د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسلم لیګ: د پیرنګي ډله

سرلوڅ مرادزی 29.05.2013 00:44

مسلم لیګ: د پیرنګي ډله او د پیرنګي پاکستان دوه هغه سرلیکونه دي چې د ارواښاد عبدالولی خان د « باچاخان او خدايي خدمتګاري » د کتاب د لومړي ټوک له ۲۱۵ ــ ۲۲۰ مخونو څخه يي دلته د پاکستان د روانو حالاتو سره د تړاو په لامل رانقلوم.
د پیرنګي پاکستان
دا خو د مسلمانانو خوارانو خپل تجویز نه و، اختیار خو د پیرنګي و. د مسلمانانو لیډرانو خو دا حال و، لکه سرفیروزخان نون چې په په ۱۹۳۸ ع کې د وزیرهند په رايي پوه شو چې هغوی د هندوستان تقسیم نه مني، نو سملاسي نون صاحب ووی « ښه ده، خبر دې کړم چې بیا داسې خبره له خولې ونه باسم» نو کتل دا پکار دي چې د پیرنګي په څه سمی راځي او په څه يي خپل غرض پوره کیږي. اخر چې د سر سکندرخان او د مسلم لیګ له خپلې کمیټې نه پوره نه شوه، نو پیرنګي د مسلمانانو دغه ټولې منصوبي نامنظوره کړې او د وایسرايي د ایکزیکټیو کونسل یو ممبر چودهري ظفرالله ته وویلی شول چې ته د دوه ډومینیونو یوه نقشه پیش کړه، ددې په حقه وایسرايي لنلتګو په ۱۲ / ۳ / ۱۹۴۰ ع کې وزیرهند ته لیکي:
زما په وینا ظفرالله د ډومینیون سټیشن په هکله یو یادداشت لیکلی و چې هغه ما مخکې درلیږلی دی، وايي چې څه نور وضاحتونه ترې ما غوښتي دي، هغه وايي چې تفصیلات به زه بیا روسته پیش کړم، خو د هغه ( ظفرالله ) دا خواهش دی، دا خبره دې چیري هم څرګنده نه شي چې دا خاکه ګوندې هغه پیش کړې ده. هغه البته دا اختیار راکړی دی چې څنګه زه مناسب ګڼم داسې داسې دا دستاویزونه استعمال کړم.
I may do what I like with it including sending a copy to you : thirdly that copies been passed to Jinnah and I think to Hydri and fourthly that which, he, Zafrullah, can not of course admit its autorship, his document has been prepared for adaption by the Muslim League with a view to being given the fullest publicity.
ترجمه:
زه چې هرڅه وغواړم ورسره کولی شم، ددې په شمول چې تا ته یو نقل درولیږم. دریمه دا چې نقلونه يي جناح او زما په خیال حیدري ته ورکړی شوي دي. او څلورمه دا چې هغه ( ظفرالله ) بې شکه ددې تالیف پخپله غاړه نه شي قبلولی، د هغه دستاویز د زیات نه زیاتې پبلیټۍ په غرض د مسلم لیګ د منظورۍ لپاره تیار شوی دی.
وایسرايي وضاحت کوي چې مسوده خو زما په وینا تیاره شوې ده. خو ظفرالله چونکه قادیانی دی، نو که مسلمانانو ته پته ولګیده چې دا منصوبه د یوه قادیاني په لاس جوړه ده، نو هغوی به بیا شک کوي. وایسرايي څومره ډاډه و او په ډاګه لګیا دی چې ددې یوه کاپي جناح ته ورکړی شوې ده چې مسلم لیګ دا منصوبه منظور کړي او ددې مشتهري ( مشهورتیا ) وکړي، یعنې چې د جناح پالیسي او د مسلم لیګ سیاست شي. سر اکبرحیدري ته یوه کاپي په دې غرض ورکړی شوې ده چې مالي امداد د هغوی په ذمه و. دې تاریخونو ته غور پکار دی، دا خط وایسرايي په ۱۲ / ۳ / ۱۹۴۰ ع کې لیکلی دی، منصوبه خو يي مخکې لیږلې وه او مسلم لیګ هغه منصوبه په ۲۳ / ۳ / ۱۹۴۰ ع په لاهور کې د قرارداد پاکستان په نوم په خپل سالانه اجلاس کې تصویب کړه ـ چې مشتهري ورته ورکړي ( مارچ کې د ظفرالله د ایکزیکټیو کونسل د ممبرۍ میعاد ختمیدو ــ هغه ددې خدمت په عوض کې توسیع ورکړی شوله).
