د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشري او احساسي لِياقت

ډاکتر محمد ابراهيم شينواري 07.05.2013 01:17

مشري او احساسي لِياقت (Leadership and Emotional Intelligence)

خدايه عقل چې و، زړه دې ولې راکړ

په يو ملک کې دوه خودسره پادشاهان

(خان عبدالغني خان)

دا یوه مهمه موضوع ده چې ډیرو ته نوې ده، د ټولو وګړو او په ځانګړې ډول د مشرانو لپاره ډېره ضروري ده او موږ یې نن په لاندې اړخونو غږیږو:

  1. د احساسي لیاقت پیژندنه
  2. احساسي کفایتونه کوم دي؟
  3. راتلونکي ګامونه

 موږ و تاسو ډیر لیدلي دي چې په ذهني ډول زیاتره ځلیدونکي خلک د کار او ژوند په عملي برخه کې بریالي نه وي. داسې ملګري او ټولګیوال به د هر یوه په یاد وي چې په ښوونځي او پوهنځي کې لومړی درجه وو؛ خو د ژوند په عملي ډګر، دنده، ټولنه او حتی کورني ژوند کې بریالي، خوښ او نیکمرغه انسانان نه دي. دا ولې؟  ځکه د بریالیتوب لپاره یوازې ښه ذهن او حافظه کافي ندي او نور فکټورونه هم شته چې یو ډیر مهم پکې احساسي لیاقت دی. د ‌ذهني لیاقت یا IQ د ډیرې لوړې درجې ځینې لرونکي له ډیر ټیټ احساسي او عاطفي حالت لرونکي وي او کله کله د ډیرو لویو منفي ناتارونو سبب شوي وي، ځکه په مغزو کې ددې دواړو لیاقتونو مرکزونه یو له بله په پوره ډول بیل دي.

د ارسطو چلنج (قهر او غصه):  

ارسطو ویلي و (هر څوک په غصه کیدای شي، خو دا هر څوک نشي کولی چې په سم وخت کې په سمه اندازه، د مناسب شخص شخص په وړاندې د سم هدف لپاره په غصه شي).

دليل: د انسان په بدن کې د ټولو تنبهاتو په مقابل کې د ځواب لپاره دقیق او منظم سیستمونه شته چې په ډېر لږ وخت کې دغه پروسه تر سره کوي. مثلا که لاس مو بې اختیاره اور ته نژدې شي، له پوستکي څخه دماغ ته دغه تنبیه رسیږي؛ دماغ پوهیږي، چې اور پوستکي ته خطرناک دی او امر کوي چې لاس دې له اوره لیرې شي. دا ټوله پروسه د یوې ثانیې په یو میلیونمه برخه کې سرته رسیږي. د تنبهې او ځواب دا پروسه په ټولو پیښو کې دومره چټکه نه ده او د موضوع او بیړني توب سره سم فرق کوي. دا فاصله په ټولنیزو مسایلو او کورني ژوند کې دې ته اړتیا لري چې کنټرول او موده یې اوږده شي. که څوک وکړای شي چې د تنبیې او ځواب تر منځ فاصله چې ډیره لنډه ده؛ اوږده او کنټرول کړي نو احساسي لیاقت یې ډیر دی او په احساساتو بریالی کیدای شي. دا اسان کار ندی خو ممکن دی؛ عمر او تمرین دغه فاصله اوږدولی شي.

د احساسي لياقت يا ذهانت تعريفونه

-         د ځاني تحرک، ځاني ادارې او ښو اړیکو لپاره زموږ د خپلو او د نورو وګړو د احساساتو د پیژندلو ظرفیت ته احساسي لیاقت وایي.

-         د انساني انرژۍ، اتصال او اغیزې د یوې ذخیرې په توګه د احساساتو او قضاوت د ځواک د درکولو، پوهیدلو، او په سمه توګه د عملي کولو توانمنۍ ته احساسي لیاقت وایي

احساسي لياقت د زړه او سر تر منځ فاصله راکموي: زموږ په محاورو کې داسې باورونه شته چې سر د پیژندا یا شناخت مرکز، خو زړه د عاطفې، مینې او احساساتو مرکز دی، چې غني خان ورته (په یو ملک کې دوه خود سره پادشاهان) ویلي و. د دې دواړو مرکزونو یا خود سره پادشاهانو تر منځ ډیر لوی واټن پروت وي. کله چې دغه واټن راکم کړل شي، پر احساساتو کنټرول او بری لاس ته راځي او بیا نو زموږ د بدن ملک دوه خودسره پادشاهان نه بلکې د دوه پیاوړو مټو لرونکی یو پادشاه لري چې خپل ملک په ښه ډول اداره کوي.

هر الوتونکی د الوتلو لپاره دوو وزرونو ته اړ دی، او په یو وزر الوت نه کیږي،  ښه مشرتوب هله رامنځ ته کیږي چې د زړه او سر تر منځ فاصله کمه شي. دا د مشر دوه وزرونه دي چې پرې الوتلی شي.

