د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لندن غونډه او د پاکستان د ستراتیژۍ د بدلون اړتیا

سرلوڅ مرادزی 03.02.2013 22:35

د فبروري لومړۍ اوونۍ کې به لندن، د بریتانیايي مشرانو په کوربه توب او ګډون، د افغانستان او پاکستاني مشرانو سره د یوې غونډې د جوړیدو ناستون وي. دا ناسته به د افغانستان او پاکستاني مشرانو سره د انګریزي مشرانو دریمه غونډه وي چې رسنیو کې تر دوه پخوانیو هغو، مهمه ګڼل کیږي.
افغانان تل د داسې غونډو چې هلته افغانستان او سیمه کې د ترهګریزو لمسونو او هڅونو مخنیوی؛ د تاو تریخوالي او کړکېچ د سوله یز حل عملي لارې چارې؛ تلپاتې سوله، امنیت او ټیکاو او سیمه کې د ویجاړونکو هلوځلو پرځای، دوستي او متقایلې ګټورې اقتصادي اړیکې ترغور لاندې نیول کیږي، هرکلی او د هغو ملاتړکوي.
البته مخکې هم د افغانستان ، پاکستان او بریتانیا ترمنځ درې اړخیزه غونډې، یوه په نیویارک او بله په کابل کې جوړه شوې وه. په دوهمه غونډه کې چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په روستیو، کابل کې شوې وه، هلته د نوموړو دریواړه هیوادو د مشرانو ترمنځ د افغان سولې په بهیر، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدې کرښې پرامنیت او پرځینو نورو چارو خبرې اترې شوې وې.
خو له غونډو روسته، نه یوازې دا چې شوې پرکړې پلې شوي نه دي بلکې د ژمنو پر خلاف د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د پاکستان له لوري تاوتریخوالي او جګړو ته نوې لمن وهل شوې، د کونړپه ولایت پرله پسې توغندي ویشتل شوي او د کندهار په ولایت د ډیورند کرښې پر بره غاړه د پاکستاني پوستو د رامخته کیدو هڅه شوې، پاکستان کې دننه د ترهګرو اډې لا پالل شوي او د پاکستان له لارې په ترانزیت کې د افغانستان لپاره نوي خنډونه پیداشوی دي!
د تېروغونډو پریکړو ناپليتوب ته په پام، د لندن د راتلونکې غونډې په تړاو، د جنورۍ په ۳۱ مه، یوه خبري ناسته کې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي، وویل « افغان حکومت غواړي د لندن په درې اړخیزه ناسته کې، د ترهګرۍ ضد هلوځلو او د افغانستان د سولې هڅو سره، د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي. په دې برخو کې پاکستان تر اوسه افغانستان سره یوازې ژمنې کړي، خو اسلام اباد کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.»
فیضي همداراز زیاته کړه « په دې درې اړخیزه ناسته کې به د اسلام اباد د ژمنو د پلیتوب په څرنګوالي خبرې وشي. هغه وویل، لکه چې څرګنده ده د افغانستان د حکومت وسلوال مخالفین په پاکستان کې میشت دی. په دې توګه پاکستان، افغان حکومت سره د سولې خبرو کې د هغو په چمتووالي کې، لویلاس لري.»
بلخوا که څه هم د لندن د راتلونکې غونډې په اړه، له پاکستاني لوري ډېرڅه نه دي اوریدل شوي، خو د اسلام اباد برعکس، د بریتانیا د لومړي وزیر ویندوی وايي « د لومړي ځل لپاره موږ د افغانستان او پاکستان پوځي او ملکي مشران، د بهرنیو چارو وزیران، د پوځونو لوی درستیزان، د استخباراتو ريیسان او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر په یو ځای کې راغونډوو.» ده وویل چې د صدراعظم کامرون هدف دا دی « د افغانستان او پاکستان اړیکې پیاوړې شي، د افغانستان د سولې او پخلاینې د پروسې ملاتړ وشي او په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي. د بریتانیا د صدراعظم ویندوی دغه راز وویل چې دا درې اړخیزه غونډه طالبانو ته هم څرګند پیغام لېږي او هغه دا چې اوس د هر چا لپاره هغه وخت دی چې افغانستان کې په سوله ییز سیاسي بهیر کې ګډون وکړي. تاند»
څنګه چې مخکې وویل شول، تر اوسه چې پاکستان سره کومې غونډې شوې، که څه هم په دې غونډو کې پاکستان غوړې خبرې او ژمنې کړي خو عملي ډګر کې بیا دې هیواد د پریکړو او خپلو ژمنو خلاف ګام پورته کړی دی!
البته نور هیڅوک پر داسې غونډو چې هغه یوازې تبلیغاتي اړخ ولري او هلته تشې ژمنې کیږي، ټاکلي تدبیرونه نه نیول کیږي او عملي ګامونه، نه پورته کیږي، نه تېروځي!
د لندن په درې اړخیزه غونډه کې به بیا هم وکتل شي چې اسلام اباد د خپلو پخوانیو ژمنو د نه پلیتوب په اړه څه دلایل تراشي او بلخوا راتلونکې کې د څه ویلو پرځای، د څه کولو لپاره کوم تدبیرونه وړاندې کوي او د داسې تدبیرونو د پلیتوب کومې لارې په ګوته کوي ؟
افغانان پوهیږي د تقابل او دوښمنۍ ډکه ستراتیژي چې اسلام اباد په تېرو۶۰ کلونو او یا يي نن، د افغانستان په وړاندې چلوي، د لویدیځ او په تېره بیا د لندن له ملاتړ پرته، مخې ته نه شي بیول کیدای. لویدیځ او په تېره بیا لندن چې د پاکستان د پنځون او د روانې ستراتیژۍ بنسټګر دی، که وغواړي کولای شي اسلام اباد د افغانستان او سیمې په وړاندې له داسې ویجاړونکي ستراتیژۍ له پليتابه راوګرځوي او پر خپل ځای يي کښينوي.
افغانان د پاکستان په وړاندې د څو موقتي او سرسري غوښتنو پرځای چې رسنیو کې د نورو لخوا دلته او هلته وړاندې کیږي، ټاکلې او شمېرلې غوښتنې لري. ددې غوښتنو په سرکې د افغانستان په اړه د هغه هیواد د ستراتیژۍ بیخچن بدلون ځای لري.
د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستان بهرنی سیاست او ستراتیژي د سړې جګړې له مهاله تراوسه پورې نه ده بدله شوې او په اسلام اباد کې واکمنې پوځي او استخباراتي کړۍ نن هم حالات د پرونیو سیاستونو په میچ ګزوی.
اوس د لندن غونډې ته د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژۍ کې د مثبت بدلون د پیلاميي پتوګه کتل کیږي. پاکستان د افغانستان په وړاندې د کرکې او دوښمنۍ بېلابېل پړاوونه وهلې، د زړې لار دوام به پاکستان ته په لوی عذاب واوړي چې پښیماني به بیا هغه هیواد ته هیڅ ګټه ونه رسوي!
پای