د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زلزله ولي او څنګه رامنځته کیږي؟

محمد ابوبکر ستوری 07.07.2013 16:03

زلزله یوه طبیعي پیښه ده چې دځمکي قشردحرکاتوپه پایله کې رامنځ ته کیږي اوبالاخره دځمکي سرته رسیږي. هغه نقطه چې زلزله لومړی ورڅخه پیلیږي د ایپي سینټر او دویم مرکزیې چې دځمکي سرته رسیږي دهایپوسنټر په نامه یادیږي، هر څومره چې د زلزلې مرکز د ځمکي سطحې ته نږدې وي په هماغه اندازه یې شدت هم زیات وي. داچې زلزله ولي اوڅنګه رامنځ ته کیږي په دې اړه پوهان بیلابیل نظریات لري چې له دې ډلي دری مهم یې دپام وړ دي؛
1. تکتونیکي زلزله
2. ولکانیکي زلزله
3. دځمکي لاندي ګودالونه

1. تکتونیکي زلزله: لکه څنګه چې پوهیږو ځمکه له دری برخو څخه جوړه ده چې پاسنۍ برخه یې دقشر دویمه برخه یې دمنټل اومنځنۍ برخه یې دهستې په نامه یادیږي. دځمکي له مخ نه چې هرڅومره دهستې خواته نژدې کیږو دتودوخي درجه لوړیږی (په هر سل متره کې دری سانټي ګریډ درجې ) ځکه خو دمنټل پاسنۍ برخه کې مواد په پلازما ډول شتون لري چې دې ډول موادو ته مګما هم ویل کیږي، مګما تل یو ډول حرکت چې کانویکشن ( لکه چې اوبه په دیګ کې ایشیږي) نومیږي ترسره کوي چې ددغه حرکت په پایله کې دځمکې قشر پلیټونه (دځمکي دقشرلویې او وړې کتلې دي، دځمکي قشر نژدې له ۹ لویواو۱۲ کوچنیوپلیټونوڅخه جوړدی ) یودبل څخه لیري (Divergent) اویا یوبل سره نژدې (Convergent (کیږې. په کومه سیمه کې چې نوموړي پلیټونه یوبل سره نژدې اویا لیري کیږي نو په هماغه سیمه کې دځمکي حرکات دزلزلې دڅپوپه بڼه خپریږي.
2. ولکانیکي زلزله: په نړۍ کې داورغورځوني له اړخه ډیري فعاله سیمي شته چې ځیني وختونه داورغورځوني فعالیتونه پکې رامنځ ته کیږي ، څنګه چې مګما یا ویلي شوي ډیري د ځمکي سطحې ته په ډیر فشار سره راوړل کیږي چې ددې فشار په پایله کې زلزله رامنځ ته کیږي.
3. دځمکي لاندي ګودالونه: ځنیي وختونه داسي هم پیښیږي چې دځمکي لاندي طبقې له کاربوناتي موادو لکه کلسیم کاربونیت څخه جوړي شوي وي چې نوموړي ډبري په اوبوکې د حل کیدو ډیره لیوالتیا لري چې وروسته له یوڅه وخت څخه په اوبوکې حل کیږي اوداوبوپه واسطه یوبل ځای ته لیږدول کیږي چې لومړنی ځای یې دیوه ګودال په شکل خالي پاتي کیږي اودپورتنیوطبقو دفشارله امله بیا سقوط کوي چې په پایله کې یې زلزله رامنځ ته کیږي.
دا چې په افغانستان کې د زلزلې د پیښیدو لامل څه دی په دې اړه ډیري څیړني شوي، د څیړنو په ترڅ کې څرګنده شوي چې په افغانستان کې زلزله تکتونیکي بڼه لري، په دې مانا چې افغانستان په یوه داسي جیولوجیکي سیمه کې پروت دی چې د دریو لویو پلیټونو د شمال له لوري د اوراسیا پلیټ د لویدیځ لوري د عرب پلیټ او د جنوب او ختیځ له لوري د هند پلیټ تر فشار لاندي دی او د دې دری پلیټونو د اتصال نقطه د افغانستان په شمال ختیځه برخه د هندوکش په غرونو کې پرته ده او وخت ناوخته دا پلیټونه یوبل سره نژدې کیږې او د زلزلو لامل ګرځي.
تر اوسه پوهان په دې نه دې بریالي شوي چې د زلزلې د پیښیدو وړاندوینه وکړي ځکه خو د زیاتو تلفاتو لامل ګرځي ولي نوي څیړني ښیې چې د زلزلې له پیښیدو نه مخکي د ځمکي لاندي ډبري ماتیږي او د اوزون په نامه یو ګاز خپروي چې د اوزون پیژندونکي آلې په واسطه پیژندل کیدای شي، په شکمنو سیمو کې د دې ډول آلو د نصب په واسطه چې له یوه مرکزي سیسټم سره تړل شوي وي د دې شونتیا شته چې د زلزلې وړاندوینه وشي.