د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ISI د طالب جامه کې، د نشنل پارټۍ محوه کیدا غواړي!

سرلوڅ مرادزی 14.01.2013 21:43

څوک به باور وکړي چې ټول پاکستان کې دې د یوه ګوند پتوګه یوازې دعوامي نشنل پارټۍ کاروانونه، غونډې، کادرونه او مشران په رڼا ورځ، د طالب تر جامې لاندې په نښه کیږي او هلته دې د ټولې سیمې د ترهګریزه فعالیتونو سمبالونکي پاکستانۍ استخباراتي شبکه، ای ایس ای ویده، بېخبره او لاس تر زنې ناسته وي او د پېښو بېوسه ننداره دې کوي؟ !
د ای ایس ای او د هغه په لاس د جوړو شویو طالبانو موخه یوه ده. ړوند هم ویني دوښمن یو دی، یوازې نوم جدا جدا.
د عوامي نشنل پارټۍ د مشرتابه د نامتوغړي او د پښتونخوا د مشر وزیر بشیراحمد بلور له وژنې روسته چې د نشنل عوامي پارټۍ په غونډه کې د ګډون په مهال، لومړی ټپی او روسته په روغتون کې ومړ، د پښتونخوا پښتانه د نورو ډېرو داسې پېښو شاهدان دي. په دې ترهګریزه پېښه کې اته نشنلیان له بلور سربیره شهید او شل تنه نور ټپيان شول او پړه يي په ظاهر کې د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه واخیسته!
د جنوري په ۱۲ مه، « په چارسده کې د عوامي نشنل ګوند د پخواني صوبايي وزير بشير خان عمر زي پر کاروان بمې چاودنه وشوه چې له امله يې د بشيرخان په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شول. بشير خان په يوه محکمه کې تر حضور وروسته کورته په لار و، چې د عمرزي په سيمه کې يې پر کاروان بمي چاودنه وشوه.BBC »
د ځینو باخبره رسنیو په وینا، پاکستاني طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې ددغه هیواد په پښتونخوا سیمه او قبایلو کې په زرګونه روشنفکره او ازاد خیاله پښتانه سیاستوال وژلي دي. د جرمني خبرې اژانس د راپور له مخې پښتانه سیاستوال په پاکستان کې ایډیالوژیکي جګړه بایلي او میدان سخت دریځو ته پریږدي.
خو پوښتنه دا ده، پاکستاني طالبان په ټول پاکستان کې ولې یوازې پښتانه روشنفکران او د هغوي په سرکې د عوامي نشنل پارټي مشران او غړي په نښه کوي؟
د طالبانو یوه سیمه ییز ویندوی محمد وايي «عوامي نشنل ګوند لا هم زموږ د حملو هدف دی او په راتلونکي کې به هم وي. ده وویل چې طالبانو د ځانمرګو خاصه ډله جوړه کړې چې په پاکستان کې پر اسلامي ضد او سیکولرو کسانو بریدونه وکړي.»
خو د تاند په وینا ډېری کتونکي په دې تعجب کوي چې په پنجاب او سند کې ولي دا ډول حملې نه کېږي او یا ولي د پیپلز او مسلم لیګ پرغړیو چې هغوی هم لیبرال او سیکولرافکار لري، بریدونه نه کېږي!
د همدې پېښو په تړاو، ښاغلي اسفندیار ولي د ۲۰۱۲ کال د ډيسمبر په ۲۶ مه، په پېښور کې د خپل ګوند له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل « زه دا منم چې د بې پېلوټه الوتکو حملې د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت سرغړونه ده او دا هم سمه ده چې په دغو حملو کې بې ګناه خلک وژل کېږي، خو زما پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو د حملو غندونکي، ولي ځانمرګي بریدونه نه غندي؟»
ده وویل: هغوی د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د پاکستان د هوايي حریم د سرغړونې خبرې کوي خو په دې څه نه وايي چې بهرني سخت دریځي پر مځکه ځانوژونکې حملې کوي او د پاکستان د خاورې خلاف ورزي کوي.
ده وویل:« په زرګونو ازبک، تاجک او عرب چې دلته راغلي، ایا دوی زموږ د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت سرغړونه، نه کوي. که یې کوي نو بیا ولي دا کسان چې د بې پېلوټه الوتکو پرحملو نیوکې کوي، په ځانمرګي بریدونو پټه خوله دي او د څه ویلو جرات نه کوي.»
