د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام

حبيب الله غمخور 09.02.2013 21:43

  زموږ لپاره دډير افسوس ځاي دی چې د افغانستان هوښيار سیاستپوهان  له موږ نه  يوپه بل پسې دابد لپاره جلاکېږي .

په زياته خواشينۍ مو دلراوبر ويب پاڼې له لاري خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي ليکوال، شاعر اود افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور پخوانی وزيراوسياستوال  خيال محمد کټوازی نن سهار د هالنډ د روتردام ښار په روغتون کي د ۶۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيد . اناالله و انا اليه راجعون

موږ  پداسي حال کښي چې دمرحوم خيال محمد کټوازي په  ناببره اودمهاجرت په دنياکيښي مړينه باندي ډير خفه او خواشينې سولو ،ځانونه  دافغانستان  ولس ته  دوفادار فرهنگپال ،علمی اوسياسي شخصيت مرحوم خيال محمد کټوازی درنې کورنۍ دټولوغړو اودوستانو ،علاقمندانو اوملگروسره پدې ستر وغم کي  شريک بولو،دلوي څښتن  تعالی له دربارنه دمرحوم درنې کورنۍ اوټولواړوندانوته  دزړه صبر اودارواښادي  سپېڅلي  روح  ته پردوس جنت غواړو.

مرحوم خيال محمد کټوازی ديوه پېژندل سوي سياسي شخصيت  په توگه دڅولسېزو راپدي خواپه هالنډ کښي دمهاجرت شپې او ورځې تېرولې .سره له دې چي لکه هغۀ  لکه په بهرکي نورو روڼ اندي،له ده نه اروپايي ټولنې اونه هم دهالنډ هيواد دولتی اوفرهنگی چارواکو دافغانستان سياسي اوفرهنگی مسلو دحل په هکله پوښتنه  کړې .دغه يوملي اوعلمی کدر دافغان بيگانه پرورو چارواکوله خوا هيرسوی شخصيت دلته په هالنډ کښي ديوه مهاجرپه توگه دابد لپاره له سترگو پناه سو. داچي  نوموړۍ ملت اوملي گټو ته وفادار شخصيت وو ،ځکه خوددولتي قدرت پر آس سپرو اومستو چارواکو هير وو!!!

دلته سوال بې ځوابه پاتېږي چې هالنډچارواکي وايي ،موږ دافغان  ولس سره دورپېښي ناخوالي دله منځه  وړلوپه هکله مرسته کوو،خومتاسفانه هيڅ کله ئي ددوي په هيواد کي مېشتو دا ډول سياستوالو اوعلمی  شخصيتونو نه چي  هلته اوسېده  اوزموږ  دډير و وياړلو شخصيتونونه  له جملې  نه وو پوښتنه نده کړې . موږ  بهر مېشتې  اوهلته دجگړې په دېگدان کي وريت افغانان نه پوهېږ و چي دکومو ملحوظاتوله مخې  دوي دافغانستان  دسياسی مسائيلو په هکله له هغه اونوروډيرو بې پرې علمی شخصيتونونه پوښتنه نده کړې  ،کوم چي کولاي سي په رښتيانی بڼه دافغان ولس دستونزو دحل لار په گوته کړي  اوهغې ته رسېدوپه هکله  مرسته وکړي  .

زموږ په بهرکي اوسېدونکو افغانانو لپاره  دجدی سوال خبره ده ،چې ولې عالمانو،روڼ اندو اودتجربي لرونکو کسانوته دافغانستان  په برخليک ټاکلوکي ونډه نه ورکول کيږي؟

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز ،ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي ځانونه  پدې سترغم کي دارواښاد مرحوم خيال محمد کټوازی دغمځپلې کورنۍ، دوستانو،علاقمندانواوټولوافغان روڼ اندواوفرهنگيانواوپه ځانگړې توگه  هغوسره چې ځانونه هيواد اوهيوادوالوته  د ملي چوپړ په هکله ژمن بولي شريک  بولي ، دمرحوم خيال محمد کټوازی ناببره مړېنه  نه يوازي ددې مرحوم درنې کورنۍ بلکې دټول هيواد لپاره يوه لويه اونه جبيره کېدونکې ضايع  ده.موږ د لوی خدای ( ج ) له دربار نه د  مرحوم خيال محمد کټوازی روح ته فردوس جنت  او درنې کورنۍ  پاتي کسانوته  دجمیل صبر غوښتنه کوو.

روح دې ښاد اويادې ابدي وي . 

دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز، دوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور