د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه

سرلوڅ مرادزی 29.08.2013 02:16

پاکستان ته د ولسمشر کرزي تګ چې په تېرو څوکلونو کې هغه هیواد ته شلم سفر یادیږي، پاکستان سره د اصلې ستونزې په حل کې د اهمیت او ارزښت له مخې، یوازې د نه تګ او نه سفر له کچې لږ څه پورته ګڼل کېدای شي!
افغانستان له پاکستان سره د ګډو ارزښتونو اوګټو ترڅنګ، یو لړ ناحله ستونزې لري چې د ټولو په سرکې د پنجاب لخوا پر افغانستان د ترهګریزو بریدونو ملاتړ، د افغانستان په کورنیو چاروکې استخباراتي او وسلواله لاسوهنه، افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو ( Strategic depth ) تمه او د ډیورنډ د تپلې کرښې لانجه، یادولای شو.
که څه هم ویل کیږی چې دا سفر د پخوا په توپیر په بیخي بېلو شرایطو کې ترسره شو. یو خوا د افغانستان او هند په ګډون ټوله سیمه سولې، امنیت او ګډو اقتصادې ګټو ته لیواله ده چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ او پاللو په دوزخ بدله کړې او بل پلو د پاکستان کورنۍ ښویدلې او پاشلې وضعه، پنجاب اړباسي چې دې ستونزو ته په حل لار کې ریښتینی ګام پورته کړي، خو دا چې د پنجاب واکمن به نن مهال بیا هم دې غوښتنو ته څونه اراده او ژمنتیا ولري د وخت پوښتنه ده.
دا ځل ولسمشر کرزي د پنجاب په غوښتنه او د رسنیو له مخې د امریکا په ټینګار، پاکستان ته سفر وکړ، خو له سفر مخکې باید د پنجابي واکمنو د ارادې او ژمنتیا پخلی شوی وای.
تر ټولو لومړی د هیوادونو ترمنځ په رسمي سفرونو کې منل شوی ار( پرنسیب ) دا دی چې هرکلی د همپوړو چارواکو لخوا ترسره کیږي، خواسلام آباد ته د ولسمشرکرزي په رسیدو سره نړیوال هوايي ډګر کې افغان پلاوي ته د پاکستان دملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هرکلی ووایه!
سرتاج عزیز نه د پاکستان هیوادمشر او نه د پاکستان لومړی وزیر دی چې د بل هیوادمشر د هرکلي جوګه دې وي. کله چې سفر په متقابل درناوي نه وي پیل، د ستونزو او اړیکو پر سر بحث او خبرې اترې او د سفر پایلو ته هم ډېره تمه نه شي کېدای!
که څه هم د پاکستان سفر کې افغانستان خپلې ګټې ویني او په ټولیزه توګه هغه بابیزه نه شو ګڼلای، خو دې سفر کې هم د تېر پشان پاکستان سره اصلي ستونزه څنګځنه پرېښوول شوه او نورې هغه را دمخه شوې.
د ۲۰۱۴ کال تر پایه چې ایساف او ناټو له افغانستانه خپل پوځي ځواکونه باسي پاکستان افغان هیواد سره دا شان سفرونو، کتنو او غونډو ته د یوه ټال چال په سترګه ګوري او په دې توګه غواړي پاتې موده په هسې غونډو او تودو خبرو تېره کړي او بلخوا د افغانانو او نړیوالو پام د اصلي ستونزې د حل پرځای نورو څنګنيو چارو ته واړوي.
د سفر په ترڅ کې کتل کیږي چې پاکستان، افغانستان ته د څو اقتصادي پروژو د ودانۍ خبره رادمخه کوي. د جلال اباد ــ تورخم دوهم سړک او د اورګاډي لار، د کونړ پر سین د بریښنا بند او د پاکستان لخوا د پیل شویو نورو پروژو بشپړتیا. د افغانستان ماليي وزیرعمر زاخیلوال او د پاکستان د خزانې وزیر اسحق ډار د دواړو هیوادو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړ، خو د اصلې ستونزې د حل په تړاو، پاکستاني چارواکو ځان څنګځن تیرکړ او ويی نه غوښتل چې دا سفر دې ټاکلې پایلې ولري!
