د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا بریښنايي تذکرو ویش ، د ټاکنو قانون تصویب او ډاډمن امنیت د رڼو ټاکنو ضمانت کولای شي ؟

ډاکټر هیواد همت 16.04.2013 00:48

د ټاکنو خپلواک کمیسون د رڼو او شفافو ټاکنو لپاره یوازې او یوازې د بریښنايي تذکرو ویش ، د ټاکنو قانون تصویب او ډاډمن امنیت په ګوته کړی، او له دې وروسته بیا دوی ژمن دي چې ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي که داسې ونشول نو د شفافو ټاکنو ضمانت نشي کیدلی.
ډير د تاسف ځای دی چې په دې ملک کې داسې څوک نشته چې له ښاغلي معنوي پوښتنه وکړي چې په 2004 کال کې نه بریښنايې تذکرې وې ، نه د ټاکنو قانون او امنیت هم د اوسني امنیت په شان وو ولې هغه وخت داسې له درغلیو ډکې ټاکنې ترسره نشولې لکه دا تا چې  تیرې پارلماني ټاکنې ترسره کړلې ، چې له امله يي د ټاکنو رایو شميرنې لپاره ریس جمهور خصوصي محکمه وټاکله او بیا د همدغه محکمې له خوا د دوهم ځل رایه شمیرنه کې د پراخو درغلیو شواهد پيدا شول او د هغې امله ځینې کامیاب پارلماني کاندیدان ناکام او بیا معکوس ناکام يې بریالي راووتل .
زه غواړم دلته په ټاکنو کې درغلی په دوو برخو وویشم چې ډيره کمه برخه يې د بریښنايي تذکرو په ویش او ډاډمن امنیت پورې اړه لري ، او که چیرې له دغو عواملو څخه که په ټاکنو کې درغلی هم وشي نو هغومره به نه وي چې په ټول ملک کې مظاهرې وشي ، له سره د رایو شمیرنه وشي ، او کامیاب ناکام شي او ناکام کامیاب شي ، خو د درغلیو ډيره برخه یا  دوهمه برخه خپله د ټاکنو خپلواک کمیسون پورې اړه لري ،د ټاکنو خپلواک کمیسون په پراخ ډول درغلي کولای شي ، لکه په دې تیرو انتخاباتو کې يې چې وکړلې ، او د ټاکنوخپلواک کمیسون درغلی له امله کیدای شي چې مظاهرې وشي ، اخ و ډب رامنځته شي او بلاخیره دا ملک له یو بحران سره مخامخ شي یعنې د ټاکنو خپلواک کمیسون لاسوهني هغومره خطرناکې هم دي .
دلته غواړم چې اوس د پورته حالتونو باندې لږه تبصره وکړم .
که بريښنايي تذکرې و نه ویشل شي مهمې ندي ، ځکه چې د ساده تذکرو باندې هم د رایه اچوونکو لپاره په ټاکنو کې د درغلیو کولو چانس یو فیصد هم ندی او که وي هم هغه ډير کم دی ، ځکه چې یو رایه اچونکی یوه رايه اچوي او نور په خپله مخه ځي ، او که یو نیم ډير اوزګار وو نو شاید د دوهمې رایې اچونې لپاره هڅه وکړي چې دوهمه رایه اچونه ستونزمنه ده ، یعنې دوهمه رایه اچونه دوهم کارت ته اړتیا لري  خو که چیرې د ټاکنو کمیسون د ګوتو رنګ هغسې نه تلونکی وو لکه دوی چې وايي ، نو فکر نه کوم چې یو څوک که دوهم کارت هم ولري نو دوهم ځل رایه دې  وکاروي ، که چیرې د ټاکنو کمیسون د ګوتو داسې رنګ پیدا کړي چې په دولسو ساعتونوکې له منځه تلونکی نه وي نو یو رایه اچونکي په هیڅ ډول نشي کولای چې دوهمه رایه دې وکاروي، امنیت هم یوه وړه برخه د ټاکنو کې د فساد ده ، ځکه چې، که چیرې په یوه سیمه کې امنیت ګډوډ وو نو شاید ځينې کسان ترې ګټه واخلي او د ټاکنو مرکز کې مداخله وکړي له خپله حق ډيرې رايې وکاروي خو دلته بیا هم وايم دغه درغلی عوام نکوي ، ځکه که د ټاکنو  په کوم مرکز کې سم امنیت نه وو نو شاید عوام زړه ښه نکړي چې هلته رایه واچوي او د یوې رایې په خاطر خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي، نو دغه ځآی کې درغلي هم د ټاکنو کمیسون کسانو پورې اړه لري.