که دا پوښتنه درسره وي چې ولې اوس د احساسي لياقت په باب د بحث اړتیا پیدا شوه؟  ځواب یې دادی چې: ورځ په ورځ په ډیره چټکۍ سره د کار طبیعت بدلون مومي، هر څه خورا مغلق شوي دي، د کار او ژوند په برخو کې اروایي فشار یا سترس(Stress) ورځ په ورځ زیاتیږي، او اوس په کار کې یوازې دا کافي نده چې څنګه کار وکړو بلکې دا باید هم زده کړو چې د څه کولو او څنګه کولو په باب مو احساس څه دی؟

بېلابېل لياقتونه

موږ زیاتره داسې فکر کوو چې هر څوک لوړې نمرې اخلي او ښه حافظه ولري، هغه لایق سړی دی، خو لیاقتونه په څو ډوله دی، چې یو څو یې دا دي:

-         ویناییز یا ژبنی لیاقت Linguistic

-         ریاضیکي او منطقي لیاقت Mathematical

-         فضایي لیاقت Spatial

-         عملي لیاقتKinesthetic

-         موزیکي لیاقتMusical

-         روحي او طبیعي لیاقتNaturalist/Spiritual

-         فردي (بین الفردي او داخل فردي) لیاقت inter – intra personal

موږ ته کوم احساسي قابليتونه پکار دي؟

احساسي قابليتونه: په دوه برخو ویشل شوي دي چې هر یو یې دوه ډولونه لري.

شخصي قابليتونه: چې له ځان پیژندنې او ځاني ادارې څخه عبارت دي او موږ ته ښيي چې ځان څنګه اداره کړو.

ټولنيز قابليتونه: چې د ټولنپیژندنې او اړیکو اداره پکې راځي او موږ ته ښيي چې څنګه ټولنه وپیژنو او خپلې اړیکي تنظیم کړو. 

د احساسي لياقت د توانمنۍ ماډل

احساسي لیاقت پر دې پیاوړی کیږي چې د دغو څلورو برخو تر منځ ټینګې اړیکي او تسلسل پیدا شي او انسان ددې وړ کړي تر څو پر نورو اغیز وکړی شي. البته ځانخبري د دغه ماډل زړه دی، ځکه لږه ځانخبري د ټولنخبرۍ چانس ۱۷٪ او د ځاني ادارې چانس ۴٪ ته راښکته کوي. که یو شخص پوره ځانخبري ولري ځاني اداره یې ۴۹٪ ته لوړیږي او که یې ونلري د ځاني ادارې د ناکامي چانس یې ۹۶٪ ته لوړیږي.

پر ټولنخبرۍ هم د ځانخبرۍ اغېزه ډېره ده

دا اغیزه ډیره زیاته ده. د ځانخبرۍ په صورت کې یو شخص د ټولنخبرۍ ۳۸٪ چانس لري. له ځاني ادارې پرته د یو شخص ټولخبرۍ کچه یوازې ۱۷٪ وي او ۸۳٪ چانس بایلي.

قابليت څه شی دی؟

د یو شخص داسې پیمانه کیدونکی کرکټر چې د کړنو په کچه، ورکړل شوې دنده، رول او دفتري کلتور کې یې دی له نورو بیل کړی وي. البته قابلیت د آیس برګ فینومین په شان دی چې ښکاره برخې یعنې مهارتونه او پوهه چې د سترو او اوچتو کارونو لپاره ضروري، خو بس ندي؛ د اوبو پر سر، خو ټولنیز رول، ارزښتونه، ځاني انځور، کرکټر (Trait)  هدف او د هدف لپاره انګیزه (Motive)چې د سترو او اوږدمهاله بریاوو لپاره ضرور دي تر اوبو لاندې دي او نه ښکاري.

د احساسي لياقت د مفاهيمو لنډ بيان

1)      ځانخبري

-         احساسي ځانخبري : ددې پیژندنه ده چې زموږ احساسات څنګه زموږ کارونه اغیزمنوي.

-         سمه ځان ارزونه : د ځان داخلي زیرمې، توانمنۍ او محدودیتونه پیژندل

-         ځانباوري : د ځاني ارزښت او توانمنیو په باب ټينګ احساس

2)      ځاني اداره

-         ځاني نظم

ü      احساسي ځاني کنټرول : ځورونکي احساسات او سیالې چک کول او په کنټرول کې راوستل.

ü      روڼتيا: خپل تړون ساتل او له خپلو ارزښتونو له مخې کړنه کول.

ü      تطابق: د بدلون په تنظیم کې انعطاف پذیري (نرمي).

-         تحرک یا خوځښت

ü      بريا: د عالي سټندرډ د تر لاسه کولو او یا ساتلو لپاره هڅې.

ü      نوښت: له فرصتونو څخه ګټه اخستنې ته تیاری او فرصتونه رامنځته کول.

ü      خوشباوري: له ستونزو او ناکامیو سره سره د هدف پر لور ثابت مزل.

