د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نواز شریف حکومت او د ترهګرۍ نوې څپې

سرلوڅ مرادزی 17.07.2013 15:45

پاکستان کې د نوازشریف حکومت په رامنځته کېدو سره، د ترهګرو په ملاتړ کې د ملکې حکومت، پوځ او ای ایس ای ترمنځ هغه توپیر او زرګري شخړه هم پای ته ورسیده چې مخکې به رسنیو کې د پاکستاني ولس او نړیوالو د تېرایستلو لپاره ویل کېده چې ګوندې ملکي حکومت دومره واک نه لري چې د پوځ او استخباراتو له ارادې او پریکړې اخوا کوم کار وکړي!
رسنیو ته به دا خبرې تل څڅیدلې چې له هندوستان، کشمیر او افغانستان سره د اړیکو په اړه پریکړه د پوځیانو او استخباراتو کار دي او ملکي حکومتونه په دې کې ډېر واک نلري. پاکستاني رسنیو هڅه کوله، که د مذهبي توندلارو او سخت دریځو په ملاتړ، د پوځ اواستخباراتو چخن او تور مخ زیات نه شي سپينولای، د سپينو چرګانو پتوګه د ملکي حکومتونو په ځلاو، دا تشه ډکه کړي.
د نواز شریف حکومت په راتلو سره ملکي حکومت په پوځ، او پوځ او استخبارات په ملکي حکومت ورننوتل او مذهبي توندلارې، استخبارات ، پوځ او د نواز شریف او عمران خان پشان سیکولران! ټول په یوه خم کې غوپه او ترې داسې رنګینه او ګډوله واکمني رامنځته شوه چې اوس هیڅوک دا نه شي ویلای چې د نواز شریف حکومت ملکي دی که نظامي، سیکولر دی او که سخت دریځه اسلامي!
په زیاتو لاسوندونو ویل کېدای شي د زرداري د حکومت په توپير، د نوازشریف حکومت به زیات مذهبي توندلارې او ترهګر وهڅوي او د افغانستان په وړاندې به د ای ایس ای او پوځیانو له تګلار څخه چې افغانستان کې د ستراتيژیک کنډو ( Strategic depth ) په تمه دي، په سلو کې سل ملاتړ وکړي. د نواز شریف بیا ټاکنه، په حقیقت کې افغانستان او سیمې ته په لوړه کچه، د ترهګرو د روزنې، پالنې او لیږنې لپاره په پام کې نیول شوې.
نواز شریف د مسلم لیګ د داسې ګوند سرخېل چې په ۱۹۴۷ کال يي د څو میلیونه هندوانو او مسلمانانو د وژلو په بیه برتانوي پاکستان انځورکړی، همداسې مذهبي ګوندونه چې پاکستان يی د اسلام په بیا بیا خرڅلاو تر اوسه چلولی او یا پوځیان چې دا مصنوعي هیواد يي د ډانګ او ډنډې په زور ساتلی، نن یو ځل بیا د پاکستان په سخته کې، په ګډه ډګر ته راوځي.
وايي چې د توپان مرغان په توپان کې راالوځي!
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بیان کې اورو چې روستیو کې افغان خاورې ته د اورپکو په راوښتلو او دډیورنډکرښې په اوږدو کې توندلارو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
د جون په ۶ مه، د کندهار امنیي قومندان جنرال عبدالرزاق وویل چې د مدرسو طالبان، چې د ډېرو عمرونه یې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، هڅول شوي یا په ځینو مواردو کې اړ ایستل شوي چې په افغانستان کې وجنګېږي.
ده همداراز ادعا وکړه چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له ورایه ښکاري چې د پاکستاني پوځیانو او ملېشه ځواکونو د پوستو ترڅنګ د طالبانو خیمې درول شوي. ده دا هم وویل چې طالبان افغانستان ته رالېږل کېږي او له برید روسته بېرته دغو خیمو ته پناه وړي او هلته ترې پوښتل کېږي چې څه یې وکړل. ده وویل له یوې میاشتې راهیسي د کوټې، کوچلاغ، چمن او ځینو نورو سیمو مدرسې په زوره تړل شوي دي.
د جون په ۲۲ مه، افغانستان اړ شو چې د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو د ترهګرو ځالو د زیاتوالي خبره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې راپورته کړي.
