د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اډو تړل که ترهګرو ته د زیات واک ناندرۍ

سرلوڅ مرادزی 22.07.2013 09:45

تر ننه پورې افغانستان له پاکستانه د ترهګریزو اډو تړل غواړي چې افغانستان يي تبا کړی او پاکستان توندلارو ته د کابل په حکومت کې غوړه ونډه غواړي چې سیمه کې يي پنجاب د خپلو تګلارو لپاره حیاتي بولي!
افغانستان په بیا بیا ټینګار ویلي چې پاکستان په کور دننه مذهبي توندلارو او ترهګرو ته اډې او پناځایونه ورکړې او هلته نه یوازې پاکستاني اتباع بلکې د سیمې او لري پرتو هیوادو اتباع اشرکیږي، له پوځي اړینو روزنو روسته وسله ورکول کیږي او بیا د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړو د افغانانو د ځپلو لپاره ګمارل کیږي. افغانستان دا خبره تل په ډاګه کړې، کومه جګړه چې د هیواد په کلیو او بانډو کې د ترهګرو په مټ پرمخ بیول کیږي، د پاکستان لخوا يي مرسته او ملاتړ کیږي. د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ترهګرو د روزنې او پالنې اډې نشته او دا اډې ټولې اخوا په پاکستان کې پرتې دي. که چیري په پاکستان کې دننه د ترهګرو دا اډې ونه تړل شي او د هغو د روزنې مدرسي بندې نه شي، په افغانستان او سیمه کې تاوتریخوالی او جګړه پای ته نه رسیږي، بلکې د هرې ورځې په تیریدو سره، هغه نوی ابعاد پیداکوي.
بلخوا افغانستان خپله دا خبره هم نه ده پټه کړي، چې پاکستان د ترهګرو په مټ غواړی په افغانستان کې یو لاسپوڅی حکومت کښنیوي او د سیمي په اوږدمهاله معادلو کې افغان خاورې ته د ستراتیژیک کنډو « Strategic Depth » په تمه دی.
پاکستاني چارواکي که هغه ملکیان، استخبارات او یا پوځیان دې، د ترهګرو له اډو او د هغو له ملاتړه (که څه هم د یوه نیم له خولې يي کله ناکله په ملاتړ اعتراف کیږي)، په ښکاره انکارکوي. خو بلخوا لکه څنګه چې يي په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د ستر سلاکار سرتاج عزیز په روستیو څرګندونو کې وینو « له طالب اړیکې په ګټې سولې ته کار کوو.... پاکستان له وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرلې او له دغو اړیکو به په افغانستان کې د ثبات په ټنګښت کې کار واخلي.بي بي سي» په حقیقت کې په دیپلوماتیکه ژبه په افغان واک کې د توندلارو د زیاتې ونډې لپاره چنې وهي.
له وړاندې طالبانو سره په اړیکو اعتراف او بیا له دغو اړیکو څخه د افغانستان په ثبات کې کار اخیستل، په دیپلوماتیکه ژبه دا خبره رسوي چې پاکستان په افغان دولت کې پوره ونډه غواړي او ددې ونډې لپاره يي طالبان په لاس کې نیولي دي.
که څه هم کابل ته د سرتاج عزیز له تګ مخکې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د هغه هیواد بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان په اړه د خپل بهرني سیاست ځیني ټکي څرګند کړل او په یوه برخه کې يي وویل« کله چې د افغانستان خبره کېږي نو پاکستان له کومې ځانګړې ډلې سره اړیکې نه لري.» خو داسې هم ویل کیږي سرتاج عزیز به د افغانستان د قومي اقلیتونو له مشرانو سره خپل سفارت، کابل کې وویني.
په دې تړاو د خپلو خبرو په بله برخه کې سرتاج وايي « د سولې د هر راز خبرو مالکیت باید د افغانانو وي»
دلته نوموړی داسې ځلوي چې موجوده افغان حکومت ګوندې د سولې خبرو د مخته وړلو واک نه لري. هغه د افغان حکومت د مالکیت پرځای د افغانانو د مالکیت کلمه چې ډيره عامه او دلته د ځانګړو سیاسي موخو لپاره په پام کې نیول شوي، کاروي. افغانانو په تیرو لسو کلونو کې دوه ځل ټولټاکنې کړي او اوس منتخب حکومت لري. دا حکومت د خپلو ستونزو سره سره په هر راز کورنیو او بهرنیو چارو کې که هغه د سولې، امنیت او یا نورو اړیکو په اړه وي، د افغانانو استازی حکومت دی. د سرتاج عزیز د څرګندونو برعکس، د سولې هر راز خبرې د افغان حکومت مالکیت دی. که افغان طالبان د یوې ډلې پتوګه خبرې کول کوي، له افغان حکومت سره به يي کوي، نه د افغان حکومت له چوکاټه بیرون له نورو افغاني ډلو او یا د دولت له اپوزیسیون سره! همداراز نورې افغاني ډلې او یا هغوی چې ځان د حکومت اپوزیسیون بولي، طالبانو او یا د سولې پشان حساسو خبرو کې د مرکزي حکومت له خبرتیا او اجازې پرته برخه نه شي اخیستلای.
