د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوبل د سولې جایزه د پښتنې ملالې حق دی

سرلوڅ مرادزی 07.02.2013 00:15

د ناروي پارلمان د ۲۰۱۳ کال د نوبل سولې جایزې لپاره، د سوات پښتنه ملاله نومولې ده.
د نوموړي هیواد پارلمان وايی چې ملالۍ د ۲۰۱۳ کال د نوبل د سولې جایزې ځکه مستحقه ګڼل کیږي چې هغې د نجونو د پوهې او زده کړې لپاره، د مرګ تر بریده غورځې پرځې کړې دي.
« پارلماني غړي باور لري، چې ملاله له هره پلوه د دغه انعام ګټلو جوګه ده. هغه د ورانونکو ځواکونو پر وړاندې چې د ډموکراسۍ، برابرۍ او بشري حقونو مخه نیسي یو مهم څلی ګرځېدلې ده. دا چې نوبل امن جایزې کمېټه د ناروې پارلمان لخوا ټاکل کېږي، نو د ناروې پارلماني غړو له لوري د ملالې نومونه ډېره مهمه ده او ښايي د کمېټې پر پرېکړه اغېز وکړي. مشال راډیو»
د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په نهمه، د سوات پښتنه ملاله د خپلو دوه نورو ملګرو، شازیه او کاینات سره یوځای د سوات په مینګوره کې کله چې ښوونځې څخه کورونو ته تللې، د پاکستان د تحریک طالبان، د وسلوالو کسانو په ډزو ټپې شوې. د پاکستاني ‌طالبانو ویاند احسان الله احسان هغه مهال، په تلیفون بي بي سي ته ویلي وو چې پر ملالې یوسفزۍ دوی برید کړی. د نوموړي په خبره پر ملالې يي ځکه برید کړی، چې د هغې فکر د طالبانو ضد او سیکولر و. بله دا چې هغې خپل فکر په ډاګه څرګندوه، نو له دې امله پرې د دوی ملګرو برید وکړ.
اوس ملاله د بریتانیا د برمنګهم ښار کې د کوین الزیبت روغتون کې بستر ده، درملنه يي دوام لري او د ډاکټرانو په وینا، روغتیايي حال يي مخ په ښه کېدو دی.
ملاله په پښتو، انګلیسې او اردو ژبو خبرې کوي په ویدويي تازه پیغام کې وايي « زه خبرې کولی شم، زه لیدی شم، زه هر یو وینم او زه ورځ تر بلې په ښه کېدو یم، دا یوازې د خلکو د دعاوو برکت دی. هغه زیاتوي ټولو خلکو راته دوعا کوله، د همدې دوعا په برکت مې له سره نوی ژوند پیل کړ، دا یو بل ژوند دی، یو نوی ژوند. زه دوهم ځلې هم قربانۍ ورکولو لپاره چمتو یم، زموږ هېواد او په ټوله نړۍ کې سوله راشي او د سولې لپاره زه بیا هم قرباني ورکولو ته چمتو یم. ملالې د خپل مرام په باره کې وویل، زه غواړم د خلکو خدمت وکړم، زه غواړم هره ماشومه او هر ماشوم زده کړې وکړي او د دې لپاره موږ د ملالې فنډ په نوم مرکز جوړکړی. بې بې سي »
پر ملاله او دوه نورو ملګرو يي د مذهبي سخت دریځو له غلچکی او وحشي برید څخه شاوخوا څلور میاشتې تېریږي. د هغې دوه نورې ملګرې چې سرسرې ټپي وې، اوس صحت لري خو د ملالې د پوره صحت لپاره پیچلې درملنې او وخت ته اړتیا ده.
که ملاله د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې بستر او د تروریزم قربانې ده، خو بلخوا هغه اوس د تروریزم او د هغو د ملاتړو او روزونکو په وړاندې د سرښندنې او مقابلې، په یوې بېلګې بدله شوې.