« دامنیت شورا غونډې پر مهال د افغانستان استازي ظاهر ‌طنین خپله وینا کې په ډاګه کړه چې پاکستان کې ځینې کړیو ترهګر او ترهګري ددغه هیواد دبهرنۍ تګلارې یوه برخه جوړه کړې ده. هغه زیاته کړه، څو پورې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ځالې موجود وي نو نه په افغانستان اونه هم په سیمه کې امنیت راتلی شي.
طنین دغه راز دامنیت شورا ګډونوالو ته د پاکستان لخوا پر سرحدي سیمو دبریدونو په اړه هم خپله اندیښنه په ډاګه کړه او زیاته یې کړه، دا ډول بریدونه چې په دې وروستیو کې زیات شوي دافغانستان ملي حاکمیت ته یې ګواښ رامنځته کړی او ددواړو هیوادونو اړیکې یې خرابې کړي دي. دافغانستان داستازي تر څرګندونو روسته سملاسې دپاکستان استازي مسعود خان پاڅید او پخپل وار سره یې د ظاهر طنین څرګندونې رد کړې. هغه زیاته کړه: زه په سختو الفاظو د افغانستان سفیر څرګندونې ردوم او کومې خبرې چې ‌‌‌طنین وکړې هغه رښتیا نه دي. په ملګرو ملتو کې د پاکستان سفیر زیاته کړه، دپاکستان ټولې ادارې دبهرنۍ تګلارې په اړه یو دریځ لري. پژواک»
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي جیمز ډابینز وايی، پاکستان د سخت دریځو په وړاندې عملیات کوي خو له بده مرغه د هغو توندلارو پر ضد برید، نه کوي چې افغانستان کې جنګیږي. ده تایید کړه چې افغانستان کې جنګیدونکو سخت دریځو ته پاکستان کې خوندي پناځایونه ورکول کیږي. هغه دا هم وویل د پاکستان له لوري د افغانستان د سولې بهیر د یرغمل هڅه، نه ردوم.
د سولې د بهیر په تړاو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی سپنتا وايي، ترڅو چې پاکستان طالبانو ته اجازه ورنه کړي، دغه ډله به له افغان دولت سره د سولې خبرې پیل نه کړي.
د نواز شریف د حکومت په رامنځته کیدو سره د نورو توندلارو سره هممهال، د ګلبدین په سرخېلۍ، اسلامي ګوند هم خپله تګلار چې څه وخت مخکې لږه نرمه ښکاریده، لا پسې سختوی.
البته څه مهال وړاندې په ۱۳۹۰ کال کې د سلواغې په ۱۲ مه، د ګلبدین ځانګړي استازي او زوم غیرت بهیر ویلي و چې دده په مشرۍ د اسلامي ګوند پلاوی په کابل کې له جګپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.
« د افغانستان د اسلامي حزب استازو تایید کړه چې د افغانستان له حکومت او امریکایانو سره د دوی خبرې د پرمختګ په حال کې دي او د امریکا له پوځ او د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف له چارواکو سره هم ږغېدلي دي.

ده وویل: حقیقت دا دی چې د افغانستان د شخړې د بېلابېلو اړوندو اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي. فکر کوم امریکایان په قطر کې له طالبانو سره ږغېږي او زموږ سره یې په کابل کې خبرې کړي دي.

ښاغلي بهیر زیاته کړه: زه کابل ته د خپل ګوند د تللي پلاوي مشر، وم. ما هلته د سي آی اې له مشر ډیویډ پیتراییس، د امریکا سفیر راین کراکر او د ناټو او ایساف له عمومي قومندان جنرال جان الن سره وکتل. موږ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره هم څو ځلي ولیدل خو له دې سره سره موږ د خپلو خبرو په لومړنیو پړاوونو کې یو. تاند»
خو د روان کال د جون په ۱۳ مه، د افغانستان اسلامي ګوند په خپله رسمي اعلامیه کې په ډاګه کوې، چې له دې وروسته هيڅوک حق نه لري د حزب اسلامي په نامه په کابل کې کار وکړي. اعلامیه زیاتوي حزب اسلامي په کابل کي دفتر او له افغان حکومت او د دوی له بهرنيو ملاتړو سره مذاکرات نه لري.
