د کونړ په زړه کې څه دي
05.08.2013 20:15دا شني ونې ، دا شنه فصلونه ، دا دنګ دنګ غرونه ، دا لوړ لوړ چینارونه ، دا د مرغو او د چینچڼو آوازونه ، دا د خارونکو او طوطیانو خوږې خوږې خبري ، دا د ګلانو مسکیدل ، دا د سیند مستې څپې ، دا د اسمان د خوشحالۍ اوښکې ، زما سره د کونړ د خلکو بې کچه مینه ، زه ئې د خپله ځان نه ورک کړم د خیال پلوشې مې د زړه او ذهن په سینه راخپرې شوې کله یو او کله بل خوا ځغلیدلې او د فکر الوت به مې د کونړ په کلو ، بانډو ، دیرو او حجرو د پاسه ګرځیدو چې ناڅاپه کونړ پاسته او ګلورین لاسونه زما په اوږه کیښودو او غلې غلې راته ویلې ای د المان څخه راغلی ځلمیه ما پیژنې؟ او بیا د خندا نه شین شو ما خو فکر کوو چې زه به تا هیر کړی یم خو نه داسې نه ده ، ته زما غېږه خپله غېږه ګڼې ته زما په درد دردیږې زما خوشحالې ستا او ستا خوشحالې زما په خوشحالۍ کې پرته ده وګوره نن ماته، زه د څو ورځو نه ګرم او تود وم ما ویل چې سبا زما موسم ته پیغور ور نه کړې چې زه درغلی وم تا اور راښکته کړی وو د ځان نه دې راته تنور جوړ کړی وو زه دې د کونړ په خاوره نه پریښودم چې ما پکې خاپوړې کړې ما مې د ملګرو او انډیوالانو سره پکې لوبې کړي نن ورګوره نسیم ستوریه زما موسم ستا لپاره بدل شو ما ویل چې زما په غېږ کې لوی شوی زلمی زما د خاورې بچی دی د پردۍ خاورې مسافر وو اوس دلته راغلی ما خپل بادونه یخ کړل ما ستا قدم او تا زما خاوره ښکل کړه زما د اسمان د خوشحالۍ اوښکې ستا په بدن وریږې , ووایه ما ته ولې نه راتللې ؟ زما سیند دی نه یادیدو ؟ زما د سیند څپو نه خفه ئې ؟ چې ما په سیند څو کسان لاهو کړل واوره ای زلمیه په المان کې څو شین بوټی غوڅوي دمینځه ئې وړې ؟ زر شه جواب راکړه ولې چوپه خوله پاتې شوې زه چې اوس خونړی شوی یم د همدوي دلاسه ، همدې ظالیمانو زما ځنګلونه تباه کړې په غټو غټو لاریو کې بار کړې او ځینې بیا په سیند لاهو کړې د قدرت خاوندان ورسره ملګرې دي په هغې مې وس نه رسې دوی سره چې څوک مل دې د مینځه ئې وړمه
واوره نسیم ستوریه زما د سیند څخه دې ګټه واخلې زما په سیند دې د بریښنا بند جوړ کړې خو دوی داسې چیرته کوې خپل جبونه ډکه وي غریب ولس په تیارو کې ډوب دی تا زما سیند ته د وحدت د ترجمان لقب ورکړی دا سمه ده زما سیند د پښتون د وحدت ترجمان دی ، زه د پښتنو په سیمه تیریږم خو ګټه رانه نور اخلې .
پښتون به کله راوېښیري چې خپل حق واخلې ، پښتانه چاروکې به کله پښتو په سر ننګه کوي نور به څه نه وایم هغه ستا شعر
مونږ شاعران ئې لټوو په مینارونو کې
پښتو ده ورکه رانه په دفترونو کې