3)      ټولنخبري

-         پاملرنه او همدردي: د نورو د احساساتو او طرز فکر احساسول، ځان د هغوی په دریځ کې ګڼل او د دوی د تشویشونو په کمښت کې فعاله برخه اخستل.

-         اداروي خبراوی: د یوې ډلې/ ټیم د اړیکو په پیاوړتیا پوهیدل.

-         پر کار تمرکز: د مراجعینو د اړتیاوو پیشبیني کول، پیژندل او تر سره کول .

4)      د اړيکو تنظيم

-         د نورو مشري کول

ü      د نورو روزل: د نورو پرمختیایي اړتیاوې پیژندل، توانمنۍ يې ځواکمنول.

ü      نور راپارول: د افرادو او ډلو راپارول او لارښوونه کول.

ü      د بدلون عامل: بدلون پیلول یا اداره کول.

ü      اغېز: پر نورو اغیز لرل.

-         له نورو سره کار

ü      د شخړو اواری: مذاکرې، د شخړو اوارول.

ü      په ډله کې کار او همکاري: د ګډ هدف لپاره له نورو سره کار، د ګډ هدف لاسته راوړو کې د ګروپ سنرجي(synergy)  جوړول.

کوم قابليت ډير ضرور دی؟

په ځانخبرۍ کې ټولې برخې؛ په ځاني اداره کې احساسي ځاني کنټرولول؛ په ټولنپيژندنه کې پاملرنه او همدردي او د اړيکو تنظيم کې اغېز پری ایستل مهمې برخې دي.

راتلونکي ګامونه

تر ټولو مهم ګام مو پر مخ دا پروت دی چې څنګه خپل احساسي لياقت ډېر کړو؟ ددې لپاره لاندې وړاندیزونه کیږي:

-         تر ټولو لومړی باید خپل احساسات تشخیص کړو.

-         تل د خپلو احساساتو مسئولیت واخلو.

-         دا باید زده کړو چې رحم او همدردي څه شی دي؟

-         د احساساتو په باب باید ډیر زیات کتابونه ولولو.

-         له زده کړې سره ځان مشغول وساتو.

-         یو ارام وخت او ځای باید ومومو چې خپل احساسات پکې بیان کړای شو.

-         له هغو خلکو لیرې ګرځیدل پکار دي  چې موږ ته کم ارزښت راکوي.

-         د احساسي لياقت د ودې او پیاوړتیا لپاره باید یو منظم پلان جوړ او پلی کړو.

وروستنۍ پوښتنه داده چې ايا يوازې احساسي لياقت د بریالیتوب لپاره بس دی؟

احساسي لیاقت ضرور دی خو یوازې نه دی بس. د نورو فکټورونو او ذهني لیاقت په لرلو سره د احساسي لیاقت خاوندان د بري لوړو څوکو ته رسیږي.

کار ته دوام ورکړه

-         له لایقوناکامانو څخه هیڅ شی هم ډیر معمول ندي.

-         نابغه نشي بریالی کیدلی، نابغه تقریبا یو متل دی.

-         تعلیمیافته هم هر چیرته ډیر شوی دی.

-         ثبات او تصمیم ترټولو پیاوړي شیان دي چې موږ  پر خپلو احساساتو او کړنو حاکمولی شي او که پر خدای توکل هم ورسره مل وي، نو هیله ده چې یو بریالی ژوند او د مثبت بدلون په کار کې به د ښه سرلارې کیدو چانسونه را په برخه کړي.

مهربان الله (ج) ته دعا وکړه چې د دې ټولو ځوریدنو، ستونزو او فشارونو لپاره درته مرسته راولیږي. الله (ج) درته مخکې له مخکې فرمایلي دي: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ)

 

په پای کې د ځینو لغتونو او اصطلاحاتو انګریزي معادل لیکم، ځکه موږ یوه سټندرډ ګلوسري نلرو، که کله دغه معیار رامنځته کیږي چې بیا ورسره عیار شي.

ځانخبري (self awareness)

ځاني اداره (self management)

ټولنخبري (social awareness)  

د اړیکو تنظیم(relation management)

احساسي ځانخبري (emotional self awareness)

سمه ځانخبري (proper self awareness)

ځانباوري (self confidence)

احساسي ځاني کنټرول (emotional self control)

روڼتیا(transparency)

 تطابق  (adaptation)

بریا (achievement)

نوښت creativity/ innovation)

خوشبیي (optimism)

پاملرنه/ همدردي (empathy)

اداري خبرتیا (organizational awareness)

پر کار تمرکز (focus on work)

نور روزل (coaching others)

مشرتوب (leadership)  

د بدلون عامل (agent of change)

اغیز  (influence)

د شخړو تنظیم (conflict resolution)

په ډله کې کار او همکاري (team work)

ذهني لیاقت intelligence quantum IQ

احساسي لیاقت(emotional intelligence EI)

روحي لیاقت (Spiritual intelligence – SQ, SI

کلتوري لیاقت (Cultural intelligence CQ, CI