د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د احمدشا مسعود څو مخیزه څېره

سرلوڅ مرادزی 09.09.2013 15:16

د افغانستان د روستي تاریخ د پېښو څېړنه په ډاګه کوي، د هغو کسانو منځ کې چې په یوه یا بله بڼه يي د افغانستان د ناورین په پیل او ادامه کې غوڅ او څرګند رول لوبولی، یو هم د احمدشا مسعود په نوم مرموزه او څو مخیزه څېره ده.
د احمدشا مسعود د لارې شریکباڼي او ستایوال چې ځانونه سیاستوال، لیکوال، شاعران اورسنوال بولي، د مسعود دا پیچلې او څو مخیزه څېره، خپلو پلویانو او لارویانو ته د نوموړي د سړیتوب ( شخصیت) د ارزښتونو د ګڼوالي او د څو بعدیز والي په بڼه وړاندې کوي، خو د مسعود خپل پراتیک او اندتوګه بیا بل څه راپه ګوته کوي چې د هغه د ستایوالو او مداحانو ټولې هڅې او کرواړې په اوبو لاهوکوي.
مسعود پخپله اندتوګه او پراتیک کې د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې ځان راپیژني، خو د هغه په لارویانو کې یو شمېر چې د لیکوالۍ او بیان په دګر کې قلم او ژبه خوځوي بیا د نوموړي په اړه بل څه بیانوي!
د مسعود مداحان هڅه کوي، نوموړی د خپلواکۍ ناملاستې غیږمار ( پهلوان )، د دیموکراسۍ بنسټګر، د افغانستان ژغورند او بلاخره د افغانانو ملي اتل راوپيژني، خو مسعود هیڅکله په نوموړو ډګرونو کې د هیواد او افغان ملت په کچه د یاد وړ بېلګه نلري.
یو نور شمېر بیا د مسعود له پاشلي کالبوت څخه په لویلاس د لمانځ او تعبد خدایګوړی جوړوی. د هغه پرقبر د سمتي، ایتنکي او ژبني تربګنیو بنجاوران غومبر وهي او قبريي هم د نورو فتنو لپاره د زیرمې پتوګه کاریږي.
د مسعود د هلو ځلو اصلی لوری یوازې د حکومتي او دولتي واکمنیو د بدلون او راپرځولو پر محور نه څرخیده، بلکې د نوموړي هڅې د افغانستان د تیر تاریخ مسخې، د ایران او پنجاب په ګټه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا زیان او د افغان او افغانستان سره تربګنۍ او دوښمنۍ ته، په نښه شوې وې. مسعود یوازې د دولتي نظام په بدلون بسیا نه کوله، بلکې هغه د افغانستان د تاریخ او جغرافیه د تغییر او بدلون لپاره مټې رابډ وهلې وې!
بلخوا مسعود د داسې موخو لپاره یوازې په هیواد ني ځواکونو او شونتیاوو ډډه نه لګوله، بلکې د ګاونډ او لیري پرتو هیوادونو د استخباراتي کړیو پرلپسې مرستو او ملاتړ ته يي سترګې نیولې وې.
په ۱۳۵۰ لسیزه کې، مسعود د سردار محمد داوودخان د واکمنۍ په وړاندې بغاوت، له پاکستانه راپیل کړ. دلته د بغاوت موخه د داوودخان د مرکزي حکومت له نسکورولو سربېره، د ډیورنډ د تپلې کرښې پر محور او په هغه مهال د کوزو پښتنو او بلوڅو د خود ارادیت ملي داعيي سره چې د وخت حکومت هغه، توده ساتله، هم نږدې تړاو درلود. پاکستان هغه مهال غوښتل په مسعود، د غشي په څېر دوه موخې وولي: د کابل د مرکزي واکمنۍ کمزوري کول، د پښتونستان له ملاتړه لاس اخیستل او پنجاب ته د کوزو پښتنو او بلوڅو په ټکولو کې د ازاد لاس په پريښودو کې، مرسته.
افغانستان کې د پخواني شوروي او د امریکا پر مشرۍ د لویدیځ په جګړه کې هم، مسعود له دواړو خواوو د ځان په ګټه اکمالات کول او د مرکزي واکمنۍ د ټینګېدو په وړاندې يي جګړه توده ساتله. په دې جګړه کې هم، مسعود د یوه مخ پرځای څو مخونه او د یوه ځای او استخباراتو پرځای له څو ځایونو او استخباراتو سره اړیکې درلودې.
کله چې د دوکتور نجیب الله په مشرۍ د وخت دولت، د سولې او ملي روغې جوړې پر بنسټ د ملګرو ملتو ترڅارنې لاندې، افغانستان کې د پراخ بنسټه واکمنۍ لار اواره کړه، بیا هم مسعود په دولت کې د ببرک کارمل په مشرۍ د پنځم ستون په ملاتړ، د شا لخوا دا تګلار شنډه کړه او د ۹۰ کلونو کورنۍ جګړې ته يي هیواد ټېل واهه!
