د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هند او پاکستان: یو، نیک او بل بد او شریر ګاونډی

سرلوڅ مرادزی 11.04.2013 00:55

د اپریل په ۶ مه، یو شمېر افغاني رسنیو او BBC بریښناپاڼې یو په زړه پورې خبر خپورکړ او هغه دا چې « د هند حکومت پرېکړه کړې له افغانستان څخه هندوستان ته په ۴۸۰ قلمه وارېدېدونکو وسایلو او محصولاتو کې به یوازې له ۲۵ څخه ګمرکي محصول اخیستل کېږي. په افغانستان کې د هند سفیر ښاغلی ګاتم اکوپیدیا هند ته د افغانستان صادرات، د اقتصادي ودې لپاره مهم وګڼل او د افغان حکومت سره یې د خپل هیواد پر اوږدمهالو همکاریو ټینګار وکړ.»
ویل کیږي چې د افغانستان صادرات په سلو کې له ۶۰ زیات چې ډېره برخه يي کرنیز توکي دي، هند ته استول کیږي او په هند کې ښه بازار لري. افغانستان له هند سره د واګه او د ایران پر خاوره د چابهار بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
پر دې سربېره، هند له افغانستان سره د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو په شاوخوا کې نوره مرسته کړې چې په دې پيسو په سلګونو کیلومتره سړکونه، پلونه، ښوونځي، کلینیکونه او نور ټولګټې بنسټونه جوړ شوي او یا د جوړېدو په حال کې دي.
همدارنګه هند تر اوسه، د هرات په ولایت کې د سلما د اوبو پر بند چې په تېرو پنځو کلونو کې له ډول ډول خنډونو سره مخ دی، له ۱۸۰ میلیون زیات ډالر لګولي دي. که دا بند جوړ او پرانیستل شي د هرات ولایت ۴۰ زره هکټاره د کرنې ځمکه به خړوبه او ۴۲ میګا واټه بریښنا به تولید کړي.
بلخوا د هند د وسپني دولتي شرکت ( SAIL ) په مشرۍ کنسورشیم چې د افغانسان د حاجي ګک د وسپني د استخراج تفاهم لیک يي ګټلی، غواړي په نږدې راتلونکې کې په دې اړه کابل کې خبرې پیل کړي. « هند ویلي چې د حاجي ګک د وسپني د استخراج او د هغې د صادرولو لپاره به د ایران له چابهار بندر څخه تر بامیانو پورې د اورګاډي پټلۍ چې ۹۰۰ کیلو متره کیږي، جوړه کړي. هندي کنسورشیم دغه ډول غواړي په سیمه کې د پولادو د ویلي کولو بټۍ ( فابریکه ) جوړه کړي. د افغانستان د کانونو وزارت د وسپني د دریو بلاکونو تفاهم لیک له هندي کنسورشیم سره کړی او یويي د کاناډامیلوګولډ کمپنۍ ته سپارلی دی ( ۱ ) »
همداراز هند غواړي له ایران سره یوه ترانزیتي تفاهم لاسلیک کړي چې پربنسټ به یې دا هیواد د ایران په چاه بهار بندر کې د تاسیساتو په پراختیا او جوړولو سل ملیون ډالره لګوي څو له دې لارې له افغانستان سره د مالونو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته شي. هند مخکې لا د دلارام حلقوي سړک د نیمروز ولایت له لارې د ایران تر پولې رسولی دی.
د اپریل په ۸ مه، د افغانستان په باب د یوه راپور د خپرېدو په اړه، د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي خورشید چې په خټه پښتون دی، خپلو خبرو کې د نوي ډیلي په نړیوال مرکز کې، وویل « هند غواړي چې په افغانستان کې د ستونزو اواروونکی وي نه د ستونزو جوړوونکی، ځیني کسان غواړي چې موږ ته د ستونزو د رامنځته کوونکو په سترګه وکتل شي... موږ نه غواړو چې دوی ته دا فرصت ورکړو، ( ۲ )»
البته د ځینو کسانو له یادونې څخه د هند د بهرنیو چارو د وزیر موخه پاکستان دی. پاکستان له بده مرغه هغه بد او شرګډی ګاونډی دی چې د خپل شپیته کلن بدشګون پيدایښت روسته يي د هند سوله دوست ولس ته هم د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، خو اصلي رقیب او پلرني دوښمن يي افغانستان او افغانان دي.
که د هند دولت او ولس په کور دننه د خپلو سختو ستونزو سره سره، د افغانانو مرستې او ملاتړ ته رادانګلي، خو پاکستان بیا د نورو د لاس مړۍ هم د افغانانو له خولې شکوي. هر ځل چې هند او یا نورو هیوادونو افغانستان سره مرسته کړی، پاکستان بیا هغه مرسته د خپلو لاسپوڅو ګوډاګیانو، طالبانو او ترهګرو په لاس، د افغانانو له لاسو بیرته اخیستې او یا يي په توغندیو او بمونو ویجاړه کړې ده.
لږ مهال مخکې د ملي امنیت ریاست په ډاګه کړه چې په هرات کې د سلما بند د الوځولو لپاره یوزر او درې سوه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي له پاکستانه راوړل شوي او د کوټې شورا یو تن غړی هم پکې ښکېل دی. داچې له ۱۳۵۷ کال راهیسې او په تېره بیا په راوروسته پنځو کلونو کې د افغانانو او هند د هرډول زیار سره سره ددې بند جوړېدا نه بشپړیږي، لوی لامل يي د ایران او پاکستان ګډه لاسوهنه ده.
د راپورونو له مخې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سلمابند توربینونه په کراچۍ کې بند پاتې دي.
