د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اغزن سیم (ناول)

نصیر احمد احمدي 20.01.2013 12:07

اغزن سیم د ښاغلي نصیر احمد احمدي ناول دی، چې تیره اوونۍ دچاپ په ګاڼه سینګار شو.

اغزن سیم یوسلو شپيته مخه دی، په جلال اباد کې مومند خپرندويې ټولنې دزرو ټوکو په شمیر چاپ کړی.

ژبه يې روانه، په ښه صحافت او سپين کاغذ چاپ شوی.

نصیر احمد احمدي دیوولسو کتابونو لیکوال دی،چې شپږ يې ناولونه دي.

هغه دا وخت په کابل کې دبي بي سي راډيو تعلیمي پروژې سره کار کوي.

 

دکتاب له متن څخه :


 د زېبا سر مې پر خپل ټټر پورې ونيو، هغې ژړل، ما هم خپلې اوښکې نه شوای کابو کولی.

ښه شېبه ووته، وروسته يې په غريو کې وويل:

_مور مې کېناسته، شکېدلې جامې يې واغوستې، له کوټې ووته، بېرته راغله، پر ما يې خپړې کړې، تر ډېرو يې په غېږ کې ټينګه نيولې وم، بيا يې کلکه پر تندي ښکل کړم، يودم يې منډه واخيسته او  سرتور سر د باندې  ووته. ټکری مې راواخيست، پسې ورغلم، درب شو، له ځمکې دوړه پورته شوه، پښو ته مې وکتل، مور مې په خاورو کې پرته وه، تر  خولې يې سرې وينې راووتې.  دې د تامير له سره ځان راغورځولی و.

د زېبا پر خوله مې لاس کېښود، چېغه مې خولې ته راغله، په غريو کې مې وويل:

_بس دی! نور څه مه وايه!

زېبا  سرې سترګې راواړولې. لاس مې د هغې له خولې ليري کړ، نجلۍ وويل:

_تا کيسه غوښته!

غريو واخيستم:

_سمه ده. ووايه!

نجلۍ وويل:

_چيغې شوې، په کوټه کې د ولاړو افغانانو ګوتې د پنجرې تر اوسپنيزو سيخانو تاوې  وې، زورونه يې وهل،  ايرانيانو ته يې کنځلې کولې، خو د اوسپنې سيخان ټينګ ول.

د فارم کاريګر راغلل، پلار مې هم پکې و، دی زما مور ته ورنږدې شو، د هغې لاس يې پورته کړ، بېرته يې پرېښود، لاس پر ځمکه ولګېد.

تر ډېره غلی و، د مور شکېدلي ټټر ته يې وچې سترګې نېولې وې، وروسته يې د هغې  سر له خاورو پورته کړ، په غېږ کې يې ونيو،  يودم يې کوکه کړه،   له چيغو سره يې په پنجره کې د ولاړو خلکو  ژړاوي ګډې وې.

پلار مې ښه شېبه وژړل، بيا يې ماته وکتل، سترګې يې له سرو رګونو ډکې وې. په غريو کې  يې وويل:

_علی رضا و؟

سر مې د ( هو ) په بڼه ورته وخوځاوه