د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي بانکداری نوې پاملرنه!

محمد حليم (ستانکزی) 12.05.2013 14:56

محمد حليم (ستانيکزی)
د اسلامي بانکداری چارو کارپوه

اوسنی اقتصادي بحران چې له 1930 ميلادي کال راهيسې د ملګرو ملتو څخه پيل او د نړی نورو برخو ته د ډالري اسعارو د ارزښت په سپمولو سره د يو کلک ګوزار په بڼه دی. تر اوسه پورې د 3 تريليون ډالرو څخه زيات د دغه سختی ستونزې د يو څه حل لپاره کارول شوي دي. سره له دې، کيدای شي دغه بحرانونه نړيوال اقتصاد د اوږد مهاله لويو ستونزو سره مخ کړي. نو ددې لپاره داسې يوه نوي معمار ته اړتيا ده چې وکولای شي د داسې اقتصادی بحرانونو ستونزې په راتلونکي کښې کمې کړي.
اصلاً، د سنتي ماليې د اصل په اساس د اقتصادي بحران بنسټيز لامل د پيسو د توليدولو اړتيا او پور ورکولو دی بې بغير له دې چې ارزښت لرونکي څيزونه د بشر د استفادې لپاره توليد کړي. د بنيادي يا بنسټيزو لاملونو پرته ناشونې ده چې د ددې ستونزو د حل لپاره يو منظم سيستم ولرو. که د اقتصادي بحران مهم وجوهاتو ته وکتلای شی نو مهمه ونډه پکښې د بانکونو ډېر زيات او بې احتياطه پورونه دي. دلته پوښتنې دا پيدا کيږي چې څنګه بانکونه ددې ستونزې څخه راوتلی شي چې نه يواځې مالي سيستم بې باوره کوي بلکې خپله اوږد مهال ګټه(ربا) هم ټينګ نشي ساتلای. او وجه يې درې عوامل دي، يو يې د ګټې او تاوان شريکولو (PLS) نشتوالی دی. دويم يې د مشتقونو په اندازه کښې پراختيا ده، مخصوصاً د کرډېت د مبادلې عيارونه ياCredit Default Swaps ، د تضمين شوې قرضې ارتياوېت يا Collateralize Debt Obligation ، د سودي مبادلې نرخ يا Interest rate swaps، د سودي نرخ اينده يا Interest rate Futures , د وړاندې شوي نرخ تړون يا Forward rate agreement او د راتلونکي تړون انتخاب يا Option on Future contracts دي. درېم يې د (Too big to fail) مفکوره ده چېرته چې د با اعتماده او سترې مالي ادارې په ناکامېدو سره د هېواد اقتصاد ته لوی ګوزار وي. او د هېواد مرکزي بانک ته اړتيا وي چې د بحران په مهال د دوی ملاتړ وکړي.
د سودي نرخ اينده او د راتلونکي تړون انتخاب يو ترتيب دی چرته چې قرضه اخيستونکی او قرضه ورکوونکی د ربا سره تړلي وي. او سودي مبادلې نرخ اصلاً د دوو کسانو تر منځ د غير ثابت (Float) ربا نرخ لپاره ثابت (Fixed)ربا نرخ ټاکي. يعنې د مودې په بشپړيدو سره هغه خيالي مبلغ چې په پيل کښې موافقه شوې وې ورته ورکوي. عجيبه خبره داده چې اصلي مبلغ په سودي مبادلې نرخ کښې نه تبادله کيږي.
وړاندې شوي نرخ تړون د دوو پلاوو تر منځ د ټاکلی مودې او د ټاکلی راتلونکي نېټه لپاره د ربا پر نرخ توافق دی. يعنې دا يو قرارداد دی چرته چې د قرارداد په پايله کښې يوه خوا د ربا ثابت نرخ لاسته راوړي او بله خوا د ربا متحول نرخ په راتلونکي کښې لاسته راوړي. خو د دواړو خواوو ترمنځ داسې ژمنه ونه شوه چې په هغې کښې د دواړو خواوو تر منځ اصلي پيسې ليږدول شوې وي، يواځنی خبره چې د دوی تر منخ وشوه د ثابت او غير ثابت ربا نرخ ؤ..
ددې ترڅنګ، د 20 کلونو راهيسې بانکي او غير بانکي مالي ادارو په سل ګونو بيليونه دالره په خپله شتمنی کښې د کاغذ په خوځولو سره جوړې کړي دي
د 30 کلونو راهيسې، زياتره مالي فعاليتونه د حجم، پراختيا او جلبولو له نظره د اسلامي ماليې تر سيوري لاندې مخ پر وړاندې تللي، او په نړايواله مالي کړی کښې يې پياوړی ځای موندلی ددې ترڅنګ د چټک صنعتي پرمختګ په څېر له تيرو 30 کلونو راهيسې اسلامي بانکداری خپله کلنی پراختيا د دوه رقمه اندازې ته رسولې ده.