دوستانو اوس به راشو دیته چې د ټاکنو کمیسیون هغه کمپیوټر څومره درغلي کولای شي چې رایې په کې داخلیږي ، او یا هغه کسان څومره درغلي کولای شي د ټاکنو کمیسیون کارمندان دي .
زما په نظر په تیرو ټاکنو کې هر څومره درغلی چې شوي نو د ټاکنو خپلواک کمیسون کړي او هغه کومې درغلی چې عوامو کړي وې هغه ټول صندوقون قرنتین شول خو هغه صندوقونه قرنتین نشول چې په شعوري ډول د ټاکنو خپلواک کمیسون د ټاکنو په شپه د ځينو کاندیدانو په نفعه ډک کړي وو .
قدرمنو زه غواړم چې تاسو یو بل څه متوجه کړم هغه کمپیوټرونه چې په کې د کاندیدانو رایو شمیر داخلیږي څومره شفاف ډول نصب شوي ؟ او څوک کولای شي چې له هغو کمپیوټرونو څخه په شفاف ډول نظارت وکړي ؟  په تیرو ټاکنو کې داسې درغلی هم ټاکنو خصوصي محکمې پیدا کړلې چې یو کاندید په سیمه کې لس رایې هم په یوه مرکز کې ندي وړي خو ولې د ټاکنو خپلواک کمیسون کمپیوټر کې  په همغو مرکزونو کې د همغه کاندید  په نفعه سلګونه رايې ښکاري ، تاسو اوس خپله  قضاوت وکړي چې فساد ساده تذکرو او امنیت کې دی که د ټاکنو کمیسون کمپیوټر کې ؟
د ټاکنو کمیسون کې د کارمندانو مقرری ټولې د روابطو پر اساس کیږي ،او همدغه مقرری بیا د ټاکنو پر وخت کې ددې سبب کیږي چې همدغه کارکوونکو د کوم خاص کاندید په نفعه کار وکړي، اوس تاسو قضاوت وکړی چې فساد په عوامو کې دی که د تاکنو خپلواک کمیسون په کارکوونکو کې ؟
یو بله خاصه ستونزه دا ده د ټاکنو خپلواک کمیسون د خپلواک له ټکي ناوړه استفاده کوي ، دوی داسې انګیري ، یو ځل چې دوی کومه پریکړه وکړله همغه  که سمه وي او یا نه وي، خو نور هیڅوک هم ددې حق بیا نلري چې هغې کې له سره کتنه وکړي او بیا بله فیصله وکړي.
په تیرو پارلماني ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون او شکایتونو کمیسون خبره یوه وه ، دوی دواړو یو شان پریکړه وکړله ، خو کله چې د ټاکنو لپاره خصوصي محکمې څيړنه وکړله او په دې دواړو کمیسونونو کي يې د پراخې درغلیو خبر ورکړ، خو له بده مرغه هیچا هم له دغو دواړو کمیسونونو  څخه پوښتنه ونکړله چې ولې مو داسې وکړل ؟ او اضافي خبرې به هغه هم معنوي کولې چې زمونږ په کارونو کې دولت مداخله کوي ، ایا دا معنوي ملایکه ده چې دای به مفسد نه وي ، ایا دا پروسه چې ده ترسره کړله دومره شفافه وه چې د تاکنو خصوصي محکمې مداخله پکې غیر قانوني وه ؟ هغه بله ورځ مې د ټاکنو کمیسون ویاند یوه خبره واوریدله ،ده وویل ، که چیرې امنیتي ځواکونه د امنیت ډاډ راکړي ، د ټاکنو قانون تصویب شي ، او بریښنايي تذکرې وويشل شي نو دوی ژمن دي چې په شفاف ډول سره دا ټاکنې ترسره کړي ،ښه ددې خبرې معني خو دا ده چې په تیرو ټاکنو کې نه امنیت وو ، نه د ټاکنو قانون تصویب وو او نه بریښنايي تذکرې وې نو ځکه خو دوی هم د شفافو ټاکنو ته ژمن نه وو نو له همدې امله په تیرو پارلماني ټاکنو کې پراخې درغلی وشولی ، ډیر د خفګان ځآی دی ، او زه د خپلې لیکنې په ترڅ کې پر ریس جمهور غږ کوم چې دغه ملت یوازې او یوازې تاته سترګې پر لار دي ، خیر دی پر دغه ملت رحم وکړه ، هر هغه څه چې ستاسو په توان کې دي له هغې خو کار واخله ،د ټاکنو خپلواک کمیسون کسانو څخه پوښتنه وکړه ، چې دوی ولې په تیرو انتخاباتو کې شفافو ټاکنو ته ژمن نه وو ، ولې معنوي داسې لوی خیانت له دغه خوار ولس سره وکړلو ؟
ځينې سیاسي چارو شنونکي کله کله داسې وايي چې په ټاکنو کې ځکه ډير خلک برخه نه اخلي چې یا خو په ځينو سیمو کې امنیت نشته او یا خو سم عامه پوهاوی نشته ، خو زه وایم چې دا دواړه شته ولې وروسته له دی چې خلک پر ټاکنیزه پروسه بې باوره شول نو له هغې وروسته دوی هم زړه توري شول،ځکه چې حق حقدار ته نه رسیږي نو ولې په یوه داسې پروسه کې دې څوک برخه واخلي.
