د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی باید د تړون لاسلیک ته اړیستل شي

سرلوڅ مرادزی 30.11.2013 12:03

امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون، لومړی د ځنډ او اوس د نه لاسلیک ګواښونه، ولسمشر کرزي د افغانستان د ملي ګټو په موخه نه بلکې د ځان او د خپلې مافیايي کړۍ د شخصي او مافیايي ګټو د خوندیتوب لپاره، تکراروي!
کرزی غواړي، افغانانو ته د سولې او امنیت پشان د حساسو غوښتنو په پرلپسې شخوند او پرهغو باندې په مکرجن ټینګار سره، امنیتي تړون یرغمل کړي او بیا دا یرغمل د خپلو شخصي موخو لپاره لکه په راتلونکو ټاکنو کې د خپل بانډ د حتمي بري لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاروي!
امریکا سره امنیتي تړون اوس د کرزي او د هغه د مافیايي کړۍ لخوا افغانانو ته د یوې زوندۍ او د کړاوو د یوې وسیلې پتوګه کاریږي. کرزی په دې لوبې سره له امریکا اوس، زیات افغانان ځوروي.
که د تړون شالید ته کتنه وشي، د هغه په بېلا بېلو پړاوونو کې کرزي د تړون مخې ته ډبرې اچولې چې ښايي خپله او څو تنه يي بل ډول تفسیر کړي، خو ډیری افغانان يي د هیواد له ګټو سره په ټکر کې بولي.
کرزی او ډله يي هیروي چې افغانان له ښې ورځې او مستۍ دې تړون ته لیوالتیا نه لري، بلکې له روانې بدې ورځې څخه د لا بدې ورځې د مخنیوي په موخه يي لاسلیک او پلي کېدو ته اړتیا ویني.
دا چې کرزی وايي د طالبانو ادرس امریکا او پاکستان ته مالوم دی، د طالبانو مرکزونه له افغانستان نه بهر په پاکستان کې دي، یا د سولې بهیر لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې دی، دا ټولې خبرې پر ځای او ریښتیا دي خو سیاست بیا یوازې د ریښتیاوو نګه بیان او تفسیر نه دی، بلکې هغه له وخت او شرایطو سره په انډول او تړاو کې د ګټو تفسیر، بیان او ترلاسه کول دي.
که د کرزی لخوا بیان شوې پورته ټولې غوښتنې چې ریښتیا هم دي، ترڅو یو په یو، ترسره او پلي نشي، ایا تړون نه شي لاسلیک کېدلای؟
افغانان باید تر هغه وخت پورې صبر وکړي؟
کله چې دا ټولې غوښتنې له تړون څخه مخکې ترسره شي، نو بیا دې تړون لاسلیک شي، ایا دغه دریځ سم دی او سیاست همدې ته وایه شي؟
که له کرزي پوښتنه وشي، دا ټوله وضعه چې کرزی يي بیانوي، که ددې لپاره رامنځته شوې وي چې افغان دولت اړ شي چې امریکا سره د هغوی د پاتېکېدو لپاره امنیتي تړون لاسلیک شي او که نه دا وضعه به نه ښه کیږي او لا به بدیږي، د کرزي ځواب به څه وي؟
امریکا افغانستان سره امنیتي تړون د لاسلیک او د هغې پر بنسټ د پاتې کېدو لپاره، دداسې وضعې په رامنځته کېدو خپل سرتیري وژلي دي، په میلیاردونو ډالر تاوان يي شوی او بیا دغه وضعه رامنځته شوې!
ایا امریکا د کرزي په خوله او د هغه د شخصي ګټو لپاره، له خپلو تاوانونو او مرګ ژوبلو په اسانه تېریدای شي؟
ایا افغانان هم د دومره تاوانونو او مرګ ژوبلو په بیه، ټول د کرزي او د هغه مافیايي بانډ خبرو ته کښیني؟
د روان ناورین د ښه کېدو اساسي او بنسټيز شرط، امریکا سره امنیتي تړون دی.
اوس افغانستان په دوه لار کې ولاړ دی. یا به امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک، له اوسني ناورین څخه ځان روغ باسي او یا به همغه د منځنیو پیړیو تورې بلاګانې او توره بان دیوان چې کرزی او نور افغانان ورته ګوته نیسي چې امریکا او پاکستان، د پاکستان په ترهګریزو اډو کې ساتلي دي، افغانستان پسې بیا راولي!
افغانان نن سبا دریمه لار نه لري. یوخوا پاڼ او بلخوا پړانګ دی!
یا به امریکا سره امنیتي تړون مني او په دې توګه به له روان ناورین څخه هم نن او هم سبا ځان ژغوري او یا به توره بان دیوانو ته چې هغوی ددې ورځې لپاره امریکا او پاکستان هلته دېره کړي، ځانونه سپاري؟
که افغانان غواړي چې افغانستان د یوه موټي او سلامت هیواد پتوګه پاتې شي، امنیتي تړون لاسلیک يي لار ده او که نه افغانستان به په ښو شرایطو کې هم د پاکستان پنځم ولایت شي!
که کرزی نورهم غورې کوي او باټې ولي، ارګ څه چې اوس يي پکې تازه کلا پيل کړې، افغانستان کې هم نه شي اوسیدلای!
بلخوا د کرزي د کلیو او بانډو خبره هم دغسې ده. کلیو او بانډو کې هم توره بان دیوان د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره تیارسۍ ساتل کیږي!
که غواړۍ چې کلي او بانډې مو د امریکايي بمبارۍ او بلخوا د پیریانو او نا اشنا موجوداتو له تګ راتګ وژغورل شي، امنیتي تړون يي لار ده. که نه دا نا اشنا موجودات له پړو او کوتکو سره، کابل ته اوس نږدې اوسیږي او یوازې یو مارش ته منتظر دي!
همدارنګه د کرزی مافیايي کړۍ هم د امریکایانو له بمبارۍ او د دیوانو څخه کمی نه لري!
امریکا سره امنیتي تړون شوق، مینه او له ښې ورځې نه دی، یو ضرورت دی، اړتیا ده!
اوس پرې پوه شولې یا ولسه، چې د څه لپاره جنګ دی!
پای