د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حضرت صاحب دي خدای مړ کړي؟

نظرمحمد مطمئن 17.11.2013 12:54

کله چې د مشورتي لويې جرګې ږغ شوی، او حضرت صاحب  صبغت الله مجددي يې رياست منلی، له هغې ورځي د حضرت د کور او نږدې سيمې  سخت امنيتې تدابير نيول شوې دي، د حضرت صاحب کور يوځل بيا د اوسپنيزو کانګريټو پر تختو(سلب) باندي  پوښل شوې، داسي چې دده کورته تلونکی سړک هم پر کانګريټي موانعو بند شوي، که دهغې کوڅي خلک تګ راتګ کوې هم به امنيتې قوانين مراعت کوي او تر سختي تلاشي وروسته به خپل کورته د تګ اجازه پيداکوي.

خدای ج خو دي حضرت صاحب مړ کړي، تر څويې له غمه خلاص شو، څو کاله وړاندې هم اوازه شوه چې په ترکيه کې داوږدې تداوي وروسته حضرت صاحب مړ شوی دی، خو هغه خبر درواغ شو، اوس چې حضرت صاحب نږدې د ۸۷ کلونو دی، ډیر عمر يې تير کړی، بهرني يرغلګر پوځونه او کورني امنيتې ځواکونه يې ددی له پاره امنيت سخت   ټينګ نيولی تر څو د راتلونکې پنجشنبې (۲۱ نومبر ۲۰۱۳) ورځې پورې پري سرتري بريد ونه شي او يا خو يې څوک په خپل کور کې ونه وژني چې د پنجشنبې په ورځ امریکايانو ته زموږ د خاوري قواله ورکړي، او د يرغلګرو سره د امنيتې او دفاعي تړون تر نامه لاندي د هيواد خاوره د هغوی په واک کې  د ولسمشر کرزي د لاسليک موافقه دده په مشرتوب کې وشي.

له بېلابېلو سېمو څخه دولت او امريکا پلوه کسان راغوښتل شوې تر څو دولت او په ځانګړې ډول ولسمشر ته واک ورکړې چې له امريکا سره امنيتې او دفاعي تړون پرته له دې چې قضايې مصؤنيت يا په دي نوي اصطلاح قضايې صلاحيت په نظر کې ونيول شي( اصيل افغانان د امریکا سره د هغوی له خوا د اشغال پر مهال تر هر نامه لاندي له هر ډول تړون  سره مخالف دي) بايد چې تړون لاسليک شي.

پلان داسي جوړ شوی چې د يوه ولايت اوسيدونکې به په يوه کميټه کې نه وي، هره کميټه به د مخلتفو ولايتونو له کسانو څخه جوړيږي تر څو د کميټي خلک يو له بل سره له نږدې پيژندګلوي ونه لري،دوه هدفه لري، يوداچې مشر د کميټي به ددولت په خوښه اسانه وټاکل شي، دوېيم داچې هغه ډالر چې د وطن پلورني له پاره ځانګړې شوې دهغو پيسو په اخستلو کې به دکميټي خلک یو له بل څخه نه شرميږي، که چيرته د يوه ولايت او يوې سيمې اوسيدونکې په يوه کميټه کې وي ممکن چې د پښتنې دود له مخې  د يوه او بل په مخ کې د هيواد او خاورې پلورلو پر سر پیسي په ښه زړه او ورين تندي وانخلي، ددي له پاره چې دممکنه ستونزو مخه ونيول شي، دولت او بهرنيانو دغه پلان جوړ کړي.

مولوي صديق الله فدايې چې مشهور او وتلی عالم او مبلغ دی، په جرمني هيواد کې اوسيږي، هغه وخت چې امریکا په سعودي عربستان کې آډې غوښتي، د نړۍ مشهور علماء سعودي عربستان ددي له پاره ریاض ته غوښتي وو چې په سعودي کې امریکايې آډو ته جواز ورکړي، فدايې صاحب په هغه وخت کې په اروپا کې د لجنة الدعوت الاسلاميه مشر وو، ده ته هم دعوت ورکول شوی وو، خو چې کله يې په دغه ډول نامشروع غونډه کې د ګډون څخه انکار وکړ، لومړی ځل ورته وویل شول چې ستاسي له پاره اويا زره ۷۰۰۰۰ ډالر ځانګړي شوي (البته د ټولو ګډون کوونکو له پاره دهغوي د رتبو سره سم مبلغ ځانګړی شوی وو)  چې د غونډي په جريان کې به يې ترلاسه کړئ، خو د هغه ايمان اجازه نه ورکوله چې په دغه ډول شرموونکې او ناجایزه غونډه کې برخه واخلي چې امريکايې آډو ته د اسلام پر سپيڅلي خاوره اجازه ورکړي، پايله داچې لږ موده وروسته يې دنده هم  له لاسه ورکړه.