هره ستونزه د حل لار هم لري ، د ټاکنو پروسه کې اصلي ستونزه د ټاکنو خپلواک کمیسون لپاره  اهل، ریښتنو ، صادقو او ضد خیانیت او ضد فساد کسانو استخدامول دي چې وروسته بیا د همدغه اهل کسانو دنده ده چې په دې پروسه کې د درغلیو مخه ونیسي ، او نیولی يې هم شي ، ښه نو اوس  دغسې کسان چې پورته اوصاف ولري چیرته به يې  پیدا کړو؟ او څنګه يې پيدا کولای شو ،؟ دا هم ستونزمنه نده ، دې ملک کې قحطي رجال نده ، هغوی وروسته له دې پيدا کولای شوو ،کله چې دولت  د ټاکنو خپلواک کمیسون دا اوسني کارمندان له اول سړي څخه تر اخیر سړي پورې  چې په تیرو ټاکنو کې پر درغلیو تورن دي هغوی د قانون منګولو ته وسپاري ، او د وطن سره د خیانت په تور محکمه او بیا پر اشد مجازات مجازات شي ، او سربیره پر دې دغه خاینین دې دولت پر یو داسې تور لیست کې هم واچوي چې بیا د عمر تر اخیره دوی په دغه دولت کې وظیفې تر لاسه نکړي ، او دغه کار دوې ګټې لري ، یوه خو يې دا ده چې نوی کسان به وګمارل شي او بله دا چې د خاینو کسانو ته سزا ورکول به هم د نویو کسانو لپاره یو عبرتناک درس وي او هم به د هغو پاتو کسانو لپاره  یو درس وي چې په همدې کمیسون کې پخواني پاتې شوي، او خیانت يې ندی کړی ، یعني نوي کسان او پخواني دواړه به بیا زړه ښه نکړي چې په ټاکنو کې دا شان پراخې درغلی وکړي ، نو که چیرې داسې ونشول ، نو فکر نه کوم چې شفاف انتخابات دې ترسره شي ، که سل ځله بریښنايي تذکرې هم وويشل شي ، د ټاکنو قانون تصویب شي او ډاډمن امنیت رامنځته شي خو که قانون پلی نشي او د ټاکنو خپلواک کمیسون همدغه شان له درغلیو ډکو ټاکنو ته ژمن  وي ، نو دا ستونزه به همدغه شان پر خپل ځای پاتې وي ، او راروانې ټاکنې به هم له پراخو درغلیو ډکې وي  ، او زه دا خواست کوم چې قانون دې پر هره برخه کې په رشوتخورو باندې عملي شي ، ځکه چې اوس خو داسې فساد په دې ملک کې عام شوی چې یو څوک د کمو پیسو رشوت نه خوري ځکه چې دای په دې پوهیږي چې حتما  یوه ورځ ګیر کیږي ، نو له همدې امله دومره ډير رشوت خوري چې که چیرې ګیر شولو او  بندي هم شولو نو د همغه رشوت پیسو باندې ځان هم را خلاص کړي او بیا ځان هم  پرې مقرر کړي ، نو څنګه به مونږ دا رشوت خوري په دې ملک کې ورکه کړو؟
د سرلوړي افغانستان په هیله