که تېرو څلورو میاشتو کې لروبرو افغانانو، د سیمې او نړۍ سوله پالو او انسان پالو ولسونو د اسماني پریښتې، ملالې د روغتیا لپاره دوعاوې کولې او پر هغې وحشي برید يي په کلکه غنده، بلخوا ورو ورو پښتنه ملاله د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د افغانانو، د سیمې او نړیوالو ولسونو ترمنځ د دوستۍ، سولې، یووالي او پیوستون په وسیله او پله بدله شوه.
نن د سوات پښتنه ملاله، په لروبره پښتونخوا کې د سولې غورځنګ او د لروبروپښتنو د یووالي او پیوستون نوم دی.
ملاله د بربریت، وحشت، روسته توب، جهل او تورتم په وړاندې د هڅو او مبارزې الهام دی. ملاله د منځنیو پیړیو د مرییتوب او زولانه سنتونو په ضد د خلاصون او ویښتیا پاڅون دی. ملاله د پښتونخوا د نجونو او هلکانو د ښوونې، پوهې او زده کړې په لار کې د سرښندنې مخکښه ده.
ملاله په ۲۱ مه پيړۍ کې، نړۍ سره د پښتنو د پیوستون او نړۍ ته د پښتنو د پيژند اتله ده!
د سوات پښتنې ملالې داسې ستاینو، سرښندنواو ځانګړنو ته په پام، د نوبل د سولې جایزې نومونې ته د ناروي پارلمان له وړاندیز مخکې، ملګروملتونو د نومبر لسمه د ملالۍ ورځ نومولې وه.
د ۲۰۱۲ کال په اکتوبرکې، تر ٢٠ زرو نه ډېرو کسانو په انټرنیت پاڼه کې د ۲۰۱۳ کال د سولې نوبل جایزې لپاره د ملالې د کاندیدا غوښتنلیک لاسلیک کړي و.
ښاغلي باب ری د اکتوبر په۲۲مه، خپل ټوېټر کې لېکلي و "زه ملاله یوسفزۍ د سولې نوبل جایزې لپاره کاندیدوم. موږ ټول باید پوره هڅه وکړو چې دغه زړوره، اتله کړو"
د ښاغلی ری ملاتړ له دې بهير سره ډیره مرسته کوي ځکه چې د نوبل جایزې لپاره د یو کس کاندیدا خپلې قاعدې او قانون لري. د کانادا د پارلماني وکیل په توګه، ری د دې حق لري چې یو کس د دغې جایزې لپاره ونوموي. دغه غوښتنلیک یو کس چې طارق فتح نومېږي پرانيستی او د کانادا په ټولو سیاسي مشرانو يې غږ کړی چې د دغه بهير ملاتړ وکړي.
له دې مخکې د امریکا نامتو فلمي ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې انجلینا جولي د نوبل جایزې په ډلې غږ کړى و چې "زړورې" ملالې یوسفزۍ ته د دغې جایزې په ورکړه "باید جدي غور" وشي.
اوس د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې له ۸۸ زره ډېرو کسانو په هغه انلاین غوښتنلیک لاسلیکونه کړي، چې سوات دره کې د طالبانو په برید کې د ټپي شوې ملالې یوسفزۍ د سولې نوبل جایزې لپاره د کاندیدا غوښتنه شوې.
همدارنګه د دیسمبر په ۱۷ مه، د جرمني بهرنیوچارو وزارت کې د بشر د حقوقو د کمیسیون مشر ماکوس لونینګ، د بشر د حقوقو د نړیوال کامپین استازو سره په کتنه کې، ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې جایزې وړاندیز وکړ.
