د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوندون ټلویزیون پر وړاندې د پردیپالوغوغا

سرلوڅ مرادزی 15.12.2013 13:00

د افغانستان ولسي جرګې د روان میلادي کال د مۍ په ۳۰ مه، په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه چې تذکرو کې دې د قوم پر ځای یوازې د ملت (افغان) کلمه ولیکل شي. که څه هم، هغه وخت ولسې جرګه کې د نظارشورا یو شمېر غړو او په تېره بیا د بلخ والي عطامحمد نور په اندیښنو ککړو وکیلانو هڅه وکړه چې تذکرو کې د افغان کلمې مخه ونیسي، خو د هغوی دا ملي ضد هڅّه د هیوادپالو وکیلانو لخوا، له ماتې سره مخ شوه.
د ولسي جرګې له پریکړې روسته، سملاسي عطامحمد نور د رسنیو له لارې ولسې جرګې ته ګواښ وکړ چې که په تذکرو کې د وګړو ملت ( Nationality ) د افغان پرځای، د هغو قوم ( Ethnicity ) ته راټيټه نه کړي او په دې اړه خپله پریکړه بېرته وانخلي، د خپل هوډ د پلیتابه لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي!
عطا محمد نورهغه وخت نه یوازې ولسې جرګه ګواښلې وه چې خپله پریکړه بیرته واخلي، بلکې پر ولسمشر کرزي يي هم فشار راوړی وو چې ولسي جرګه له خپلې پریکړې بېرته اخیستلو ته وهڅوي او په تذکرو کې د افغان کلمې لیکل يي له سرې کرښې د اوښتلو په مانا ګڼلي وو!
د ولسي جرګې له پریکړې روسته، ددې جرګې اداري ډلګۍ دا پریکړه چې د تذکرو پر لومړي مخ به د افغان کلمه لیکي، د رسمياتو له دود سره سم، مشرانو جرګې ته پخپل لومړي مکتوب کې په اصلي بڼه لیږي، خو روسته اداري ډلګۍ په پټو زدوبندونو او د عطامحمد نور په فشار او تطمیع سره، د ولسي جرګې په پریکړه کې ګوتې وهي، اصلي پریکړه له منځه وړل کیږي او مشرانو جرګې ته دوهم مکتوب له ځانه په جوړ شوي متن او د ولسي جرګې د پریکړې په خلاف، استول کیږي.
مشرانو جرګه هم له ولسې جرګې څخه د استول شوي دوهم جعلي مکتوب له روحيي سره سم پریکړه کوي، د تذکرو پر مخ د افغان کلمي لیکنه له پامه غورځوي او یوازې د تذکرې په ډیتابیس کې د قومونو په نوم بسیا کیږي او دا کټ مټ هغه څه دي چې د نظارشورا په استازیتوب د عطامحمد نور غوښتنه او ګواښنه وه!
کله چې د مدني ټولنې او د ژوندون تلویزیون کارکوونکي د پېښې له اصلي بهیر څخه خبریږي، د چلوټې ټول بهیر راسپړې او پر ضد يي لاریون کوي، بلاخره خبره د مشرانو جرګې مشر او د ولسي جرګې مشر سره کتنې او خبرو ته رسیږي.
لاریونوالو سره په کتنه کې، د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار له څرګندونو داسې ښکاري چې د تذکرو پر مخ د افغان کلمي په لیکنه، د ولسي جرګې له پریکړې سره سره، د نظارشورا او عطامحمد نور په فشار او د هغه د مخکیني ګواښ سره سم چې خپل ټول امکانات به کاروي ! د دولت په تصمیم کې تغییر راغلی وي او روستۍ پریکړه د عدليي وزارت په نوي وړاندیز د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو په اغماض او د ولسمر کرزي په ملي ضد مصلحت ترسره شوې وي.
اوس وینو، د عطامحمد نور ګوتڅنډنه چې ولسې جرګه دې خپله پریکړه بېرته واخلي او کرزی دې هم پر ولسي جرګه فشار راوړي او دی ( عطامحمد نور ) به هم د پریکړې د تغییر لپاره د ټولو امکاناتو له کارولو ډډه ونکړي، هغه څه دي چې زموږ د سترګو په وړاندې پېښ شوي او لا پېښيږي!
عطامحمد نور ریښتیا له خپلو ټولو امکاناتو کار واخیست، د افغان ملت او د ولسي جرګې پریکړه يي په لغته ووهله او اوس به د خیر پر لوړه غونډۍ، د افغانانو ترمنځ پر ملي هویت د سپيناويۍ د شخړو او ناندریو ننداره کوي!
په دې چلوټه کې د بلخ والي د ځنځير د مرکزي کړۍ، د ولسي جرګې دوهم نایب محمد صالح سلجوقي، د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار او د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي، لوړو زده کړو او د ښوونې روزنې چارو د کمیسیون غړی مولوي محمود دانشجو او د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین، د ځنځير د نورو کړیو په رول کې لوبیږي!
خو ددې ټولو سره سره، نظارشورا پخپله دغه لویه بریا چې د تذکرو پر لومړي مخ به د افغان کلمه نه لیکل کیږي هم بسیا ونکړه، اوس يي د مدني ټولنې ځیني غړي او د ژوندون ملي تلویزیون چې ددغې غټې چلوټې او ملي ضد حرکت په بربنډولو کې يي مخکښ رول لوبولی، په نښه کړي دي!
