د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څار اداره: په افغانستان کې د اداري فساد مخنيوي ته پاملرنه کمه شوې

سپوږمۍ راډيو 31.08.2013 01:45

د يادې ادارې مسوولينو ويلي، چې افغان حکومت اوس مهال خپل ټول پام له امريکا سره پر امنيتي سند، د سولې پروسې او راتلونکو ټاکنو ته اړولى دى.
په عين وخت کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څار د عالې ادارې وياند نادر محسني هم تاييدوي چې افغان حکومت د فساد په له منځه وړو کې پاتې راغلى دى.
په افغانستان کې د څار سازمان خبردارى ورکوي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې به اداري فساد لا زيات شي.
دغه سازمان اندېښنه لري چې پر اداري فساد ځيني تورن دولتي چارواکي په دې هڅه کې دي چې دوسيې يې ونه څېړل شي.
د څار سازمان مشر عبدالجليل بينش د اداري فساد له امله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د روان کال په وروستيو دريو مياشتو کې افغان حکومت، مدنې ټولنو او رسنيو اداري فساد له پامه غورځولى دى.
هغه زياته کړې: ((د انتقال د بهير په اړه ځينې نښې موجودې دي، چې ممکن په دې وخت کې اداري فساد زيات شي ځکه اوس مهال افغان حکومت په نورو مسايلو مصروف دى لکه د امنيت مسئله، له طالبانو سره د سولې خبرې، انتخابات، سياسي ډلې هم د اېتلافونو په جوړولو بوختې دي او په همدې ډول رسنۍ او نور مدني سازمانونه هم مصروف دي يعنې زموږ اندېښنې دا دي چې د فساد بحث له پامه غورځېدلى دى.))
د بينش په خبره، تېر کال د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د څه باندې شپاړس ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.
ده وويل، چې نړيوالې ټولنې د دغو مرستو په بدل کې له افغان حکومته غوښتي و، چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي، سم او شفاف انتخابات ترسره کړي او قانون په بشپړ ډول عملي کړي.
همدارنګه بينش وايي، که چېرې دا ځل افغانستان د اداري فساد په له منځه وړو کې پاتې راشي نو ښايې هيڅکله نړيواله ټولنه له افغان حکومت سره مرسته ونه کړي.
د څار سازمان ويلي، چې له دې وړاندې ناروې هم ويلي وو که چېرې افغان حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړي نو دوى به خپلې مرستې له افغانستان سره بندې کړي.
په ورته وخت کې د مدني ټولنې غړي هم په دې باور دي چې يو شمېر مفسد کسان د دولت په لوړو څوکيو کې دندې لري او دوى نه غواړي چې تر راتلونکو انتخاباتو يې نومونه او دوسيې افشا شي.
په عين وخت کې د ادارې فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څار د عالې ادارې وياند نادر محسني هم تاييدوي چې افغان حکومت په تېرو دوولسو کلونو کې په جدي توګه له فساد سره مبارز نه ده کړې.
هغه وايي: ((په افغانستان کې له بده مرغه په دې وروستي کال او د فعلي حکومت له تاسيس څخه موږ واقعاً په دې برخه کې بريالي نه يو، موږ تل خپل غږ د اداري فساد په اړه اوچت کړى دى.
په دې برخه کې اړوند ادارې چې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه کوي تر اوسه کومې لاسته راوړنې نه لري.))
نادر محسني وايي، چې اوس هم په افغانستان کې قانون په شتمنو کسانو پوره نه عملي کېږي.
همدا شان د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، چې د ځينو چارواکو دوه ګوني تابعيت هم اداري فساد ته زمينه برابره کړې، دوى وايي دوه ګونى تابعيت لرونکي کله چې په اداري فساد تورن شي په اسانۍ سره نورو هېوادونو ته تښتي.
اداري فساد په افغانستان له جدي ستونزو څخه بلل کېږي، څېړونکي وايي چې له همدې امله پر افغان حکومت په ملي او نړيواله سطح ډېر انتقادونه هم کېږي.
دوى ټينګار کوي چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره لازمه ده چې قوي اراده رامنځ ته او هر هغه څوک چې په فساد کې لاس ولري د قانون له مخې مجازات شي