د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د « دیورنډلاین» دلانجې د حل د عالي شورا اعلامیه

د ډیورند معضلی د حل عالی شورا 10.02.2013 13:14

بسم الله الرحمن الرحيم

په لندن کې د افغانستان – پاکستان د روستۍ ناستې په اړه
د « دیورنډلاین» دلانجې د حل د عالي شورا اعلامیه
(۰۸ / ۰۲ / ۲۰۱۳(
د روان کال د فبرورۍ په پنځمه، د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب او ګډون، درې اړخیزه لوړرتبه ناسته، په لندن کې وشوه. دا ناسته د خپل ډول له مخې دریمه ناسته وه، چې لومړی هغه يي په نیویارک او دوهمه يي په کابل کې تـﯧـرکال، ترسره شوې وه.
دا دریواړه ناستې د انګلستان دحکومت د لومړي وزیر ښاغلي دیوید کامرون په وړاندیز ترسره شوي دي. البته په لندن کې روستۍ ناسته، د خپل ترکیب او پریکړو په لحاظ تر نورو هغو، مهمه ګڼل کیږي. افغانستان کې د روغې جوړې او سولې بهیر او پاکستان سره د ستراتــﯧـژیکو اړیکو تړون، ددې ناستې سرټکي جوړوي.
په روستیوکې د یادو شویو دواړه موضوعګانو په اړه په رسنیو کې تاوده بحثونه دوام لري. د « ډیورند لاین» لانجې د حل عالي شورا، هیواد کې د روغې جوړې او سولې بهیر او په تــﯧـره بیا پاکستان سره د ستراتـﯧـژیکو اړیکودتړون ارزشت ته په پام، دا لاندې ټکې د ټولو د پاملرنې وړ بولي:
د « ډیورند لاین» لانجې د حل عالي شورا، د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ دوستۍ، د افغان ــ پاکستان حکومتونو ترمنځ د متقابل درناوي، دبل خوا زمونږ په کورنیوچارو کې د نه لاسوهنې او د تیري د هر راز بـڼـو له ښکاره غندنې سربـﯧـره د هغو د پوره مخنیوي، سوله یز ګډ ژوند او متقابلو ګټورو اړیکو ته په پام، د دواړو هیوادو د مشرانو ترمنځ داسې ناستې چې یادشویو ارونو او پرنصیپونه او د هغو عملي و ريښتیني رعایت ته په درناوي او ژمنتیا ولاړې وي تاییدوي او د هغو هرکلی کوي.
همداراز دا شورا د انګلستان په ګډون، د ټولو هیوادونو هغو هلوځلو ته چې د افغانانو د ملي او مرکزي واکمنۍ په ټینګښت، د ګاونډیانو په تـﯧـره بیا د پاکستان له لوري، په افغانستان کې د لاسوهنې او تیري په مخنیوي، افغانستان ته د تروریستي ډلو په نه لیږدولو او د افغانانو په منځ کې د روغې جوړې له بهیر سره مرسته کوي، د هغو ستاینه کوي او د قدروړ يي بولي. لکه څرګنده ده پاکستان په تیرو څو لسیزو کی داسې دومخه سیاست لوبولوی دی چې دهغه پایله کې نه یواځې د سیمې او نړۍ خلکو ته بلکې خپله د پاکستان ولسونو ته هم تاوانونه رسیدیلي دي.
بلخوا دا شورا، د لندن غونډه کې د پاکستان دې ژمنې ته چې په روانو شپږو میاشتو کې به له خپل واک او نفوذ څخه چې د افغان دولت پر مخالفینو يي لري کارواخلي اوپه اصطلاح مخالفان به افغان دولت سره خبرو او روغې جوړې ته راضي او چمتو کړي، هرکلی کوي. همداراز په نوموړې غونډه کې داسې وړاندیز چې د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو دهغو تروریستي ډلوچې زمونږ ملي ګټو ته ګواښ وي د کنترول او ادارې په موخه شوی او یوازې تر دې بریده محدودیت لري، د تایید وړګڼل کیږي.
ښه به دا وای، چې د افغانانو او نړیوالو له ډيروهڅو روسته، هغو غونډو کې چې پاکستان ګډون کوي او هلته د خپلو بـﯧـلا بـﯧـلو ګټو په موخه، پاکستان کې دننه د تروریستي ځالو د ړنګولو او د « ډیورنډکرښې» پر بره غاړه ددې ډلو د فعالیت د مخنیوي ژمني کوي، په دې اړه له پاکستان څخه اجراییوي تضمینونه اخیستل شوی وای. . .
افغانستان د ملګرو ملتونو د بشپړغړي او خپلواک هیواد په توګه حق او واک لري چې د هرهیواد او یا د هیوادونو له ډلګۍ سره، د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو د بسیا او په نړیوال کلي کې د ګټور دریځ په موخه، لنډمهاله او اوږدمهاله تفاهم لیکونه او تړونونه، لاسلیک کړي او هغه پلي کړي. افغانستان داسې تړونونه تر اوسه له اتو هیوادونو سره چې روستی هغه يي د ناروی دولت سره وو، لاسلیک کړي دي.
ترهغه ځایه چې پاکستان سره د ستراتیژیک تړون د موافقي او لاسلیک خبره رامنځته کیږي لکه څنګه چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لخوا روستیو کې تایید شوې چې په دې اړه نوموړي وزارت، د پاکستان له لوري د ستراتیژیک تړون اوملیک ( طرحه ) ترلاسه کړې او بلخوا د لندن په ناسته کې هم یادونه شوې چې داسې تړون به د روان عیسوي کال ترپایه لاسلیک شي، افغانانو لپاره بیا ځانګړی ځای اومفهوم ځان سره لري.
لروبرافغانان، د ډیورڼد تپلې او استعماري کرښه په رسمیت نه پيژندلي، او نه به يې په راتلونکي کې وپيژني، او پنجاب سره په دې اړه تاریخي او حقوقي ستونزه او شخړه لري. افغان دولت یا پنجاب په یوازې ځان ددې واک نه لري، داسې یو تړون چې په یوه یا بله بڼه، په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول دا تپلې، استعماري او مصنوعي کرښه د دوه هیوادونو ترمنځ د منل شوې نړیوال سرحد کچې ته پورته کړي، او یا یې د نړیوال سرحدي پولې په نامه یاده کړي. د لروبر افغانانو له خبرتیا او مشورې پرته، د تاریخي شواهدو او حقوقي مستنداتو په خلاف، د افغانستان اوملت سره په درغلیۍ، په توره شپه او په پټه چیرته کوم سند لاسلیک کړي. البته افغان دولت واک لري د ډیورنډکرښې له منلو پرته، لکه د نورو هیوادو او حکومتوپه شان چې هغو سره يي خپلمنځي اړیکې د ستراتيژيک تړونونو په کچه لاسلیک کړي، پاکستان سره هم خپلمنځې اړیکې د ستراتیژیک تړون تر کچې پورې وغځوي او تنظیمې کړي.
د «ډیورند لاین» دلانجې دحل عالی شورا، د لندن په ناسته کې د یوه حریص او سراښ ګاونډي په وړاندې د افغان پلاوي د هیوادپاله او پر ملي ګټو استوارو هڅو د برخې ملاتړ کوي او په ملي غوښتنو او چارو کې افغانانو ته بري او بریاوې غواړي.
د «ډیورنـډلاین» د لانجی دحل عالي شورا - د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ ۸ مه