د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاکستاني جنرالارنو زرغون کتاب ته کتنه !

حبيب الله غمخور 06.01.2013 02:16

 دا يونړی وال معملودی چي په ځانگړو سياسي او اقتصادي حالاتوکي په هيوادونوکي دهغوي دمشرتابه لخوا دپوځي اوياهم تر ډيره بريده سياسي اواقتصادی دوکتورينوترنامه لاندي نوې طرحې اوپلانونه مطرح کېږي،چي په سياسي ژبه ورته  په يوه هيواد کي دځانگړي  يا ځانگړو مسائيلو دپلي کېدوپه موخه ددولتي سياست نوي بڼه اونوې پاليسی وړاندي کيږي .

دهمدې نړيوال سياسي معمول پر بنياد ،دادی داځل دنوی کال په دوهمه ورځ چي لادعيسوی کالهنداري پالونکی دجشنونوله ميز نه پورته سوی نه وه پاکستاني جنرالانودخپل همېشنی عادت سره سم ددې پرځاي چي  دسيمه ايزو مسائلو دحل په گټه  ئي  يوه نوې کومه  طرحه وړاندي کړې واي د((د وسله والو مذهبي ډلو په باب د پاکستان نوې تګلاره)) ترنامه لاندي ((پاکستاني پوځ خپل نوي  پوځی دوکتورین )) اعلان کړه ،پدې طرحه کښي پاکستاني پوځيانودلمړی ځل لپاره  دا منلې ده چې وسله والي مذهبي ډلې د پاکستان د یووالي او بشپړتیا پر خلاف تر بل هر ګواښ خطرناکې دی او باید چې ډير بې رحمانه چلن ورسره وشي.))تاند

پاکستاني جنرالانوخپلې نوی ماهرانه پوځی طرحي ته چي دوي ئي هم  پوځي دوکتورين  بولي  تر ښه شعار لاندي په ډيرو ښکلې نوم  کښي راپېچلی اودغې پوځی طرحه ئې دي  دزرغون کتاب  په نوم نومولې ده . په ظاهرکي تردې  شعار لاندي ددوې له دې هوښيارانه اولي جنگی طرچې سره  مخالفت دددموکراسی اونړيوال پرمختگ سره دمخالفت  په معناهم تعبېرولاي سي ،ځکه دوی وايي موږپه خپل هيوادکي نبسټپال  دخپل هيوادملي حاکميت اوبشپړتياته گواښ بولو، نو غواړوچې ورک ئي کړواوخپل ولس ددوي له شره خلاص کړو. خوکاشکي دوي  په رښتياسره پدې موخه داشعار (پوځی دوکتورين) اعلان کړي واي چې موخه ئې  دسولي اوبشری پرمختگ اوزموږ سره دښه گاونډيتوب درازېږېدولپاره واي .  

د پاکستان د پوځ له لوري په خپاره شوي نوي دوکتورين کې چې د پاکستان د پوځي اصطلاح له مخې ورته ګرين بُک يا زرغون کتاب بلل کيږي، په څرګنده ويل شوي چې د پاکستان د سالميت، ارضي تماميت اوملي یووالي پرخلاف تر ټولو ستر ګواښ د هیواد په شمال لويديځه پوله کې ډيري  وسله والې مذهبي ډلي او دهغوي پلويان دي.

داچي پدې سندکي نوروکومومسائيلوته اشاره سوې هيله چي لوستونکي ئي په تاند اونوروويب پاڼوکي ولولي خوزمالپاره ئي داټکي مهم دي چي دوي وايي : ((د پاکستان په شمال لويديځو سرحدي سیمو کې فعالي وسله والي مذهبي ډلي غواړي چې د پاکستان شتون له ګواښ سره مخامخ کړي او د دغې موخې لپاره يې د پاکستان د حساسو پوځي ادارو اوهمدا راز له دولت سره پر تړلو ملکي ادارو سخت او وژونکي بريدونه ترسره کړيدي چې د پاکستان د پوځ اُتوريتې ته يې په نړیواله کچه سخت تاوان رسولی .))

د پاکستان د پوځ  د خپاره شوي نوي دوکتورين کې دې ټکې ته گوته نيول شوې چې ، په لويديځو پولو کې له ميشتو ډلو سره د پولې له هاغه لوري ( په ښکاره افغانستان) خواخوږ ي هم د انديښنې وړ ده . پدغه دوکتورين کې د دغې خواخوږۍ د له منځه وړلو لپاره له پولې هغه لوري ته د نيابتي جګړو د نيت خبره هم شويده .

يادونه : پاکستاني لوری پخپلو ټولودولتي اوغيردولتي اسنادوکي دډيورنډلعنتی کرښې ته پوله وايي ،ولی موږ افغانان  ئې کر ښه بولو،سره له دې چي کله کله ځني دولتي چارواکي اويادډله ايزو رسنيواستازي دافغان دښمنو موخواوپاکستاني چارواکودخوشحالېدوپه  خاطردغه کرښه دپولي په نوم نوموی چي دايوه افغان لپاره ترهغوځي موږ ددې کرښې برخليک منلی نه وي سترخيانت دي .

زه پدې باوريم چي پاکستاني جنرالان به په ۲۰۱۳ کال کې دډيورنډدکرښي جنوبې لورته پر پښتنواوبلوڅوخپل مرگوني بريدونه ددوي دځپلو لپاره زيات کړي .اوهغه کسان چي ددوي سره لاس نه يوکوی اوياددوي خبره ددوي ددې نوی پوځي دکتورينوپه پلي کولوکي نه منی په ساده بڼه دطالب په نوم له لاري گوښه کړي .

 

زه داسي فکرکوم چي دپاکستان  پوځيان دنوی  پوځی دکتورينو دپلي کېدوتر شعار لاندي داځل په نوې بڼه اونوې  پاليسي  په کوزه پښتونخواکي دپښتنوکمبله ورټوله کړي .اوهر هغه څوک  چې دي دويته دغلامی اويانوکری سرنه ټيټوي  دطالب اوالقاعدې دسړی اويادهغوي دخواخوږی اومرستندو ي په نوم له خپلې لاري  داسي گوښه کړي .

نودله منځه وړلولکه دزېږولولپاره ئي خوراښه ټاپه جوړه کړې،که وغواړي له يوې خواسبه دامريکا اونړيوالی ټولنې څخه مالي اومادی امتيازات ترلاسه کړي اودبلې خوابه داسيمه داسي پاکه کړي چې بيابه پدې په دې سيمه کي څوک دپاکستاني چارواکو سره دمخالفت  اوډيورنډکرښي  نوم پر خوله رانه وړي .

پدې کارکښي پاکستاني چارواکي خاص مهارت لري چې پدې شاوخوايولس کلونوکښي چې دکرښې دواړوخواپرتو قومونوتر ۷۰۰ زيات هغه قومی مشران چي ددوي سره ئې سرنه خوځاوه په مختلفوبڼو اونوموله منځه يووړل . داځل به داکاردخپلو دغوترښکلو شعارولاندي پوځی دوکتورين دپلي کېدوپه موخه دپښتنو اوبلوڅوسرغنه ورک کړي .

دغه ټکی دلوې بحث اوڅېړلو وړدی چې دوي وايي (( د پاکستان د پوځ  په لويديځو پولو کې له ميشتو ډلوسره دپولې له هاغه لوري (افغانستان) خواخوږ ي هم د انديښنې وړ ده .  د دغې خواخوږ ۍ د له منځه وړلو لپاره له پولې هاغه لوري ته د نيابتي جګړو د نيت خبره هم شويده .))تاند

دغه ځاي دی چي پاکستان به پدې نامه کورپه کور بديوته لمن ووهی . ځکه دنيابتی جگړې لپاره نيابتی دوستانو او ملاتړوته اړتيالري اودوي به دغه اړتيادخپلو پخوانيو اړېکوپر بنياد پوره کړي . ځکه خوپه ټول قوت اوسپين سترگی سره کوښښ کوی چي دافغانستان په راتلونکی برخليک ټاکلوکښي برلاسي اوسي اوزموږ يوشمېر ضعيف کسان دپاکستان څخه سوله په خيرات کښي غواړي اوتراوسه دپاکستاني چارواکوته ژمن پاتي دي .

