتونو کښې به پخوانيو تيروتنو او ننيو واقعیتونو ته ژوره پاملرنه کيږي. هغه په یو خدای(ج)، وطن ميین، تجربه کار،  بې پرې افغانان او تکنوکراتان به يې بنسټيزې ستنې وي چې د خپل ملت پر وړاندې پړه يا ګرم نه وی پيژندل شوي. د مؤقتي ادارې کاري موده او دندې د نوموړی شورا له خوا تثبيتیږي چې تر ټولو اساسي وظيفه يې رښتينو عادلانه ټاکنو ته شرايط برابر ول او په ټاکل شوې موده کښې واک اختيار د افغانستان د خلکو انتخابي حکومت ته سپارل دي.
            څلورم اهدافو ته د رسيدو لاری او اصول
۱ـ پورتنيو مرحلوي اهدافو ته د رسيدو لپاره پر ملي غوښتنو او اجتماعي واقعیتونو د متکي جبهې جوړيدل د ګډ ملي کار پیل دی.
۲ـ د نظر له خاوندانو سره تر مشورې وروسته د جبهې لومړنۍ پيشنهادي طرحه تیاره شوې او د عملي هلو ځلو په ترڅ کښې بشپړيږي.
 ۳ـ هره ډله او فرد چې د جبهې سره پيوستون اعلانوي، رغنده وړانديزونه يې د کاري پروګرام يوه برخه ګرځي.
۴ـ جبهه د یوې مؤقتي شورا له خوا اداره کيږي د کارونو د پراختيا په ترڅ کښې شورا هم پراختيا مومي.
۵ـ د جبهې ټولې تشکيلاتي څانګې د مرکزي شورا تر مشرتوب لاندې دندې سر ته رسوي.
۶ـ د جبهې د ارتباطي څانګو، غړو او پوهو افغانانو څخه د دعوت کميټه جوړيږي.
۷ـ د دعوت د کميسون یوه اساسي دنده د سترې افغاني شورا يا غونډې د غړو تثبيت په افغانستان او يا بل مناسب ځای کښې د هغې جوړيدل دي.
۸ـ دا غونډه به د ترکيب په لحاظ د سراسري سولې ملي مهمو غوښتنو، ورځنيو واقعیتونو او ټولنيزو جوړښتونو هغه مشروع مرکزيت وې چې د امکان تر حده پورې به د ملت استازيتوب کوي.
۹ـ د غونډې  ګڼ برخه وال په جبهه کښې د شاملو اړخونو له منځه غوره کيږي، مګر د افغاني ټولنې د هر قشر، ټولنيزو جوړښتونو، مسلکي حلقو، مدني ټولنو، دينی عالمانو، قومي مشرانو، تکنو کراتانو، مهاجرينو، ځوانانو خويندو ميندو، مذهبي اقلیتونو، صنفی اتحاديو، ملي پانګوالو او هغو افغاني پرګنو استازي به يې هم برخه وال وي چې د سولې، ملي يووالی او جبهه ایزې تګلاری سره یو شان يا ورته کړنلاره ولري.
۱۰ـ د عمومي شورا يا سترې غونډې  لومړنۍ وظيفه د جبهه ايز پلاتفورم بشپړول او د مؤقتي انتقالي ادارې د جوړښت لپاره د ځانګړو کارونو پیل دی.
۱۱ـ د انتقالي ادارې د جوړښت او برياليتوب په خاطر د ټولو اداري مسلکي افغانانو، خصوصا وطنپالو منصبدارانو، پوليسو، امنيتی کارکونکو، حقوقی ماهرينو او سياسي اجتماعي شخصيتونو سره ګډ کار ته مناسب پلان جوړول د نوموړې غونډې د کاري پروګرام مهمه برخه ده
۱۲ـ د معضلی د دواړو لورو سره مخامخ خبرې او د هغو د رغنده وړانديزونو په درشل کښې د سوله ايز چاپیريال منځ ته راوړل د غونډې  ستر هدف دی.
۱۳ـ د افغانستان په شخړه کښې د ګاونډيو ملکونو، امريکا، اسلامی هيوادونو اروپايي اتحادیي او ملګرو ملتو نقش ته په پام هڅه کيږي چې دا ټول اړخونه د افغانستان په سوله او بيا آبادۍ کښې فعالې ونډې ته را وبلل شي.
            پنځم د جبهې داخلي او خارجی سياست
۱ـ د جبهې داخلي سياست د افغانستان پر غوښتنو او واقعیتونو متکي دی. مونږ په خپل ټول توان په خپل هيواد کښې د عادلانه سولې لپاره هلې ځلې کوو. جبهه د افغانستان د خاورې د هرې لويشتې او هر افغان پر وړاندې ملي ذمه واري لري.
خو په هيڅ سیاسی ګوند، قوم، ژبې ، مذهب او دولت پورې تړلی نه ده.  موږ د خپل ملت د غصب کړای شوو  حقونو تر لاسه کولو لپاره سوله ايزه مبارزه کوو. هر افغان ته د ورورۍ لاس ورکوو او  له هر چا څخه غواړو چې یو بل و زغمي او یو بل ومني.
۲ـ د جبهې بهرنی سیاست
جبهه د یو واحد، متحد، مستقل، او سرلوړي افغانستان ملي او تاریخي دریځ ته په پام د نورو هيوادنو استقلال، ملي ګټو، دين او منل شوو حقوقو ته په درناوي له ټولو څخه د متقابل احترام او په سوله کښې د ګډ ژوند د شريکو اصلونو درناوی غواړي.
مونږ د يوه جګړه ځپلي هيواد په توګه د خپلو ګاونډیانو او نړيوالې ټولنې څخه د سولې په منځ ته راتګ او بيا آبادۍ کښې د داسې مرستی غوښتونکي يو چې د افغانستان استقلال، ملي يووالي، دين او ملي ارزښتونو درنښت ته پکښې جدی پاملرنه شوې وي.
        شپږم تشکيلات
د عمومی غونډې  يا سراسری افغاني شورا د جوړيدو تر وخته د جبهې ټول تشکيلات مؤقتي بڼه لري او دا لاندې څانګی بيړني فعالیتونه پر مخ وړي.
۱ـ مؤقته شورا
۲ـ کاري (اجرائیوي) کميټه
۳ـ د دعوت کميټه
۴ـ د بهرنیو روابطو کميټه
۵ـ مالي څانکه
۶ـ فرهنګي کميسون
۷ـ ادارې څانګه
۸ـ  د خويندو ميندو کميټه
۹ـ د ځوانانو کميسون
يادونه: د هرې کميټې دندې د همهغه څانګې د مسلکي کسانو په وسيله تثبيت او پرمخ وړل کيږي.
    
ومن الله التوفیق
د اړیکې پته: حیات پیاوړی
د ګرځنده ټیلفون شمیره: ۰۷۸۶۱۹۱۱۴۶
برښنا لیک:piaweray1@yahoo.com
افغانستان