د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګوشتې دروازه: جلال اباد کې د جګړه مارو شرغوبل !

سرلوڅ مرادزی 23.04.2013 18:40

د لوی ننګرهار په استقامت، تازه پراختیاوې ښۍ چې پاکستاني استخباراتو او پوځ نه یوازې د ډیورند استعماري کرښې په اوږدو کې د مومندو ــ ګوشتې په برید، یوه کنترولي دروازه درولې او هغه يي د خپلې ژمنې په خلاف تر اوسه نه ده ایسته کړي بلکې ویل کیږي د هغې ترڅنګ يي د یوې بلې دروازې په پرانیسته هم چټک کار پیل کړی دی!
دې سره هممهال،په داسې نازک وخت چې ګوشته کې د سرحدي کنترولي دروازو پر سر، د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړه او ناندرۍ نوي ابعاد نیسي او په نړیوال ستیژ وړاندې کیږي، ننګرهارکې د پاکستاني استخباراتو زیرمه شوي بړیڅي او جګړه مار د خلکو او دولتي ځمکو د ویش پر سر یو دبل په وړاندې لاریونونه راباسي او غواړي ننګرهار د یوې لويي ناارامۍ سره مخ کړی، ترڅو له دې لارې د ډیورنډکرښې پر بره غاړه د پنجاب د وړاندې تګ او په ګوشته کې د پنجابي دروازو له درولوڅخه، د ننګرهاریانو او نوروهیوادوالو پام، په کور دننه پېښو او خپلمنځي شخړو ته راواړوي!
شمشاد او ځینو نورو تلویزینو سره په مرکو او په نورو رسنیو کې د پراخ غبرګون په ترڅ کې، ننګرهاریان وايي چې دغسې لاریونونو چې د څو جګړه مارو په غوښتنه ترسره کیږي، جلال ابادښار کې کاروبار په ټپه درولای او خلک يي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د وري په ۳۱ مه، لاریون والو په سرخ دیوال سیمه کې د جلال اباد تورخم سړک، د بهسودو پله کې د کونړ لار، د سره رود په دوه لاره کي يي د کابل جلال اباد لویه لار او د ولایت سویلي ولسوالیو ته لارې يي هډې فارم ته څېرمه، تړلې وې.
له ننګرهایانو څخه یو شمېر رسنیو ته په ډاګه وايي چې ددغو لاریونونو او ګډوډیو څخه د جګړه مارو موخه داده چې ګوشتې ولسوالۍ کې د پنجابي دروازو په وړاندې د خلکو پاریدلي قهر، بلې خوا ته واړول شي.
په ظاهر کې پخواني جهادي قومندانان چې اوس يي د جایدادونو د غصب مافیا ته وده او استحاله کړې د ننګرهار د سرخ دېوال د ځمکو پر سر شخړه کې سره ښکر په ښکر دي خو د پردې شاته بیا دوی، لوی ننګرهار کې د عمومي ګډوډۍ په پېښولو سره د هغه سناریو د پلیتوب لپاره چې پنجابي پوځیانو کونړ سین پورې د رانږدې کېدو په موخه جوړه کړې، د نندارې پر ستیژ لوبیږي!