بلخوا د کونړ پر ولایت پرله پسې بریدونه هم ددې لپاره کیږي چې پاکستان غواړي د کونړ سیند پرختیځه غاړه، کلي او بانډې له ولسونو خالي کړي، ځان د کونړ سین ته نږدې کړي او د اوبو کنترول يي تر خپلې ولکې لاندې راولي.
« د افغانستان د پېښو د ځینو څارونکو په نظر، د طالبانو یوه دنده دا ده چې په افغانستان کې په سیندونو باندې د بند جوړولو او د ځمکو د خړوبولو پروژې تخریب کړي. څو کاله پخوا چې جاپانیانو د اوبو لګولو په کار کې له ننګرهاریانو سره مرسته کوله، د ښېوې په ولسوالۍ كې په جاپانیانو باندې حملې شروع شوې او یو جاپانی انجنیر په کې ووژل شو. همدا اوس چې په پکتیا کې د ځمکو د خړوبولو لپاره ځينې هڅې روانې دي، د دغو هڅو د مخنیوي کوششونه کېږي، ( ۳ ) »
تېرکال داسې ګونګوسي هم خپاره شول چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مرسته، د کونړ پر سیند د برېښنا د یوه ستر بند د جوړولو په طرحې فکر کوي او د دې کار لپاره روسیې او دغه راز متحده ایالاتو لیوالتیا ښودلې ده. ویل کیږي چې پاکستان دې طرحې سخت وارخطا کړي او له تېر کال راهیسې يي ځکه پر کونړ ولایت د توغندیو باران جوړ کړی دی.
همداراز د محور ورځپاڼې په وینا « په څرخي پله او نورو تجارتي- صنعتي ساحو کې په بهرنيانو د بريدونو په پلمه، وسله والو مخالفينو افغان توليدي چاپيريال په نښه کړی. تجارتي شنونکي د طالبانو دې مرموزې جګړې ته « په بنسټونو يرغل اصطلاح کاروي». د وسله والو مخالفينو په چريکي بریدونو او جګړه کې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان سوداګرو ۲۱ فابریکې په نښه شوې دي. په کابل کې د امید بهار ترڅنګ ۴ نورې فابریکې او درې میاشتې وړاندې په پکتیا کوټ کې ۱۶ فابریکې په بريدونو کې ويجاړې شوې، چې مجموعي ډول وررسېدلی مالی زيان تر ۳۰ میلیونو ډالرو اوړي.
افغانستان ته د ځاني ، بشري، مالي او اقتصادي هر اړخیزو تاوانونو اړولو سره سره، بیا هم د ولسمشر کرزی د ویاند ایمل فیضي په وینا : « پاکستان له موږ څخه غواړي چې له هند سره اړیکې پرې کړو، د ملي اردو افسران د روزنې لپاره پاکستان ته ولېږو، او له دغه هیواد سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسیلک کړو.»
پاکستان په یادو ټولو ویجاړیو هم بسیا نه کوي ،هڅه کوي د افغان دولت د وسلوال اپوزیسون سربېره د افغانستان دننه په اصطلاح سیاسي اپوزیسیون هم د مرکزي دولت په وړاندې ولمسوي. د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین وايی « پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خپله پالیسي بدله کړې او د یوه پیاوړي مرکزي دولت د رامنځته کولو په وړاندې د افغانستان د تېرو لسو کلونو د بریا د ناکامولو لپاره طالبان هڅوي چې د حکومت له سیاسي مخالفانو سره خبرې وکړي»
پاکستان او هندوستان د افغانستان دوه ګاونډیان په ګوته کیږي، خو توپیر دا دی چې پاکستان نږدې پروت دی او هند له هغه لږ لیری. پاکستان ځانته د افغانستان پشان اسلامي جمهوریت وايي، خو په دې بسیا نه کوي او په سیمه کې ځانته د اسلام پخه قلعه وايي او نور اسلامي ملکونه په دې کم بولي چې ولې د پاکستاني اسلام بېلګه نه تعقیبوي. خو هند بیا داسې یو ملک دی چې د دینی ګروهې له مخې هندوان پکې ډیرکي او یو سیکولر هیواد دی چې دیموکراتیک نظام يي په سیمه کې ساری نه لري. د پاکستان دین او دنیا دواړه افغانستان سره شریکه ګڼل کېدای شي، خو د هند اخیرت بیا له افغانانو بېل ویل کیږي!
اسلامي پاکستان د خپل لنډ ګنډ شپیته کلن تاریخ په اوږدو کې، شپيته کاله د اسلامي افغانستان سره دوښمني کړی خو هندو، هندوستان بیا تل د افغانستان په څنګ کې د یوه دوست او ورور هیواد پتوګه پاتې شوی او تل يي د افغانستان ملاتړ او ننګه کړی!
اسلامي پاکستان، د ختیځ ګاونډي هندو هندوستان په وړاندې، د دواړو هیوادونو ترمنځ له تېرو جنګونو سره سره دومره ناوړه چلند ، کرکه او دوښمني نه لری، لکه څومره چې يي د ګاونډي مسلمان افغانستان په وړاندې لري!
زموږ افغان مذهبي توندلاري او لنډپارې باید وپوهیږي چې د۲۱ پېړۍ په کلیواله نړۍ کې، سیمه یزه او نړیوالې اړیکې، د څو پېړیو مخکې مذهبي اندیښنو په کوچنۍ پيټار کې نه ځاییږي او له بده مرغه پاکستاني اسلام چې له ټګۍ، درواغو، دوه مخۍ او کرکې پرته بله منځپانګه نه لري، افغانانو اوسیمې ته نوره بدمرغې هم راوړلای شي. پای
اخځونه :
( ۱ ) سپوږمۍ راډیو
( ۲ ) تاند بریښناپاڼه
( ۳ ) خدمتګار بریښناپاڼه