د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه مې روا ندي بللي، دطاهر اشرفي سپيناوی

ازادۍ راډيو نه په مننې 03.03.2013 13:22

ازادۍ رډیو نه په مننې :

د پاکستان دعلماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي دځينې رسنیو له خوا خپاره شوي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې ده افغانستان اشغال شوی هیواد او ځانمرګي بریدونه يې روا بللي.

د افغانستان ځينې رسنیو ادعاکړې، چې نوموړي په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا بللي او دهغې ملاتړ يې کړی.

مولانا اشرفي دیکشنبې پر ورځ له ازادۍ راډيوسره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دځانمرګي بریدونو په باب ددوی دریځ څرګند دی او زیاته يې کړه، چې دده خبرې ناسمې او برعکس تعبیر شوې دی :

( د پاکستان ددیني عالمانو کونسل، چې زه یې مشري پرغاړه لرم ان پر ۲۰۰۲م میلادي کال دیوې فتوا په صادرولو سره ځانمرګي بریدونه او دبې ګناه انسانانو وژنې حرامې او نا روا بللي دي.

نن هم موږ پر همدې خبره ټینګ ولاړ یو او وایو چې د بې ګناه انسانانو وژل هغه که مسلمان وي یا کافر هیڅ جواز نه لري.

 دوی ادعا کړې چې ګواکې ماپه افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا بللي، خو زه به دومره ووایم چې پر دروغجنو دې دخدای لعنت وي.)

مولانا اشرفي همداراز وايي، چې ده د جهاد دفرضیت او اصولو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې کله کوم اسلامي هیواد دکفارو له خوا په زور ونیول شي نو پر اوسیدونکیو يې جهاد فرضیږي، خو زیاتوي چې دفساد اوجهاد ترمنځ ښکاره توپیرموجوددی، چې هیڅوک پرې سترګې نشي پټولی.

مولانا طاهر اشرفي تیره میلادي میاشت په اسلام اباد کې دافغانستان دعلماوو شورا له هیئت سره په کتنه کې په کابل کې جوړیدونکي دیني عالمانو کنفرانس کې دګډون ژمنه وکړه خو یواځې څو ورځې وروسته له خپلې خبرې پرشا شو.

افغانان دهغه دې کار ته دشک په نظر ګوري، خو مولانا بیا ټوله ملامتي پر افغان علماوو اچوي او وايي، چې دسولې او روغې جوړې لپاره ټاکلې اجنډا نه لري ځکه نو دوی له دې کنفرانسه بایکاټ اعلان کړی:

(یوځل څه چې سل وارې به کابل ته لاړ شو خو اصل خبره داده چې ددې کنفرانس لپاره باید تر هرڅه وړاندې یوه کره اجنډا موجوده وي، ځکه چې موږ دسولې او روغې جوړې خبرو کوو. خو که دکنفرانس مقصد فتوا ورکول، دیوه لوري په ګټه او دبل په زیان خبرې کول وي نو نه غواړو چې دسولې بهیر له لا ډيرو خنډونو سره مخ او ناکام شي)

 

د افغانستان یوشمیر دیني عالمانو، دچارو څيړونکیو او رسنیو د مولانا اشرفي دغه څرګندونې چې ګواکې په افغانستان کې دروانې جګړې ملاتړ کوي غندلي دي او هغه يې ددې هیواد د استخباراتي ادارو نظر بللی.

بلخوا مولانا ګیله کوي، چې افغان علماء او دچارو څیړونکي باید اصل حقیقت معلوم کړي او بیا خپل نظر ورکړي، ځکه چې دده په خبره دا ډول منفي خبرې دسولې پروسې، د دواړو هیوادونو او ولسونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی شي :

( افغانستان یو خپلواک هیواد دی، موږ په افغانستان کې د پاکستان او په پاکستان کې د افغانستان مداخلې روا نه ګڼو او نه مو کله هم ورته ښه ویلي.

د دواړو هیوادونو امنيت له یوبل سره تړلی دی، نو راځئ چې دګیلو شکوو پرځای په ګډه دسولې او ثبات لپاره کار وکړو، هغه عوامل په ګوته او حل لارې یې ولټوو چې په سیمه کې د ناامنیو او ترهګرۍ سبب شوي)

د چارو څيړونکي د افغانستان په سوله او ثبا ت کې د پاکستان په تیره ددې هیواد ددیني عالمانو رول مهم بولي او وايي، چې دغه ډول څرګندونې او راپورونه به دسولې بهیر له خنډ سره مخ کړي.