د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل پيغام

نسيم ستوری . 28.07.2013 21:14

وخت داسې تیرېږي لکه د باد ، ددې وخت په لمنو کې کابل په لمبو سوزې ، ژاړې، فریاد کوې د فریاد د اوریدو ئې څوک نشته کرد چاپر د قدرت خاوندان د کابل په غېږ کې کاڼه او ړانده اوسېږې نه پوهېږم یا خو د کابل د خاورې بچې په دوړو کې پټ دي یا ئې په سترګو پردي خپرې دي چې ددې خاورې د دوړو څپې ئې سترګي لکه د قدرت د خاوندانو په شان سترګې ړندې او د غوږونو پردي
خیرنې دي
کابله ځه دوړو کې سر ئې
په خپل وجود پرهر پرهر ئې
نه د جانان نه د دلبر ئې
دوړو کې ډوب ئې څوک دې نه کړې تپوسونه
د کابل په سرکونو او کوڅو کې یو غوبل جوړ دی د ګردونو ناترسه سیلۍ د کابل په وچو شونډو پریوزي ، د کابل شونډې ټق ټق چوې ، ورانې جاړ سرګونه نه پخېږي کابل حق حیران دی ، د کابل سیند له ډیره خفګانه وچ شوی ، د ګنداګۍ ډیران دی هر سړی د خپل وس پورې ګنداګې ورګوزارې د کابل له برکته ډیر جبونه ډک شې ډیرې مړې خیټې نورې هم مړې شې نه د کابل څوک فریاد اورې نه د کابل اوښکې چا پاکي کړي خو مړو خیټو سترګي وږې ، حپ حپ کوې همدا چغې وهې چې راوچوې ایماندارو که څه مو د وسې کېږي ،
زه د وطن خوشبوي د خپل غېږ لمنې ته راوستم ، ما خپل قدم د کابل په ریښمنه خاوره کیښود ما ته د کابل خاورې پیغور راکړو ، نه راتلې زما د حال پوښتنه دې نه کوله وګوره زه زرې زرې یم ، خبر ئې دا د چا د لاسه ، دلته چې زما بچي زما په غېږ کې ژوند کوي او په غټو غټو چوکو ناست دي نه پوهېږم چې زما دا ژړا فریاد ولې نه اورې ، ما نه وینې زما دا سرکونه او کوڅې نه وینې ، زما دې سیند ته نظر نه اچوې چې څه ورباندې شوې دي هو هو ، زه خپل قسمت سره په جنګ یم بس څه وکړم ، په چا مې وس نه رسېږي شاعران زما په صفت نه مړېږي ، زما غلبل غلبل زړه ته کله شاعر او لیکوال د نظر اینه نه ده وراچولې زه منم چې زما ښکلا د نړۍ تر ټولې ښکلا ښکلې ده دا زما د ښکلا خوشبوې ده چې ته ئې زما سینې ته رورسولې ، خو یو سوال ، یو فریاد او د اوښکو ځولۍ درته نیسم زما پیغام زما د خاورو بچو ته د لیک په ژبه ورسوه زما بچې ما نه وینې ، زما غږونه نه اورې زما د سر روپې چیرته بل ځای لاړې شې په ما نه مصرف کېږي نو ځکه زما کوڅې او سرکونه خام پراته دي زما په سینه باندې لوې لوې قصرونه جوړۍ که د خدای ( ج) په خاطر که څه برخه زما په کوڅو او سرکونو ولکۍ بیا مې وګورۍ چې زما ښکلا په څو چنده زیاتیږې ، زه پوهیږم نسیم ستوریه چې تا د یورپ ډیر ملکونه لیدلې رښتیا ووایه چې زما ښکلا د هغې نه کمه ده ، خو زه ستا خبره منم دلته ما سره زما د خاورې بچې مینه محبت نه لرې هغه ستا شعر چې په پاریس کې دې پاریس ته لیکلی.
دا د دونیا د ښایستونو زړګی
دغه پاریس د ځوان وختونو زړکی
دلته په ښکلو کې بدرنګ ورک کېږي
دلته بدرنګو نه هم رنګ ورک کېږي
زما وطن ترې یو په سله ښایسته
پښتنې پیغلې یو تر بله ښایسته
په رښتیا چې پښتنې حیاء پښتنې ښایست د نړۍ تر ټول ښایست ښکلی دی .
بس بس،
یا مې د ژوند برخه ړنده ده یا دی ستړی نصیب
په لېونو اوښکو سندرو مې تړلی نصیب