بلخوا د روان کال د غوايي په ۲۶ مه، د کابل په سید نور محمدشا مېنه کې د اسلامي ګوند په برید کې ۱۶ تنه ولسي وګړي شهید او ۳۷ تنه ټپيان شول چې د برید پړه، سملاسي اسلامي ګوند پر غاړه واخیسته.
د نواز شریف حکومت پر افغانستان سربیره ، د سیمي په تړاو هم له ترهګرو څخه په ګټه اخیستو کې ښه په شنو او مستیو کې دی. دا چې یو وخت د پاکستان پخواني دیکتاتور پرویز مشرف ویلي وو« طالبان زما ستراتیژیکه ذخیره ده او هر کله چې وغواړم د دوی په لسګونو او زرګونو تنه جنګیالي د هند پر وړاندې کارولی شم. دوی په افغانستان کې هم ګڼې ورانکارۍ کړې دي. دوی خپل هیواد ګډوډ کړی او دغسې ګډوډي د شوري اتحاد د یرغل پر مهال هم نه ده رامنځته شوې. طالبان زموږ لپاره د بریالیتوب یوه لاره ده، موږ هر وخت کولای شو، چې د اړتیا په وخت کې دوی د خپلو اهدافو او تګلارو د پلیتابه لپاره استعمال کړو. سپوږمۍ راډیو»
خو نن د نواز شریف حکومت له پخواني دیکتاتور پرویز مشرف وراوړوي او د سوريي پشان لری پرتو هیوادونو ته هم د ترهګرو په لیږلو کې په ښکاره نارې وهي.
پاکستاني طالبان وايي چې په سوریه کې یې پر «جهاد» د څارنې لپاره اډه جوړه کړې ده.
دوی وايي چې دا اډه یې د هغو عربو جګړه مارو په مرسته جوړه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي او په پاکستان کې اوسېدلي خو اوس په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پرضد جنګېږي.
د پاکستاني طالبانو یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دوی د جنګي او مالوماتي تکنالوژۍ لږترلږه دوولس متخصصان سوریې ته تللي دي.
بلخوا د پاکستان استخباراتو د یوې اعلامې په خپرولو سره ، په سوریه کې د پاکستاني طالبانو شتون تایید او اعلان کړ. دې اعلامې کې راغلي هغه توندلاري چې پاکستان څخه سوريي ته تللي، په دوه ډلو ویشل کیږي: لومړۍ ډله کې يي ازبک او ترکمن جګړه مار او په دوهمه ډله کې يي د پاکستان د « جهنګوي لښکر» او « صحابه سپایانو » غړي دي.
همداراز له پېښوره په تازه خبر کې راځي چې سوریه کې د پاکستاني طالبانو اډې ته ۱۲۰ نوي جګړه مار لیږل شوی دي. په پاکستان کې ددې ډلې مشر عبدالرشید عباسي، النهار الجدید، الجزایرې ورځپاڼې ته ویلي چې تر اوسه يي ۱۲۰ تنه خپل غړي د سوريي حکومت په وړاندې د جګړې لپاره استولي دي. ده دا هم وویل چې ۱۵۰ تنه نور چې په لار دی، ډېر ژر به سوريي ته ورسیږي او دوی به هلته د القاعده تر مشرۍ لاندې جګړه پر مخ یوسي.
خو د نواز شریف حکومت تر ټولو بده او خونړۍ طرحه، د افغانستان د فډرالي کولو وړاندیز دی.
« د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د قدرت د وېشلو نظر وړاندیز کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د فرشید احمدي له قوله وايي چې د پاکستان دې وړاندیز د افغانستان د حکومت غوسه پارولې ده.
د افغانستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي احمدي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا نظر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له سفیر عمر داودزي سره د جمعې د ورځې په کتنه کې مطرح کړ.
د احمدي په وینا د پاکستان وړاندیز یو ډول فدرالیزم دی چې پراساس یې د افغانستان په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې واک طالبانو ته سپارل کېږي.
تر دې مخکې د افغانستان د ملي جبهې مشرانو محمد محقق، عبدالرشید دوستم او احمدضیا مسعود هم د فدرالي نظام غوښتنه کړې وه. د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي :موږ باور لرو چې پاکستان د افغانستان په فدرالي کولو د هغه څه د ترلاسه کولو په لټه کې دی چې د طالبانو په وسیله یې په نیابتي جګړه کې لاس ته رانه وړل. تاند»