د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استادانو او محصلینو نه جبیره کیدونکی اعتصاب

حسیب الله نوري 11.06.2013 00:20

د پوهنتون د استادانو او محصلينو پر اعتراض د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر او ملى شورا چوپتيا د زغم وړ نه ده.

د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو اعتصاب ۱۴ ورځې وړاندې وروسته له هغه پیل شو چې د ټولنیزو علومو یو شمېر محصلینو د اتو ورځو لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ او د یو شمېر استادانو د ګوښه کولو غوښتونکي شول د ولسمشر سلاکار نعمت الله شهراني د ولسمشرۍ ماڼۍ په استازیتوب اعتصاب کوونکو ته وویل، غوښتنې یې منل شوي، نو ځکه دې خپل اعتصاب پای ته ورسوي.
په همدې وخت کې د لوړو زدکړو د وزارت لخوا د ټولنیزو علومو د پوهنځۍ ریئس او یو تن استاد له دندو ګوښه شول چې د دولت دغه کړنو د استادانو او محصلینو غوسه را وپاروله او په سولیزو لاریونونو یې پیل وکړ خو دولت ددوی پدغه لاریونونو هیڅ غوږ هم و نه ګرولو ، له همدې کبله استادان او محصلین دیته اړ شول چې درسې اعتصاب وکړي ګوندې وي چې دولت له دوی سره مرسته وکړي .
خو دا دي ددغه درسي اعتصاب لړۍ مخ پر اوږدیدو ده او دولت بیا هم تیار ندی چې د استادانو او محصلینو غږ واوري ، اعتصاب کوونکي ادعا کوي چې د کابل پوهنتون د ټولو پوهنتونونو استازیتوب کوي او تر هغه یې چې غوښتنې نه وي منل شوي، خپل درسي اعتصاب ته به دوام ورکوي. دوی له دولته غواړي چې د لوړو زدکړو وزیر له دندې ګوښه او هغه استادان باید بېرته پر دنده وګومارل شي چې په دې وروستیو کې تقاعد شوي او تر هغه چې توان لري باید درس ورکولو ته دوام ورکړي. زما په آند د کابل پوهنتون د اوسني وضعيت دوام د هېواد پر زيان دی او په ورځو ورځو له زده کړو د زرګونه محصلينو بې برخې کېدل په سختۍ جبيره کیدای شې.
( د کابل پوهنتون ځینې پخواني او اوسني استادان د پوهنتون د وروستیو ستونزو اساسي لامل د ایران لاسوهنه بولي.
د کابل پوهنتون په چارو کې د ایرانیانو د لاسوهنو خبرې په داسې حال کې کیږي چې له شا اوخوا دوو اونیو را په دې خوا د دې پوهنتون درسي فضا په مظاهرو او اعتصابونو بدله شوې ده.
د دغه پوهنتون پخوانی رییس پوهاند حمیدالله امین وایي ایران له ډېره وخته په کابل پوهنتون کې د نفوذ پیدا کولو په هڅه کې دی او ادعا کوي چې، دی هم د ایران په اشاره له دندې لرې شو) سپوږمۍ راډیو .

ښاغلي امین د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې ایرانیانو له ده څخه په پوهنتون کې دننه د یوې فرهنګي ودانۍ د جوړېدو ترڅنګ نورې بېلابېلې غوښتنې وکړې؛ خو ده نه دي ورسره منلي.

ده زياته کړه: (( ایران سخت په پوهنتون کې فعال دی، زما په وخت کې د ایران د سفارت نماینده ګي ماته راغله او راته یې وویل چې په پوهنتون کې پنځه سوه متره ځمکه راکړئ او موږ به تاسو ته تعمیر جوړ کړو، ماورته وویل، څه شی جوړوئ، دوی راته وویل، دلته به فرهنګي فعالیتونه وي، نمایشګاه او کتابونه به وي.
ماورته وویل، چې تاسو موږ ته په تهران پوهنتون کې دوه نیم سوه متره ځمکه راکړئ، چې موږ هم د افغانستان یوه خونه په کې جوړه کړو؛ خو دوی وویل، دا نه کیږي، ماورته وویل زما هم نه کیږي)).

د کابل پوهنتون د استادانو ترڅنګ ځینې مدني او فرهنګي ټولنې هم په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې پخلی کوي او په همدې هدف یې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ایران سفارت مخې ته مظاهره هم وکړه.
ځینې کارپوهان وایي، ایران غواړي چې، د افغانستان د نوي نسل ترمنځ قومي او مذهبي مخالفتونه راپورته کړي، ترڅو خپلو اهدافو ته ورسیږي.
پخوا ایرانیو چارواکو دارنګه ادعاوې رد کړي دي؛ خو د افغان محصلینو او استادانو د دې نویو ادعاوو په اړه تراوسه په کابل کې د ایران د سفارت مسوولینو څه نه دي ویلي.