ده زیاته کړه: ځانمرګي راځي، ځان الوځوي، بې ګناه خلک وژني نو بیا ولي د هغوی په وړاندې له زغمه کار اخیستل کېږي. که د بې پېلوټه الوتکو حملو ته بد ویل کېږي، دغو حملو ته دې هم بد وویل شي. تاند »
لکه څنګه چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي، پوځیان او اسخبارات په پښتونخوا او نور پاکستان کې د پښتنو د روشنفکرانو په وژلو پټه خوله دي او د چا له خولې سوڼ نه خیژي، دغسې د پاکستان رسنیو هم په دې اړه د سکوت او چوپتیا ټاپه په خوله وهلې او د طالب په نوم سخت دریځو ته يي د رسنیو بازارهم ایله او یوازې پریښي دي !
بېځایه نه ده کله چې طالبان او نور ترهګر د پښتنو په اړه د پاکستاني چارواکو دغسې له دوښمنۍ ډک چلن ویني نو ځکه په جار وايي « عوامي نشنل ګوند لا هم زموږ د حملو هدف دی او په راتلونکي کې به هم وي.»
د روان کال د جنورۍ په ۱۳ مه، یوې غونډه کې رسنیو ته په وینا کې د پښتونخوا عوامي پارټي مشرمحمودخان اڅکزي وویل، قبایلو کې پاکستی دولت طالبي ترهګر روزي، افغانستان ته يي د ورانکارۍ او وژنې لپاره لیږي او په دې توګه امریکا ته پلمه په لاس ورکوي چې هغوی په بې پیلوټو الوتکو قبایلي سیمه بمبار کړي چې په دواړه صورتونو کې تاوان او ضرر يي پښتنو ته رسیږي . محمودخان اڅکزي دا هم وویل، هغوی چې په موږ تور پوري کوي چې دوی امریکایانو سره لاس لري، که ما ته څوک د امریکا ګرد سره دولت راکړي په خپل یوه دغه څادر « خپل څادر ته اشاره کوي » يي نه بدلوم !
د ډیورنډکرښې کوزه غاړه د پېښو پراختیاوې څرګندوي چې ای ایس ای د طالب په جامه کې د پښتنو د ملي او روشنفکره ځواکونو د له منځه وړلو لپاره خپل نوی تاکتیک اغیزمن ګڼلی وي. د سیکولر او امریکا سره د دوستۍ په نوم پروپیګنډه چې ښکاره د طالب په خوله کیږي په حقیقت کې د دغو پښتنو په وړاندې د پنجابي شیطاني پالیسیو د لړۍ یوه کړۍ ده او شا ته يي نورې پټې او خطرناکې چلوټې پرتې دي.
کوزو پښتنو د عوامي نشنل پارټۍ په مشرۍ په روستیو کلونو کې څو ملي بریاوي ترلاسه کړي. د صوبه سرحد استعماري نوم چې له وختونو په پښتونخوا تپل شوی و، ددې ملي ګوند د هلوځلو په برکت له منځه یووړل شو او دغه سیمه د پښتونخوا په نوم چې د پښتنو خپل ملي هویت څرګندوي، ونومول شوه. د کالاباغ ډیم چې پنجاب غواړي د اوبو او بریښنا دا بند جوړ کړي او په دې بند سره به نوښار، پېښوراو د پښتونخوا ډېره نوره سیمه تر اوبو لاندې شي، پښتانه به له پښتونخوا څخه کډه شي او په ټول پاکستان کې به وپاشل شي او د لروبرو افغانانو د یووالي غوښتنه به د هند پر سمندر ورلاهو کړي، خود همدې ملي پارټۍ د هلوځلو او د سندیانو او بلوڅانو د ملاتړ په برکت، پنجاب دا پروژه نه شي پلي کولای. بلخوا د افغانستان، هند او د سیمې د نورو هیوادونو سره دوستي او وروري چې په پنجاب کې د ټاکلو ملیتاریستي او شوونیستي کړیو نه خوښیږي، عوامي نشنل پارټۍ يي په دې او نورو انساني تګلارو له داسې تورونو او برخلیک سره مخامخ کړې ده.
په حقیقت کې د سیکولار او امریکا سره ددوستۍ خبره، هسې یوه پلمه ده او ددې پلمې شاته پنجاب د طالب په نوم، د ملي عوامي پارټۍ ملي تګلارې او موخې تر برید لاندې نیولي دي!
پای