همداراز ویل کیږي چې د پاکستان د حکومت استازی سرتاج عزیز به، په دوحه کې طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل لپاره کابل وهڅوي، خو تراوسه ددې خبرې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې چې طالبانو ته دا واک څنګه تر ګوتو شو چې هلته د خپلې ډلې بیرغ او د واک نوم د افغانستان د ملي بیرغ او افغان دولت د نوم پرځای وړاندې کړي او افغان واکمنۍ سره د یوې بلې موازي واکمنۍ دعوه، راپورته کړی؟
افغانان ددې خبرې کلکه پوښتنه کوي او غوښتنه لري چې د خبرو له بیا پیل مخکې دې طالبان د یوې ډلې پتوګه او هم د هغوی ملاتړي د تیرې توطيی په اعتراف او بیا نه تکرار ژمنه وکړي.
بلخوا په دوحه کې د طالبانو د بیرغ او نوم نندارې وښوده، طالبانو سره په خبرو کې که افغان دولت ټاکلې تګلار او یا د پاکستان، قطر او امریکا په نیتونو او تګلارو مخنۍ خبرتیا او چمتووالی ونلري، له تیرې توطيي زیات د افغانستان په وړاندې د نوې او خطرناکې توطيي خطر شتون لري.
همدارنګه نه ښايي اسلام اباد سره په خبرو کې کابل، طالبانو ته د هیواد د سویلي ولایتونو د ورکړې او د افغانستان د فیډرالی کیدو په اړه د نواز شریف د حکومت د روستیو څرګندونو څخه سرسري تیر شي او پاکستان سره د اړیکو په رغاوي کې چې د پنجاب د یو طرفه تګلارو په لامل په روستیو له پخوا زیات زیانمن شوی، نوي حالات له پامه وغورځيږي.
همدارنګه ویل کیږی چې دواړه هیوادونه به د سوداګریزه چارو په اړه هم خپلمنځي خبرې ولري. له بده مرغه پاکستان تر اوسه سره له دې چې افغانستان ته په کال کې د یونیم میلیارد ډالرو په ارزښت خپل مالونه رالیږي چې بدل کې يي د افغانستان لخوا ورلیږد ناڅیز رقم جوړوي خو بیا هم دا هیواد د دواړو ملکونو ترمنځ لاسلیک شوی سوداګریز تړون نه مراعاتوي او افغانستان سره چې په وچه کې ښکېل هیواد دی، په سوداګرۍ کې د برتانوی استعمار د وخت زړه تګلار د فشار د یوې وسیلې پتوګه کاروي.
د شنونکو په اند ویل کیږي چې سرتاج عزیز، د برتانیه د بهرنیو چارو د وزیر ویلیم هیګ په هڅونه چې څه مهال وړاندې پاکستان ته راغلی و، کابل ته په سفر زړه ښه کړی وي. وخت به وښۍ چې ایا پاکستان د افغانستان په وړاندې خپله زړه ستراتیژي بدلوي او که د سرتاج عزیز دا سفر هم د نړیوالو په وړاندې د پاکستان د دوه مخي سیاست د پټولو بله هڅه ده.
که څه هم سرتاج عزیزسره د خبری ګډ کنفرانس په مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وايي « د افغانستان دولت هیله من دی، چې د پاکستان له نوي حکومت سره په ټولو برخو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. موږ غواړو له نوي حکومت سره د ترهګرۍ او توندلارۍ پرضد مبارزه، سیاسي همکاریو، د سولې په پروسې او د خلکو تر منځ په اړیکو کې د پام وړ همکاري ډېره کړو. بي بي سي»
خو افغانان په غوڅه توګه له پاکستان څخه د ترهګرو اډو د جارو کیدو غوښتنه کوي!
افغانان په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او تیریو د بندیدو غوښتنه کوي!
او له پاکستان څخه د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ د بدلون غوښتنه لري!