حاجي ميانور چې يو قومي مشر او پخوانی جهادي شخصيت دی، ورور يې  قومندان وو، د پکتيکا اوسيدونکې په لوړ اواز خبري کوي، وايې چې کله پر کويټ باندي عراق حمله وکړه، وروسته امریکا پرعراق دحملې تابيا نيوله ، له امریکا سره ډيرو هيوادو ژمنه وکړه چې پوځيان به ورکوي، په پېښور کې د مجاهدينو دحکومت نوبتي مشر حضرت صبغت الله مجددي هم له امريکا سره ژمنه کړي وه چې پوځيان (مجاهدين) به ورکوي تر څو د عراق له حکومت سره  د امریکا تر مشري لاندي وجنګيږي.

حاجي ميانور اکا وایې چې حضرت صاحب وروسته له اوږده ځنډه په ماپسي يو څوک راوليږي او هغه زما کورته راغی چې حضرت صاحب مبارک غوښتی يې، ډیره مې خبره جدي ونه نيوله، ډیر ژر حضرت صاحب بل سړی راپسي راواستاوی، هغه هم د حضرت صاحب پېغام راوړی وو چې حضرت صاحب ډیر ضروري کار درسره لري او غواړي دي.

ورغلم، غټه کوټه (سالون) وه، هلته د بېلابېلو سيمو د مجاهدينو مشران ناست وو، حضرت صاحب د کوټې په پای کې ناست وو، په ليدو مې خوشاله شو، ښه ګرم روغبړ يې راسره وکی، ويې ويل چې هیڅ درک دي نه معلوميږي، څو ځله مي احوال درپسي واستاوی، مجلس له ماسره شروع شو.

حضرت صاحب وویل چې مجاهدين مې په کار دي، او ښه ډیر مې په کار دي، ته به پکتيکا ته ولاړ شي، او دلته به هم ځوانان وګوري مجاهدين به راټول کړي چې زما په کار دي يو خواته يې استوم

پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې چيرته به يې حضرت صاحب مبارکه ليږئ، هغه وویل چې عراق ته

ومې ویل چې دا خو ډير ښه کار دي، عراق ته خو به يې خود درته راټول کړم، ښه ډیر مجاهدین به درته راولم، هغه خو مسلمانان دي، او له امریکا سره جنګيږي، دلته موږ له روسانو سره جنګيږو هلته به له امريکايانو سره وجنګيږو، هيڅ فرق يې نشته دواړه سره کفار دي، حضرت صاحب ! زه به خامخا ځم او تکړه مجاهدين به راولم. زه ښه پوهيدم چې حضرت صاحب خو له امریکا سره د پوځيانو د ليږلو او مرستې وعده کړي وه، قصدا مې داخبرې ورته وکړه، او زياته مې کړه داسي نه چې زموږ مجاهدين څوک امریکایانو ته په لاس ورکړي او له عراقي مسلمانانو سره يې وجنګوې؟

دحضرت صاحب مخ  له درد څخه تک سور شو، ددی له پاره چې موضوع نور زور وانه خلي او د نورو سيمو مجاهدين ورته زيات متوجه نه شي، حضرت صاحب سمدستي د کاغذونو پر لاسلیک کولو پېل وکي، تر اخره يې بيا زما خواته هم نه دي راکتلي، زه هم همداسي پرته له خدای پاماني ورڅخه راووتلم.

په لوی اختر کې مې حضرت صاحب دده په کور کې وليدی، بيا يې په مشورتي لويه جرګه کې د ګډون بلنه راته راکړه، سوړ اسويلی مې وکېښ او پوه شوم چې د سياسي خلکو حافظې ډیرې کمزوري وي.

حضرت کاکا ځان د ګردو مجاهدينو (افغان او عربو) مشر ځان باله، او هيچاته يې اجازه نه ورکول چې د روسانو سره دجهاد اړوند مسايلو کې دي يې نوم تر ده دمخه وي.