بلخوا فرانسې، د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ته د خپل هېواد یوه مهمه جایزه سیمان دې بوغوا ورکړه. اې ايف پي خبري اژانس وايي، هغې ته دا جایزه (اېوارډ) د نجونو د حقونو او آزاديو لپاره د هلو ځلو له کبله ورکړل شوې. د خبر له مخې د ملالي يوسفزۍ په استازیتوب دغه جایزه د هغې پلار ضيالدين یوسفزي تر لاسه کړه. په پاريس کي د جایزې اخستو په وخت، خپلو خبرو کې هغه وويل، طالبانو ته په کار ده چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي ځکه چې هغوی په خپلو هڅو کې اوس ناکامه شوي دي.
د ملالې او د هغې د ملګرو د ټپي کېدو په لومړۍ شېبو کې د ډیورند تپلې کرښې پر دواړوغاړو ټول افغان، نران وو او که ښځې، نجونه وې او که هلکان په یووالي او اتفاق سره په دوعا لاسونه پورته کړل او کمکۍ ملالۍ او ملګرو ته يي له لوی څښتنه عاجله شفا او صحت وغوښت !
هغه مهال ملالۍ ته نهه نیم میلیونه زده کوونکو په ۱۵ نیم زره ښوونځیو کې دعا وکړه. « د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې نژدې لس ملیونه زده کوونکیو د څو شېبو لپاره درس ودراوه او د خپلې تنکۍ خور ملالۍ یوسفزۍ لپاره یې د دعا لاسونه پورته کړل، تاند »
د بې بې سي په خبر د امريکا يوې وتلې سندرغاړې ماډونا د لاس انجلس په يو کنسرټ کې د سوات ملاله ستاېلې وه. هغې يوه سندره ۱۴ کلنۍ ملالې ته ډالۍ کړې وه.
امريکايۍ وېبپاڼې هاليووډ رپورټر ويلي، مډونا وويل: « کله چې يې پر ملالې د بريد، واورېدل نو و يې ژړل.»
د "هيومن نېچر" په نوم د سندرۍ ويلو وړاندې ماډونا وويل: " ملالې دا سندره ستا لپاره ده. مډونا په خپل بدن هم د "ملاله" نوم ليکلى و.
وېبپاڼه وايي مډونا مينه والو ته وويل "پوهېږى چې پر ملالې برېد څومره ناولى کار دى؟"
له سندرۍ وروسته ٥٤ کلنې مډونا په ځغرده وويل: " د تعليم ملاتړ وکړئ، د ښځو ملاتړ وکړئ."
افغان ولسمشر حامد کرزي هم په سخو ټکو سره پر ملالۍ برید غندلي او بریدګر يي ډارن او بې غیرته ګڼلې وو چې پر مظلومې او بېوزله زده کوونکې يي برید کړی .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون هم د ملالۍ یوسفزۍ تروریستي حمله غندلې او د هغې پر ژوبلېدا یې خواشیني څرګنده کړې وه .
په تېرو څلور میاشتو کې، د سوات ملالې روغتیايي حالت او د پوهې او زده کړې په لار کې د هغې سرښندنې، د سیمې او نړۍ د رسنیو توده موضوع پاتې شوې. د نړۍ په کچه د ملالې په ملاتړکې دومره پراخ غبرګون، بېشکه د ناروي د پارلمان دا وړاندیز چې پښتنې ملالې ته دې د ۲۰۱۳ کال د نوبل د سولې جایزه ورکړل شي، پیاوړی او ریښتینی کوي. ټول لروبر افغانان د ناروي د پارلمان ددې وړاندیز په ملاتړ کې، په ټینګه ولاړ دي.
د سوات ملاله زموږ د وخت د میوند ملاله ده. که د میوند ملاله د هیواد په خپلواکۍ کې د افغاني تاریخ ویاړ دی، د سوات ملاله د تورتم او جهالت په وړاندې بله شوې ډيوه او د سولې کوتره ده. دواړه د یوه ویاړلي ولس لوڼې او په یوه افغاني ټاټوبي پورې تړلي دي !
یادونه:
په لیکنه کې له بېلابېلو بریښناپاڼو څخه ګټه اخیستل شوې ده.
پای