د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنې، ټاکنیز ملي ضد اتحاد او د پښتنو پاشلې وضعه

سرلوڅ مرادزی 03.09.2013 11:43

اوړی دې ټول کابل کې تېرکړ
په ژمې راغلې سلامت غواړې ګلونه
د راتلونکي ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ مه به، که کومه اسماني ټکه ونه لویده، افغان ملت د خپل ولسمشر ټاکنې لپاره، د رایو صندقونو ته ورراهي شي. هغه هیوادو کې چې هلته د دیموکراسۍ ریښې غځېدلې وي، ټولټاکنې د ملي جشن بڼه نیسي او ولسونه د رایو مرکزونو ته په هسې خوښۍ او خاندا ور درومي چې سړی به وايی، مېلې او اخترونو ته ځي.
که څه هم افغانستان کې د واکمنۍ بومي دیموکراتیکې ریښې د کلیوالي او ملي لویو جرګو په بڼه لرغونتوب لري، خو د ټولټاکنو له لارې معاصره دیموکراتیکه واکمني، افغانان نوي تجربه کوي او په دې برخه کې ځینې ستونزې طبیعي رنګ لري.
افغانانو په تېرو لس، دولس کلونو کې د هیواد د مشرتوب لپاره، دوه ځلې ټولټاکنې ترسره کړې او اوس په دې برخه کې د بریاوو او نیمګړتیاوو دواړو په اړه، تجربه لري.
د تېرو ټولټاکنو لویه بریا دا وه چې په یاده موده کې موږ یوازې د انتخاب په کلمې سره، منتخب ولسمشر درلود، خو ستره نیمګړتیا دا وه چې ټولټاکنو کې افغاني پرګنو ته د پراخې ونډې لار، له مخکې اواره نه شوه او داسې ولسمشر چې له تېرې جګړې څخه د راوتلې افغانستان په احیا او په نوې جګړه کې د هیواد د ښکېلتیا په مخنیوي کې د افغانستان ژغورنګ لپاره پکار وو، د افغان ولس د پراخ ګډون د نشوالي او په ټولټاکنو کې د درغلیو او چلوټو له کبله، ونه ټاکل شو.
د تېرو ټولټاکنو یوه لویه ځانګړتیا دا وه، د پښتون په نوم کمزوری سړیتوب ( کرزی )، چې له ټولټاکنو مخکې يي په پښتنو کې کوم پراخ تبلیغاتي او تشکیلاتي کار نه وو ترسره کړې او د ټاکنو په مهال يي خپلې شاته د متشکلو پښتنو زوراو تکیه نه درلوده او بلخوايي د افغانستان په نورو لږکیو ایتینکي ګروپونو کې هم د کار او ملاتړ ونډه کمزوري وه، یوازې د پښتون د نوم په بار او تمثیل، خو په حقیقت کې د پښتنو د یوه واقعي سړیتوب د مخنیوي او په واک کې د لږکیو د پیاوړي حضور په رامنځته توب سره، په ټولټاکنو کې بریالی را په ګوته شو!
دې لوبو کې چې د ټولټاکنو په نوم دوه ځلې ترسره شوې، د ریښتیني مشر په ځای پښتانه، د پښتون په انګۍ ( ۱ ) اوسیوري پسې بوتلل شول. ټاکنې له مخکې داسې انځور شوې چې هغو کې د پښتنو په ملي رسالت او درد پوه مشر واک ته ونه رسي، بلکې یو پښتون کس چې د واک په ټول پير کې يي د پښتنو د مشرتوب پېښې او تمثیل کاوه، د واک پرګدۍ کښينول شو. ددې لوبي لویه موخه دا وه چې د ممثل پښتون په دریځ کې به پښتانه په دې خوښ وي چې ګوندې مشرتوب د دوی دی خو په شا کې به له دې لارې په اسانۍ سره پښتانه خرخره او د واک له سیاسي ډګره وایستل شي!
همداراز دې لوبې د غیرپښتنو ځینو تنګنظره سرخېلانو ته دا ګټه هم ورسوله چې هغوی خپلو پلویانو ته دا خبره په خوله کې ورکړي چې د پښتون مشرتوب دا وړتیا نلري چې د سولې او پرمختګ په لار کې د هیواد او افغان ملت لارښوونه وکړي.