همغه سناریو چې د تذکرو پر لومړي مخ به د افغان کلمه نه لیکل کیږي او هغه يي په بشپړ مهارت پر ولسې جرګې او مشرانو جرګې تېره کړه او پریکړه به يي د مارشال فهیم په امر او د ولسمشر کرزي په لاس توشیح کیږي، اوس دا ډله غواړي دیته ورته سیناریو د مدني ټولنو او د ژوندون تلویزیون د اعتراض کوونکو په وړاندې هم مخې ته یووسي!
د ژوندون تلویزیون او د نورو اعتراض کوونکو په وړاندې چلوټه هم د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي ، لوړو زده کړو او د ښوونې روزنې چارو د کمیسیون د مشر سناتور مولوي محمود دانشجو په لاس پيل شوه.
« آژانس باختر به نقل از خبرنامه دفتر مطبوعاتی مشرانوجرگه خبرداد ، درجلسهٔ اعضای این کمیسیون که به ریاست سناتور مولوی محمود دانشجو دیروز برگزارگردید، پیرامون چگونگی نشرات تلویزیون های خصوصی خاصتأ تلویزیون ژوندون انتقاد گردید وگفته شد که تلویزیون ژوندون با پخش برنامه های تصویری، خبری کوی ، شهر ناپرسان، میزگرد ومصاحبه اختلافات قومی را دامن زده که مفاد آن جز تفرقه وازهم پاشی چیز دیگری نمی باشد .
دراین جلسه قرار بر آن شد، از سوی وزارت اطلاعات وفرهنگ جواز تلویزیون ژوندون گرفته شود تا دیگران برنامه های شان را مطابق باعرف وقوانین نافذه کشورعیار سازند»
د مشرانو جرګې پر پریکړې د ژوندون تلویزون د کارکوونکو او د مدني ټولنولاریون او نیوکې چې هغه د تذکرو پر لومړي مخ د افغان او اسلام کلمو پر غورځولو راڅرخي، بیخي څرګندې او په ډاګه دی، خو د مشرانو جرګې نوموړی کمیسیون په ځیرکۍ سره دغه اعتراض له نورو موضوعګانو سره تړي او غواړي یوخوا د افغانانو پام له اصلي پېښې څخه بلخوا واړوي او بل پلو ژوندون تلویزین ته پر دغه ملي اقدام، لویه سزا ورکړي.
د هیواد اساسي قانون د څلورمې مادې په یوه برخه کې لولو « د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي»
بلخوا ولسي جرګه د روان کال د مۍ په ۳۰ مه، پریکړه کوي چې په تذکرو کې دې یوازې افغان کلمه د هویت لپاره ولیکل شي. که څه هم د ولسې جرګې دا پریکړه د ماهیت له مخې کومه نوې پریکړه نه ده او په حقیقت کې د تابعیت په تذکرو کې د افغانستان د اساسي قانون د پورته تسجیل شوی حکم ثبتول دی چې ولسې جرګه يي د بدلون قانوني حق نه لري، خو بیا هم تکرار احسن دی. خو مشرانو جرګه د ایزدیار په ټینګار او د جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په ناپوهۍ، بېغورۍ او یا په لویلاس درغلۍ، د افغان کلمه چې د افغان ملت د ګډ هویت څرګندوی ده، د قوم کچې ته راټيټیوي او د قومونو له نوم سره يي برابره او مساوي بولي او د تذکرې په لومړي مخ يی له لیکنې غورځوي.
مسلمیار وايي« زه د افغانستان ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د بریښنايي تذکرو په دیټابیس کې د دین، قومیت او ملیت نومونه لیک شوې دي.»
د تذکرو په دیټابیس کې د قومونو او د دین د لیکلو خبره چې مسلمیار يي کوي، سمه ده خو کفایت نه کوي او اصلي ستونزه نه حلوي او په حقیقت کې په دې خبره د مسلمیار ټینګار د اصلي ستونزې له حل څخه تېښته ده. دلته باید د افغان کلمه چې هغه له قوم پورته ده او په ټول افغان ملت پورې اړه لري، د تذکرې پر لومړي مخ ولیکل شي. افغانان له مسلمیار څخه د مشرانو جرګې د مشر پتوګه د ستونزي بنیادي حل غواړي.
د چلوټې بل لوری د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین هم، په یوازې ځان، د موضوع له څېړنې او په رسنیو د څارکمیسیون له مشورې پرته په خورا چټکۍ تصمیم نیسي او پر ژوندون تلویزن بندیز لويي څارنوالۍ ته په توره شپه کې، راجع کوي.
پخوا په یوه بله چاره کې ولسي جرګې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۳ مه پریکړه وکړه چې مزار کې دې د ابو مسلم خراساني واټ پخپل نوم پاتې شي، خو عطانور هغه واټ په خپلسر د ایراني جاسوسانو په نوم ونوماوه. هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې په مزار کې د داسې کوم اقدام په اړه مالومات نلري.
افغانان مخدوم رهین سره یو بام او دوا هوا، تګلار او دریځ نه مني!
افغانان د تذکرو په لومړي مخ د افغان کلمې لیکنه غواړي او ترې نه تیریږي او د وګړو نورې ځانګړتیاوې دې د تذکرې په ډیتابیس کې ولیکل شي.
بلخوا که نظارشورا بیا هم د بېلتون پالنې اور ته لمن وهي، خپله به پکې وسوځي او که کرزی ددغه لويي توطيی په وړاندې چوپ پاتیږي او دا توطیه هم د مصلحت ترنوم جاروي، خپل نوم او تاریخ به پکې بایلي!
افغانستان یو باغ دی او ټول قومونه ددې باغ ګلان دي او دا باغ يي رنګین او ښکلی کړی دی.
ژوندی دې وي افغانستان، یو موټی دې وي افغان ملت!