د مسم لیګ ددې تجویز د پاس کولو نه دوه ورځې پس، وایسرايي په ۲۵ / ۳ / ۱۹۴۰ ع کې لیکي:
As congress are putting forward a preposterous caim which they know is incapable of acceptance, he ( Jinaah) equally will put forward just as extreme a claim, of the impracticability of realizing which he is probably just as well aware, but the existence of which will, while reaffarming the muslim attitude of hostslity to congress claims, take away some, at any rate, of the damaging charge which have no constructive ideas of their own.
ترجمه:
کانګریس یوه احمقانه دعوه کوي او ورته پته هم ده چې قبلیدی نه شي. نو هغه ( جناح ) به هم دغه شان یوه انتها پسنده دعوي وکړي او د هغې د نه عملي کیدو، نه به هغه هم ښه خبر وي ــ مګر د هغې په وجه به هغه نه صرف د کانګریس د دعوو په حقله د مسلمانانو د دښمنۍ اعاده وکړي بلکې د مسلم لیګ خلاف ددې الزام نه چې د هغو خلاف تر اوسه پورې لګیده، اوهغه دا چې هغوی هیڅ تعمیري نظریات نه لري، لږ څه به کم کړي.
واسرايي غریب خو دا چیغې وهلې چې څه منصوبه وړاندې کړۍ خو چې په دلالانو پوره نه شوه، نو مجبورا يي خپله منصوبه وړاندې کړه. دلته هم که ورته په غور وکتل شي نو په مسلمانانو يي څه کار نشته، د کامیابولو او کامیابیدو درک يي نه لګي، وايي چې جناح هم پوه دی چې کار د کیدو نه دی، مګر پیرنګی خو خپل غرض ترسره کوی، یو له کانګریس سره دښمنۍ ته مسلم لیګ راویستل او دوهم مثبت او تعمیري تجویز چې سړی ورته ګوري نو زه وایم چې دا پیرنګیان به څومره خوشحالیدل چې دا د ګلابو ماتابو لوبه يي جوړه کړی وه او ګوډاګي يي ګډول.
مسلم لیګ : د پیرنګي ډله
نو چې کله مسلم لیګ د وایسرايي له طرفه د ظفرالله منصوبه د پاکستان په لاهور کې قبوله کړه نو بیا پیرنګی په دې پوه شو چې هغه اوس په مسلم لیګ ملا تړلی شي او دوی به د پیرنګي پالیسي سل په سلو کې چلوي او د کانګریس د مقابلې لپاره به ځان تیاروي. نو بیا د پیرنګي لپاره دا فیصله لازمي او فطري وه چې هغه بې له مسلم لیګ نه د بل چا د هیڅ قسمه حیثیت تسلیمولو ( منلو ) ته بیخي تیار نه و.
په همدغو ورځو کې د قام پرسته مسلمانانو یوه ډېره درنه او نماینده غونډه په ډیلې کې وشوه چې صدارت يي د سند منتخب وزیراعلی، الله بخش سومرو، وکړ. وزیر هند لارډ زیټلینډ ددې اهم کنونشن ( غونډه ) په حقله له وایسرايي نه تپوس کړی دی. وایسرايي ورته په ۱۴ / ۵ / ۱۹۴۰ ع کې داسې لیکي:
I attach no particular importance to the Delhe conference of the Muslims which took place a few days ago. It had been well orgnized and the congress press machine has written it up admirably. We both are, of course, aware that there is not unimportant Muslim element outside the Muslim League.
Indeed I am sure that Jinnah remains the man to deal with on Muslim side.
ترجمه:
زه د مسلمانانو ډیلي کنفرانس ته چې څو ورځې مخکې وشو، هیڅ خاص اهمیت نه ورکوم. ددې ډېر ښه انتظام شوی و او د کانګریس پریس دده په باره کې په قابل تعریفه توګه لیکل وکړل.. موږ دواړو ته یقیني معلومه ده چې د مسلم لیګ نه بهر اهم مسلمان عنصر وجود لري، خو زه بالکل باور لرم چې جناح هغه سړی دی چې موږ ورسره د مسلمانانو په اړخ معامله کولی شو.