بلخوا د پښتنو نورو مشرانو هم د نورو او بل ځل ټولټاکنو لپاره يي، ځانونه د ړندو او کڼو په کوڅه سم کړل او له تیرو ټاکنو څخه يي داسې زده کړه چې یوه مشر سره ښايي، ترلاسه نکړه.
د پښتنو داسې مشران یوازې د ټولټاکنو په ورځو کې تاوده وو. کله چې يي ټاکنو کې د پښتنو منځ کې له مخکینې کار او چمتووالي پرته ماتې وخوړه، له یوه سره نهیلي او مایوسه شول. دوی نه یوازې د راتلونکې لپاره د پښتنو منځ کې د ویښتیا او پوهاوي کار پريښود بلکې ځینو يي له پښتنو او هیواده په مرورتیا، هیواد هم پریښود. د دوی یو شمیرنن بیا کله چې د ټولټاکنو لوبه تودیږي، له پټنځایونو او څمڅو دلته او هلته خپل سرونه راباسي او د ناوختوب او په پښتنو کې له هدفمن کار پرته، په راتلونکو ټاکنو کې، د بري غرغړې وهي.
که د پنجاب لخوا په پښتنو تپل شوې جګړه او په دې جګړه کې په کور دننه د شمالټلوالې پنجاب وزمه تګلار چې پښتانه په ټولټاکنو کې له پراخ ګډون څخه لیري او په جګړه کې بوخت ساتي، یوې خواته پریږدو، پښتنو کې هم ځیني مشران له جګړې څخه د پښتنو په راایستلو او د ټاکنو له لارې په واک کې د دوی له پراخ ګډون څخه یا کرکه لري او یا په داسې څه کولو سره د پښتنو له حریفانو د باج په اخیستلو بسیا کوي. دلته یوازې د پښتنو بهرني او په کور دننه سیالان او حریفان نه دی چې د ملي دولت په جوړښت کې د پښتنو مخې ته خنډ دي، بلکې د پنجاب او شمالټلوالې په لاړو لامده پښتانه مشران هم په داسې جرم کې شریک ګڼل کیږي. پښتنو ته د ویښتیا او تشکل په لار کې نه یوازې پردۍ او په کور دننه بلاګانې مخې ته ولاړې دي، بلکې ځیني خپل مشران يي هم د ویښتیا او تشکل څخه ډاریږي او دوی هم په لویلاس هغه نقشه پلې کوي چې پردي يي د پښتنو لپاره غواړي.
د ۱۳۹۳ کال د ټولټاکنو لپاره شمالټلوالې مخکې له مخکې چمتووالی نیولی او درګرده لګیا دی، پښتنو کې د ټولټاکنو لپاره سربازګیري کوي. د پښتنو ځینې سرخېلان چې تازه له خوبه پاڅېدلي، سترګې مښي او د ټلوالې د سرخېلانو دروازې ټکوي!
دوی هیڅکله له ځانه دا پوښتنه نه کوي، چې دوی ولې ددې جوګه نه دي چې هغوی راشې او د دوی دروازه وټکوي.
خدای مکړه، دلته نه غواړم کوم بیلتون ته لمن ووهم، بلکې غواړم وضعه چې څنګه ده د هغې یوه څنډه بیان کړم. په داسې حالاتو کې چې یوخوا شمالټلواله د پخوا پشان په راتلونکو ټولټاکنو کې پښتنو ته په کمین کې ده، بلخوا د پنجاب لخوا له ټولټاکنو مخکې د پښتنو سیمه نوره هم ناارامه کیږي او په دې سیمه کې جګړه زوراخلي د پښتنو مشران، ډلې او ټولنې په څه لګیا دي؟
نور ټول عالم د خپلو خلکو د ویښتیا او تشکل لپاره لګیا دي د پښتنو مشران، پوهان او پروفیسران کله د پښتنو ویښتیا او تشکل ته رادانګي؟
نورو ته د بد ویلو پرځای به ښه دا وي چې پښتانه ویښ او متشکل کړو!
یادونه:
( ۱ ) انګۍ : خپله غږ نه، بلکې د غږ غبرګون ته ویل کیږي.
پای