له کابل څخه پېښورته ولاړم، دده کورته ورغلم، د مازيګر لمونځ مو دده په امامت اداء کی، په هغه وخت کې په افغانستان کې طالبان وو، حضرت صاحب کوم ځانګړی فعاليت نه درلود، يو بريتور پکتيکاوال يې خدمت کاوو، او هغه چې سواد يې نه درلود،  دده د ولسمشري په وخت کې يې جنرالي رتبه ورکړي وه، له لمانځه وروسته مې د اسامه بن لادن تر نوم لاندي کتاب ورته ورکړ، د خپل طبيعي جوړښت له مخې پرته له دي چې  پوه شي چې موضوع څه ده، حضرت کاکا وویل چې دا د څه شي کتاب دی؟ چې ماته دي راوړی دی؟ ورته مې وويل چې داسامه بن لادن، بيا دومره غوسه شو، چې نږدي وو که دده مريد وای نو په مخ به يې څپيړه راکړي واي، ويې ويل دا (اسامه) خو ما مجاهد کی، ده ته خو ما جهاد وروښود، دی خو زما مجاهد وو، زما سره اوسيدلی دی، اوس تاسي ماته دده په اړه هم کتاب  او معلومات راکوئ، ومې ویل چې حضرت صاحب تاسي ته خوموږ ټو ل احترام لرو، موږ پوهيږو چې تاسي د جهاد مشران واست، او اسامه ستاسي سره يوځای په پېښور کې اوسيدلی، مګر په دغه کتاب کې داسي ځينې شيان شته چې دده د ژوند او وروسته پيښو په اړوند هم معلومات پکې دی، ددی له پاره چې ستاسي سره اوسیدلي وو، موږ له همدې امله ښه وګڼله چې تاسي د خپل دوست پر حالت پوه شئ، خبره مې دده په ګټه وڅرخوله، غوسه يې سړه شوه او د خپل ځان صفت يې شروع کې.

هغه حضرت چې اسامه ته د جهاد د ښوونې دعوه لري نن د ګور پرغاړه د امریکا يرغل ته ځان تسليموي او له امريکا سره ننګين او تلپاتي پېغور لرونکې تړون ته د لاسليک اجازه ورکوی، يا خدایه ته خو حضرت له مشورتي غونډې جوړيدو مخکې مړ کړي.

زما يو دوست وايې چې کله به په پاکستان کې پر حضرت تنګسه راغله، پيسي او خوراکې مواد به په وخت ورته ونه رسيدل، او یا خو به دمجاهدينو په نوم سلاح اسلامي حزب ته ډیره ورکول شوه،  په سبا ورځ به يې حضرت مبارک رسنۍ راوغوښتلي او خوله به يې وازه کړه چې آی ايس آی ټول امکانات اسلامي حزب ته ورکوي، د پاکستان  پر دولت به يې ډول ډول نيوکې کولي.

آی ايس آی د حضرت صاحب پر طبيعت پوه شوی وو، په بله ورځ به يې يو موټر دال (دال نخود)، يو موټر غوړي، يو موټر چينجنه لوبيا او دا ډول وريجې او نور خوراکي مواد د حضرت د کور مخکې کښته کړل، ورسره به يې يوه اندازه پاکستانۍ کلداري هم حضرت صاحب ته د آی ایس آی د استازي په لاس واستولي، چې کله به د آی ايس آی له خوا خوراکي مواد او پیسي حضرت کاکا ته ورسيدلي، پر سبا ورځ به يې بیا د رسنيو په مخ کې د پاکستان حکومت    ډول ډول تعريفونه او ښګينې ويلي.

ښه ډیره موده کيدله چې حضرت صاحب له ښاغلي کرزي په دي خفه وو چې ولي يې د استاد رباني تر مرګ وروسته دهغه پرځای د سولي عالي شورا مشر ونه ټاکی، داچې ښاغلي ولسمشر هم په پاکستان کې وخت تير کړی، او بيا خپله له حضرت صاحب سره اوسيدلی نو د آی ایس آی د هغې پخوانۍ حربې څخه يې کار واخيست، حضرت کاکا ته يې د ډالرو بستې ورمخ کړي او په ډیره اساني يې پر هغه ومنله چې د تلپاتي پېغور دغه ننګين مسؤليت د مشورتي جرګې مشرتوب په غاړه واخلي.

خواتم (پايلې)  مستور(نامعلوم)  وي، سړی په خپله خاتمه نه پوهيږي، يواځي الله ج ته معلوم وی، حضرت به دهمدې ورځې له پاره الله ژوندی پاتي کړی وی، چې افغان ولس ته يې نوره هم څیره بربنډه شي او دغلامي ځينځير په غاړه ګورته ولاړ شي، يا الله ج موږ ددغسي شرم او دغه ډول خاتمي څخه د تل له پاره  وساتي.

سمه ده چې حضرت صاحب د نږدې ۸۷ کلونو دی، عصاب به يې کار نه کوی، دماغي توازن به يې برابر نه وي، ځکه دوه ځله سرتيري بريدونه پري وشول، آيا دده په ټوله کورنۍ کې داسي باايمانه ځوان نه شته چې هغه وپوهوې چې دغه تلپاتي پېغور يې کورنۍ ته پري نه ږدي، په دي تمه چې په کورنۍ کې يې داسي څوک پيداشي چې مخکې له مشورتي جرګې  حضرت ته ټينګ ګواښ وکړي چې ددوی کورنۍ د تل له پاره د افغان ولس په سترګو کې سپکه نه کړي، اوموږ به دعا کوو چې يا خدايه! حضرت مړ کړي.

پای