کله چي پاکستان پردې بريالی سي چي په افغانستان کي خپل پلوه دولت ياکه ئي په اصلی نامه يادکړو خپل لاسپوڅی دولت ولري ، نوهغه وخت به ددوي دغه نيابتی جگړې دپرمخ بېوونکو تشه ډکه شي .

ددې اړتياپه پوره کېدوسره  به لکه په ۱۹۹۲/ ۱۹۹۳ ز کلونوکي سمدواره زموږ شمالي گاونډيان اوايراني اخوندان هم راتحريک کيږي چي بايد خپلي گټې وساتي . اوهغوي هم د دخپلو گټولپاره په افغانستان کښي خپلونيابتی دوستانو ساتلواوحمايې ته اړ ېږي.که اړتياوه دهمدې نيابتي دوستانودگټودساتلواوددوي څخه دحمايي ترشعارلاندي نيابتی جگړه دمخالف لوري سره پيلولاي سي .په يوه خبره بيابه درې څلکورحکومتونه اوجلا، جلاپاچاهی وي .

زه فکر کوم اوله دې زرغونه کتاب  دمتن څخه ښکاري چي داپوځی دوکتورين ترډيره بريده دافغانستان له حالاتوسره تړاولري ،ځکه خوداستان رالنډوم اونه غواړم دافغانستان اوپاکستان دگاونډېتوب پر شاوخواشپږولسيزوکي رانغاړل سوو مناسباتو اويوبل ته گوت څنډنواوغاښچيچنوته په تکرار گوته ونيسم .

پردې زرغونه تگلاره ياپوځی دوکتورين  بايد نه يوازي دافغانستان  بلکي دسيمي لپاره ژورفکرپه کاردی . زموږلپاره  ددې زرغون کتاب زرغونې پاڼې لوستل چي په چيقت کي نه کتاب اونه ئي پاڼي زرغوني دي حياتي اودملی گټودساتلو لپاره ارزښت لري . پردې دکتورين باندي  بايد ژوري خبري وسي اوددې سند ټول اړخونه روښانه سي .

که پاکستاني چارواکي په رتښتيازرغونه لار باندي تگ پيلوی  نوښه به داواي چي دوي دافغانستان په اړوند په دې خپل زرغون کتاب  ياپوځی دوکتورين کی يوازي دوې مادي ليکلې اوتبصير کړي واي :

۱ .موږپه هېڅ صورت اودهيچاپه هڅونه دبل هيوادپه ځانگړې توگه دافغانستان په کورنيو چاروکي مداخله اودخالت ته نور دوام  نه ورکوو.نه ددوي مخالف  په خپله خاوره کي پرېږدواونه دغوي سره هرچيري چي وي مرسته کوو.

۲/ دافغانستان په گډون هرهيوادچي زموږ په کورنيو چاروکي مداخله وکړي ترنړيوال ثبوت وړاندي کولووروسته ئې خوله ورماتوو .

خوکه دپاکستاني جنرالانودنوی زرغونې لاري پايلي داسي وي ،لکه چي همدا اوس ئې گورودابه زرغونه لارنه بلکې سره لاروي ،چې دوينو بوي به ترې پورته کيږي  .

پدې اميدچي نړيواله ټولنه او امريکا دا دزرغونې لاري لارويان اوپلويان  خپل دې نړيوال مسوليت ته متوجه کړي چي خپل هيواد جوړکړی ،دنورو په کورنيوچاروکي لاسوهنونه تير سی اونه هم هرچيري دخپلې خوښې حکومتونه اودولتوجوړولولپاره دهغو هيوادو ولسونوته ستونزي جوړي کړي  .

پاکستاني جنرالان اوملکی چارواکي ئي  بايدزرغونې لار ي ته نه دپوځی دوکتورينوپه توگه  بلکي  په رښتياسره ديوې انساني اوسوله ايزي زرغونې لاري په توگه ژمن پاته سی چې متاسفانه تراوسه پرې ډاډ من نه يو . ومن الله التوفيق