د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک خبرتیا

د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک 07.02.2013 21:37

د فیسبوک په پاڼه د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک ټولو درنو او په وطن مینو افغانانو ته خبر ورکوي چې ، د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کې یې د ننګرهار پوهنتون لپاره د کتابونو د راټولو کمپاین پیل کړی و چې هغه کمپاین پای ته رسیدلی او په ترڅ کې یې د با احساسه افغانانو له خوا ډالی شوي کتابونه رسما د ننګرهار پوهنتون ته ادارې ته ورسپارل شوي دي ،
د یاد کمپاین لپاره موږ ګڼ اعلانونه او د ټیلفون شمیرې خپرې کړې وي چې اوسمهال ځینې کړی او خلک زموږ د اعلانونو په کارولو او زموږ له ادرسه دغه کمپاین مخ ته بیایې او یا نورې ناوړه استفادې ځینې کوي له ټولو هیوادوالو هیله کیږي چې زموږ په ادرس د ورسره اړیکې نه ټینګوي او ددوي د نورو کړنو مسولیت هم ددوي پر غاړه دی.
درنښت.
په فیسبوک کې د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک
Nangarhar University Students Club