له کانګریس سره ملګري مسلمانان خو پیرنګي بیخي منل نه، چاچې د خپل ملک د ازادۍ کوښښ کاوه او د پیرنګي له غلامۍ نه يي د ځان خلاصولو لپاره په یو قومي تحریک کې کانګریس سره په شریکه ملا تړلې وه. ولې پیرنګی هغه مسلمانان هم نه مني څوک چې د مسلم لیګ نه بهر خپل یو تنظیم جوړوي او دا له زرو نه زیات نمایندګان چې د یوه منتخب وزیر اعلی تر مشرۍ لاندې راغونډ شوی، دا هم پیرنګی نه تسلیموي او وزیرهند ته په ډاګه لیکي چې زموږ سړی جناح دی او هغه د ټولو مسلمانانو نماینده شو.
د لارډ زیټلینډ میعاد پوره شو، هغه اخري الوداعي خط په ۱۴ / ۵ / ۱۹۴۰ ع کې لیکلی دی. نوی وزیر هند ( L. S. AMERY ) ایمري مقرر شو چې هغه خپل اولنی خط په ۱۶ / ۵ / ۱۹۴۰ ع کې لیکلی دی.
خاکسار :
له دې نه هم عجیبه پوزیشن د خاکسارو و. په دې نورو مسلمانانو خو دا اعتراض و چې دوی له پیرنګي سره مرسته نه کوي، ولې خاکسارو د امداد پیشکش هم کړی دی. لکه چې وایسرايي په ۲۴ / ۵ / ۱۹۴۰ ع کې لیکي:
Meanwhile the khaksars have formally renewed their offer to me of 50000 men to help in war.
ترجمه:
په عین حال کې خاکسارو په جنګ کې د مدد کولو لپاره د پنځوسو زرو ( ۵۰۰۰۰ ) کسانو راکولو خپل پیشکش ماته رسمآ راتازه کړی دی.
دوی عاجزانو خو له پیرنګي سره د جرمن په خلاف جنګ ته هم ملا تړلې ده، خو پیرنګی وايي د جناح بیان ډېر واضح دی چې:
Formal statment by Jinnah that he accepts no responsibility for khaksars or their activities and that they have declined to accept his advice.
ترجمه:
د جناح له طرفه رسمي بیان دی چې هغه د خاکسارو یا دهغوی د سرګرمیو هیڅ ذمه واري نه قبلوي او دا چې هغوی د هغه له مشورې قبلولو نه انکار کړی دی.
واسرايي پخپل ذهن او پالیسۍ کې بالکل واضحه دی چې خاکسار چونکه د جناح صاحب هدایات نه مني، نو وایسرايي وايي چې:
that considering the present attitude of the khaksars in the punjab it would not be advisable for me to enter into any correspondence with them or their leaders and I propose accordingly to leave the telegram unanswered.
ترجمه:
پنجاب کې د خاکسارو د موجوده رويي په نظر کې نیولو سره به دا زما لپاره مناسبه نه وي چې هغوی او یا د هغوی لیډرانو سره په څه قسمه خط او کتابت لاس پورې کړم، او دغه شان زه بهتر ګڼم چې د تار هیڅ ځواب ورنه کړم.
پیرنګی په ډاګه لګیا دی او کوښښ کوي چې پرهر یوه هندوستاني دا خبره واضحه کړي چې پیرنګی بي د جناح صاحب او مسلم لیګ نه بل څوک او نه بلې ډلې تسلیمولو ( منلو ) ته تیار دی. نو که څوک په پیرنګي ځان تسلیموي، پکار دی چې مسلم لیګ ته لاړشي. هسې خو پیرنګي کانګریس ته دا بهانه ټینګه کړې وه، چې چونکه هغه موږ سره په جنګ کې امداد نه کوي، نو موږ ورسره څنګه تعاون وکړو؟ ولې بلخوا خو خاکسار د پیرنګي د امداد لپاره د پنځوسو زرو ( ۵۰۰۰۰ ) خاکسارو رضاکارانو خدمات پیش کړل. خو چونکه خاکسار د جناح صاحب د حکم تابع نه دي، نو د هند وایسرايي دومره اخلاقي سپکاوي ته پریوځي چې د تار ځواب قدري هم قصدآ او ارادتآ نه ورکوي.
پای