راځۍ چې دغه چلوټه، د احمدشا مسعود له خپلې خولې واورو:
احمد شا مسعود د پروان او کاپیسا ولایتونو خپلو پلویانو ته په وینا کې چې ویدیويي کلیپ يي په بېلا بېلو بریښناپاڼو کې ترلاسه کېدای شي، وايي « ... جهادي مشرانو، نه وایم چې ټولو، ورو ورو له دکتور نجیب الله سره اړیکې ټینګې کړې وې؛ هیڅوک انکار نه کوي، څو تنه زه پيژنم چې د ایټالیا روم کې د نجیب له استازو سره يي ولیدل، موږ او تاسو هغه په راډیو کې واوریدل. په هیواد کې دننه داسې یوه فعاله او ژوندۍ ټلواله چې د چلوټو مخه ونیسي او بې له ځنډه یوخوځښت راپیل کړي، نه لیدل کېده.
لویدیځوال چې موخه يي له لومړۍ ورځې تر ننه پورې خپلې ګټې دي نه د اسلام بریالیتوب، دې خبرې ته په پام، دوی داسې یو حالت رامنځته کړی وو چې مجاهدین کمزوري کړي او بیا په دې لټه کې وو چې بلاخره د جهاد ګټې خپل لاس ته راوړي او خپل لاسپوڅي حکومت د سیاسي حل، د ملګرو ملتونو تر پوښښ لاندې او د بې پرې حکومت په نوم په کابل کې جوړ کړي. موږ باید تیرې خورا دردناکې ورځې چې ۱۴ کاله موږ جهاد وکړ اوله پنځه میلیونو زیات کډوال او له یو یا یونیم میلیون څخه زیات شهیدان او معیوب مو ورکړل رایادې کړو. روستیو ورځو کې ټولو دا انګیرله داسې ځواک چې نجیب راوپرزوي، نلري او لیدل يي چې برخلیک يي له بهر څه لویدیځوال او یا نور هیوادونه ټاکي او دوی دي چې غواړي پردی حکومت راولي او کابل کې يي واک ته ورسوي. هغه ورځې هم نه هیروو چې یو شمېر ګوندونو د اسلامي ګوند په ګډون، بې طرفه حکومت ومانه او خپل لس تنه استازي يي وروپيژندل او چمتو شول چې د ملګرو ملتونو د پریکړو سره سم او د دې ټولنې تر مشرتوب لاندې حکومت ومني.
دا د پروان او باګرام نیول وو چې چا اصلآ په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصور هم نه شو کولای. تاسو پوهیږۍ چې یوازې یوه ورځ پاتې وه، یانې یوه ورځ روسته بې طرف حکومت ، کابل ته روان وو او په شا کې يي د ملګرو ملتو ځواکونو هم کابل ته رسیدل. یوازې په روستۍ ورځ مې وویل چې الحمدالله د چلوټې مخه ونیول شوه او دغه ویاړ خدای د پروان او کاپیسا د خلکو په برخه کړ او دې خلکو پخپلو سرښندنو سره پروان ونیو، باګرام یي ونیو او یوځل پاڼه په بل مخ واوښته....»
له دې جملې څخه چې مسعود وايی « دا د پروان او باګرام نیول وو چې چا اصلآ په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصور هم نه شو کولای. » د مسعود موخه د هغه مهال په دولت کې د کارمل په مشرۍ په دولت کې دننه پنځم ستون ته اشاره ده چې د هغه په مټ مسعود پروان او باګرام د هغه په اصطلاح فتح شو.
که د کارمل پلویان چې په هوايي ځواک او کابل ګارنیزون کې يي کمین نیولی وو، د مسعود نظارشورا او جمعیت سره نه وايي ملګري، دوی نه پروان او نه باګرام نیولای شو. دا باید ومنو چې د کارمل ــ مسعود ټلواله هم، هغه روستیو شېبو کې چې مسعود ورته اشاره کوي نه ده رامنځته شوې، بلکې لکه څنګه چې يي په بل ویدیو کلیپ کې ګلم جم دوستم قصه کوي، ډېره مخکې رامنځته شوې وه.
د کارمل په مشرۍ د پرچم د یوې کوچنۍ ډلګۍ ( نه د هغه وخت ټول پرچمیان ) په حقیقت کې د نظارشورا او جمعیت غړي او یا يي نږدي ستراتیژیک ملګري وو. په ګوند او دولت کې د همدغې ډلګۍ له کبله د هغه مهال واکمني د لویو ستونزو سره تل مخ وه. نن هم ددغې ډلګۍ، نظارشورا او جمعیت ترمنځ ستراتیژیک ملګرتوب پرځای پاتې دی او وخت ناوخت په تېره بیا په مهمو حالاتو کې سر راښکاره کوي.
که د احمدشا مسعود پلویان، له نوموړي څخه هرڅونه د ملي اتل او خدایګوړي په جوړولو کې هڅه وکړي، وخت به د دوی دا چلوټه هم رسوا کړې!
پای