سره له دې، د نړيوال اقتصادي بحران پر وخت کښې د اسلامي بانکداری لرونکي هېوادونه دېر ښه فعاليت کړی دي. د زويه او د بينکر ميګزين د وړاندې شوي راپور سره سم د اسلامي بانکونو شتمنی د 18.4% په اندازه د تېر کال راهيسې اوچته شوې ده، يعنې په 2011 کال کښې 1075.9 بيليون دالر او په 2012 کال کښې 1273.6 بيليون دالر و,، همدارنګه په 2008 کال کښې 639 بيليون دالر او په 2009 کال کښې 822 بيليون دالره چې د 28.6% دالرو په اندازه د اسلامي بانکداری شتمنی اوچته شوې وه. همدارنګه يو څو ځانګړو لاندې اسلامي بانکداری لرونکی هېوادونو ته نظر اچوو:
GCC هېوادونه: د اسلامي بانکداری له ټولې شتمنی څخه د GCC هېوادونو شتمنی 253.2 بيليونه دالره يا 42.9% په انډول
ايران: لويه ونډه لرونکی هېواد چې له ټولې شتمنی څخه د 35.6% په انداره.
ماليزيا: د ټولې شتمنی څخه 10.5% ونډه لري.
برتانيا: د ټولې شتمنی څخه 2.5% ونډه لري.
په همدې نژدې څو کلونو کښې اسلامي بانکداری په آسترليا، جاپان، کانادا، چين، فرانس او روس کښې هم رايج شوې ده. جرمني 5 (پنځه) کاله مخکې اسلامي سکوک ويشلي دي. او زياتره د لندن، توکيو، هانګ کانګ، سنګاپور، ماليزيا، بهراين او دوبی سرمايه اسلامي ماليې ته تبدليږي.
پاکستان کښې غير سودی بانکي سيستم په 1980s کلونو کښې د يو ډول هيله ګيري يعنې بيع العناء پر اساس معاملې کېدلې، خو بيا وروسته په 2002 کال کښې د اسلامي بانکداری نوې تګلاره چې د سنتی بانک تر څنګ موازی روانه وه، خپله کړای شوه. او دوه ډوله بنسټونه جوړ شول. بشپړه اسلامي بانکداری او د سنتی بانکونو يو برخه چې اسلامی بانکداری يا Islamic Banking Window چې په کال 2009 کښې څه نا څه 551 نمايندګيو د اسلامي بانکداری کارونه پر مخ بيول، همدا لامل وو چې نوموړي هېواد د اقتصادی بحران پر مهال کومې لويې ستونزې سره مخ نشول. دغه نمايندګی په کال 2012 کښې د 840 څخه هم مخکښې ولاړې، دغه لوی توپير ښکارندوی ده چې له اسلامي بانکداری نظام څخه دوی په کومه کچه ګټې لاسته راوړي دي.
همدارنګه په افغانستان کښې د اسلامي بانکداری فرهنګ په اوس وخت کښې پېل شوی دی، خو الحمد الله نن ورځ په افغانستان کښې ټول بانکونو اسلامي بانکداری پروسه مخکې وړي ، خو دا هم ضروري ګنم چې د افغانستان بانک د اسلامي بانکداری په څانګه کښې هغه ډول چې پکار وه، پاملرنه نه ده کړې او مهم لامل يې د اسلامي بانکداري مسلکي خلکو نشتوالی دی. وروسته له اسلامی بانکداری ديپارتمنت سره د مرکې او په يو روزنيز پروګرام کښې د خبرو اترو څخه وروسته دوی تر اوسه کوم ځانګړی قانون د اسلامي بانکداری چارو پر مخ بيولو لپاره نه لري، چې د هغې په رڼا کښې دوی پر اسلامي بانکونو د اسلامي بانکداری قانون پلي کړي.
نو په کار داده چې نوموړی ديپارتمنت ته کلکه پاملرنه وشي او د ازاد رقابت له لوری د نوموړي ديپارتمنت په پياوړي کولو کښې د مسلکي او پوه کسانو په ګمارلو کښې اړين ګامونه واخيستل شي تر څو هغوی په نوښتګره توګه وکولای شي دغه نوی بهير ته چې په اقتصادي او بانکی چارو کښې آهم رول لری په سمه او ګټوره توګه لوری ورکړي.


افغانستان د نورو هېوادو په څېر هم د اقتصادي بحران ښکار شوی ؤ (خصوصاً په کال 2009 کښې) داچې اسلام سود (ربا) حرام ګرځولی دی، نو د نورو غير مسلم هېوادونو په څېر ضربه نده، په افغانستان بانک کښې د اسلامي بانکداری ديپارتمنت څخه لاسته راغلي، څرګندوي چې اسلامي بانکداری بشپړه شتمنی په کال 2012 کښې 8,687,070,870 ښودلې او که د دا شمېرنې (ارقام) ښايي چې اسلامي بانکداری په افغانستان کښې ښه فعاليت او لاسته راوړني لري. نو که چېرې وغواړو چې افغانستان کښې يو پياوړی نظام عملي کړو نو دا يو ډېر ښه فرصت دی، ځکه چې تر اوسه په افغانستان کښې داسې بشپړ نظام وجود نلری. په خپل مالي نظام کښې اسلامي بانکداری او ماليې تعرف به د افغانستان يوه ستره لاسته راوړنه وي او په راتلونکي کښې به مو د ډېر ناخوالو مخه نيولې وي.