د سرخ دیوال د ځمکو پرسر د لانجې یو اړخ د مومندو قوم ګڼل شوی. ددې مومندانو ډیرکی د ګوشتې ولسوالۍ پورې اړه لري او له نوموړې ولسوالۍ څخه جلال اباد ته په ظاهر کې د ځمکو پر سر د لاریون لپاره راغوښتل شوي، خو پوښتنه داده دا مومندان ولې په ګوشته کې د پنجابي دروازو په وړاندې لاریون نه کوي، ګوشته کې ولې مړ دې وي پنجاب چغې نه وهي، چې جلال اباد کې د دولت په وړاندې خپل کومي څېروي؟ په ګوشته کې د پنجابي دروازو د دریدو په مهال دا مومندان، څوک او ولې له ګوشتې څخه جلال اباد ته د لاریونونو لپاره هڅوي او لمسوي؟ د مومندو، په اصطلاح قومي مشران چې په دې نازک وخت، د ګوشتې ولسوالي له مومندانو تخلیه کوي او دوی جلال اباد ته راغواړي او د ځمکو په پلمه چې دلته هم ځمکې به مشرانو ته رسیږي، په لاریونو او د دولت پر ضد هڅو ته لمسوي، ایا دا مشران د پنجابي سناریو د پلیتابه لپاره کار نه کوي؟
ننګرهار ویښ او بیدار خلک لري، څنګه یو څو تنه تش په نوم مشران چې شا، کې غله او داړه ماران او د غلام غلامان دی، ننګرهاریان تېرباسي؟ ننګرهاریان باید د مومندو له زړور او تورځن قوم څخه چې د یوڅو غلو مشرانو په خوله يي د ګوشتي سنګر او مورچل پنجابي دوښمن ته پریښي او جلال اباد ته د « نخود سیا » پسې رابلل شوي، پوښتنه وکړي؟
بلخوا د ځمکې د غصب مافیا بل لنډه غر چې ولسې جرګه کې يي خپله دنده پریښي او په زیات ګومان به د نظارشورا په سلا او امر ننګرهار ته د بغاوت د پیلولو لپاره راغلی وي، د حاجي قدیر زوی ظاهر قدیر نومی دی.
نوموړي ته پکار و، د ننګرهار په استازیتوب چې د ګوشتې ولسوالي په دې ولایت پورې اړه لري، د پنجاب پر ضد يي خپل غږ په ولسي جرګه کې پورته کړی وای. په داسې مهال چې د افغانستان پر ځمکه ، حریم ، تاریخ او هویت د پنجاب بریدونه روان دي، پکار خو دا وه چې نوموړی ښاغلی! په ولسې جرګه کې شپه او ورځ پرځان یوه کړی وای او نور وکیلان يي د پنجاب په وړاندې د وړغبرګون لپاره د غفلت او بې ننګۍ له اوږده خوبه راویښ کړی وای !
د ښاغلي احمد سعیدي په وینا چې یو مهال يي د افغان دیپلومات پتوګه پاکستان کې دنده ترسره کړی، ویل کیږي، څو کاله وړاندې مې حاجي دین محمد د همدي ظاهر قدیر کاکا چې د ننګرهاروالي و او هغه مهال هم په کونړ او د ننګرهار په ځینو برخو پنجابي توغندي وریدل، تلیفون وکړ او ترې مې د څرګند غبرګون غوښتنه وکړه، خو حاجي دین محمد راته وویل چې « دې خبرو پسې مه ګرځه ! »
البته د لاریونونو بل لوری چې د ننګرهار والي په ګوته کیږي، په غلا او داړه مارۍ کې له نورو کمښت نه لري. ددې لیکنې موخه دا نه ده چې له یوه داړه مار ننګه وشي او بل غل رسوا شی، بلکې دلته د پنجاب د څرګنده او بربنډو ګواښونو او تیریو په مهال، د ننګرهار عمومي وضعې د خرابوالي د مخنیوي لپاره هڅه په پام کې ده. هغه کسان چې په داسې وخت، لمسونکي لاریونونه چې د ټول ننګرهار امنیت خرابولای شي په لاراچوي، حقیقت کې د پنجاب په ګټه او یا اشاره لوبیږي!
د اپریل په ۲۳مه، کله چې د افغانستان ولسمشرحامد کرزی د امریکايي او پاکستاني پلاوې سره د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، افغانستان کې د سولې او ګوشتې ولسوالۍ کې د پنجابي دروازو په ایسته کولو خبرې اترې کوي، پاکستان باید په دې خبرو کې پر افغانستان باندې د دباو او فشار لپاره یو څه په لاس کې ولري. البته د خبرو په داسې مهال د فشار د یوې وسیلې پتوګه ، په ننګرهار ولایت کې چې د ګوشتې ولسوالي ورپورې تړلې ده، لاریونونه او عمومي ګډوډي یو مهم اغیز لرلای شي.
ډېرې پېښې چې ښکاره یوله بل سره ناتړلي ښکاري، کېدای شي د یوه ځنځير د کړیو په څېر یوبل سره ټینګ تړاو ولري.
پای