که د افغانستان په اړه د پنجابي واکمنانو نیت چې ټولو ته مالوم دی، یوې شېبې لپاره هېر کړو، پوښتنه دا ده ایا ریښتیا پاکستان دومره اقتصادي توان لري چې دا ټولې یادې شوې پروژې پیل او پخوانۍ پيل شوې هغه، بشپړې کړي؟
که د پاکستان په مالي بنسټ د نورو پروژو جوړونه د خندا وړ بلل کېدای شي، د کونړ پر سین د بریښنابند جوړول، د ژورې کتنې او اندیښنې وړګڼل کیږي!
پاکستان چې خپله د پولۍ تړک ته ناست دی او په کور دننه يي خپل ولس د پوځیانو او استخباراتو د سرتمبه تګلارو په لامل له هیواده مخ په کوچېدو دی، په کوم اقتصاد او مالي توان د دوی په لاس د وران شوي افغانستان بیا رغونې ته رادانګي، یا په دې اړه ژمنې کوي او په تمه به وي چې افغانان پرې باور هم وکړي؟
په ځای او پکار خو دا ده چې افغانستان ، له پاکستانه د افغان هیواد د ورانۍ او ویجاړۍ تاوان وغواړي، خو که افغان دولت کې واکمنه جهادي مافیا داسې ملي جرات او زړه نه لري، نو دومره خو کولای شي چې د پنجاب په غوړو ژمنو بیا بیا تېر نه وځي او په دې اړه خپل ولس ته ریښتیا ووايي!
افغانان وايي له خیره مو توبه ده، خو سپې دې رانه وشړه!
او د کونړ پر سین د بریښنابند، دا خوب دې پنجاب ماشومانو ته ووايي!
پنجاب په دې پلمه غواړي ځان کونړ سین ته راورسوي او د کونړ په اوبو کې ځان شریک کړي. د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پنجاب لګیدلې دروازې او پوستې چې اوس هم شتون لري او په دې سیمه کې يي د ډیورڼد د تپلې کرښې پر بره غاړه ۵۵ کیلومترو نور هم تیری کړی او یا پر کونړ او نورستان پرلپسې توغندي، دا ټول د پورته موخې لپاره ترسره کیږي.
پنجاب لومړی د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه تیری وکړ او رادمخه شو، کونړ او نورستان يي تر دایمي توغندیز برید لاندې ونیو او اوس غواړي د داسې فشارونو په مټ پر افغان واکمنو د کونړ اوبو کې خپل شراکت د بریښنابند تر پردې لاندې ومني.
بېځایه نه ده چې پنجابي رسنۍ پاکستان ته د کرزي د سفر ددې برخې په ستاینو نه مړیږي!
البته افغانستان تل غواړي چې د پنجاب په ګډون ګاونډیانو سره ښې او نیکې اړیکې ولري، یو د بل په وړاندې د زور او ګواښونو له تګلارې لاس په سرشي. د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او ګاونډیانو ته د سردرد لپاره د ترهګرو روزنه او پالنه چې د پنجاب دایمي دریځ دی، پنجاب ته هم په کور دننه، ستونزې زیږولای شي.
ښه به دا وای چې له اقتصادي او تجارتي چارو مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اصلي ستونزه غوڅې خبرې شوی وای او په ګډه د حل لار پیدا شوی وای.
هغه تړون چې دې سفر کې د ولسمشر کرزي او نوازشریف ترمنځ، طالبانو سره د سولې او پخلاینې د چټکتیا په هیله لاسلیک شو، کابل ته د ولسمشر کرزي له رسیدو مخکې په امنیتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز په وینا چې د پاکستان د دولتي راډیو سره په مرکه کې يي کولې، طالبانو لخوا افغان دولت او د سولې شورا سره د خبرو د رد په لامل، بې ارزښته شو!
په دې توګه پنجاب نوموی تړون، تر لاسلیک یوازې درې ورځې روسته د طالبانو په نوم تر پښو لاندې کړ!
دې رسوايۍ سره سره، د پاکستان دې سفر کې د اصلي ستونزو د حل پرځای، د پلمو اقتصادي او تجارتي بڼه چې منځپانګه يي له پخوا افغانانو او نړیوالو ته ډاګیزه ده، نه پلیتوب به يي په سیمه ایزه او نړیواله کچه پنجاب نور هم رسوا او ګوښه کړي.
پای